د جنوبي وزیرستان څخه د قامي اسمبلۍ د غړي علي وزیر د ژوند په حقله د سیاسي ګوند مشر، د هغه کورنۍ او فعالینو اندېښنې ښودلي دي.
د پښتون خوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي په یو بیان کې ويلي دي چې هغه ته ډېرو قوي خلکو خبر ورکړی دی چې په جیل کې د بندیوان علي وزير ژوند په خطر کې دی:
“د علي کورنۍ د هغه د ژوند په هکله سخته فکر منده ده”
د علي وزیر ورور ملک رحمت علي په خپله هم په ټولنیزو رسنیو په خپره کړې یوه ویډیو کې د علي وزير د ژوند په حقله د فکر مندۍ څرګندونې کړي دي.
رحمت علي په ویډیو کې دعوا کوي چې علي وزیر ورته د 15 سیکنډو په یو ټلیفون کال کې وویل چې ژوند یې په خطر کې دی.
رحمت علي د خپل ورور د ژوند د ژغورلو په اړه د هیواد وزیراعظم عمران خان او د پوځ مشر قمر جاوید باجوه ته اپیل هم کړی دی.
ددې دعوؤ نه سمدټکه ورستو وي او ای ډیوه د سند صوبې د چارواکو سره تماس ونیولو. چارواکي ددغه دعوې ردوي.
د علي وزير د ورور د تور په اړه وي او ای ډیوه د سيند صوبې د حکومتي وياند مرتضی وهاب نه پوښتنه کړې خو نوموړي په دغه اړه ځواب نه دی کړی.
خو د پوليس باوري سرچينې د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وویل، په علي وزیر هيڅ تشدد نه کيږي, د پوليس سره په بند کې دی پلټنې ترې روانې دي، سرچينې دا هم وویل چې هغه په کوم روغتون کې هم داخل نه دی.
د شمالي وزیرستان څخه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ په خپل ټویټر لیکلي دي هغه د سنده صوبې یو وزیر ناصر حسین ته ټلیفون کړی ؤ، د محسن په خیال وزیر د پي ټي ایم د یو غړي اصف محسود د علي وزیر سره د ملاقات بندوبست وکړو. ښاغلی محسن لیکي چې اصف محسود ورته ویلي علي په خیریت سره دی.
I called and spoke with PPP’s Sindh minister Nasir Hussain Shah Sb regarding Ali Wazir. He made it possible for Asif Mehsud of PTM Karachi to meet Ali a while ago. Asif Mehsud has informed us that Ali is well. We will continue to demand for Ali and PTM’s activists to be released.
— Mohsin Dawar (@mjdawar) December 20, 2020
نن په تولنیزو رسنیو هم د علي وزير د ژوند په هکله فکر مندۍ ښودل شوي، د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او قانون دان فضل خان په یوه ویډیو کې ويلي که علي وزير ته څه قسمه نقصان ورسیدلو زموار به یې حکومت وي.
علي وزیر څو ورځې د مخه په پېښور کې نیول شوی ؤ او بیا سنده صوبې ته ولېږل شو.
په اووم دسمبر د کراچۍ په سهراب ګوټ پوليس سټېشن کې د پي ټي اېم جلسې ته په وېناکوونکو مقدمه درج کړی شوې چې پکې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين، علي وزير او محسن داوړ هم شامل دي، په مقدمه کې ويل شوي چې دوی د رياستي ادارو، پوځ، رېنجرز او پوليس پرضد سپکه، د شر ډکه او ناوړه ژبه کارولې وه.