د چيندخو تول - عامر لیاقت پي ټي اي ته ورغلی او سلمان احمد وتلی

د پخواني کرکټر عمران خان په تحريک انصاف کې په یوه ورځ کې ډراماي بدلونونه وشول. په سپکه ژبه خوزولو په عدالتونو کې پړ کړل شوي او دټي وي لانجمن کوربه عامر لیاقت حسېن په تحريک انصاف کې د ورگډېدلو سره د گوند تله درنه کړې خو بلې غاړې ته د تحريک انصاف لپاره سندرې ویونکي او په غربي سازونو کې د هندي طرز صوفيانه موسیقي جوړونکي هنر مند سلمان احمد له ډېره قهره د تلې نه بهر دانگلي دي.

د زلمي کول د خوښې هنر مند سلمان احمد په خپل ټویټر اعلان کړی دی دعمران خان نه ښاماران تاو دي، هغه وویل تر ٣٥ کلونو پورې د عمران خان په شا ولاړ وو او د هغه ملاتړ یې کوو خو وس نوره گرانه ده.

سلمان دا اعلان د لانجمن ټیلي وژن کوربه او بې باکه مذهبي مبلغ په نوم مشهور عامر لیاقت حسېن په پاکستان تحريک انصاف کې د گډون کولو ورستو وکړلو.

د سلمان یو څو نزدې ملگري په دې ناڅاپه اعلان حیرانه شوي دي خو زیاتره پاکستانیان نه دي حېرانه. په ټولنيزو رسنیو کې راغلي دي عمران خان د وزیراعظم کرسۍ ته د رسیدلو په خاطر د حده وتلې شي.

ځينيو په ټولنيزو رسنیو ليکلي دي عمران خان خو د خپل هدف په لټون کې خپلې دوه ښځې جمایما خان او ريحام خان هم پرېښودلې او د پينځوو بچو د ېوې مور او د یوې پيره ابۍ سره یې واده وکړلو.

ځينيو ليکلي دي د ښاغلي خان د هیواد د سیاست څخه د ټگیو ختمولو دعوې تش سرابونه وو. ځيني ليکي، عمران خان لانجمن کوربه عامر لیاقت خپل گوند په دننه کولو په پاکستان کې د سیاست بنیادونه نور پليت هم کړل.

عمران لیاقت حسېن څوک دی؟

عامر لیاقت د خپل نوي رهبر عمران خان په حقله یو ځل ويلي وو عمران خان هم لکه د پیشو گانو په شان په خوب کې کولمې ويني، هغه عمران خان ته ويلي وو که ته په کراچۍ کې د مشرۍ خوب وینی نو د خپلو مزغو علاج دې وکړه. عامر لیا قت حسېن د عمران خان د دریم واده کولو په وخت ويلي وو "تا خو د عدت په وخت کې بله نکاح وکړه"

یو پاکستاني خبریال عمر چيمه لیکلي وو عمران خان د بشرا مانیکا سره واده د هغې د عدت د مودې د پوره کیدلو نه مخښکې وکړو. په اسلام کې یوه ښځه د خپل خاوند څخه د طلاق اخستلو تر درې میاشتو پورې بله نکاح نه شي کولې د غې وخت ته عدت ویلې شي.

عامر لیاقت په خپل یو پروگرام کې په خپل پخواني مشر او د خپل پلار شیخ لپاقت حسېن په ملگري الطاف حسېن پسې هم ملنډې کړې وې " الطاف لیونی شوی دی، هغه په یو داسې ځای کې تړل پکاردي چې تکه توره تیاره وي او دې ( الطاف) پکې په لتو ټکولو مړ شي"

عمران لیاقت په کال ٢٠٠١ کې د کراچۍ په ریگل چوک کې د یو ځاي اخبار پرچم خبریال وو.

هغه د الطاف حسېن د گوند متحده قومي مومینټ د کال ٢٠٠٢ څخه تر ٢٠٠٧ پورې په قامي اسمبلۍ کې غړی او دپخواني پوځي امر پرویز مشرف په حکومت کې د مذهبي چارو مرستیال وزير وو.

ښاغلی حسېن د شخصي ټي وي جیو او یو شمېر چېنلونو د مذهبي خپرونو، نه علاوه د انعامي مقابلو د خپرونو کوربه هم پاتې شوی دی.

هغه په خپلو پروگرامونو کې په ديني مشرانو او په پاکستان کې مېشت یو شمېر قومونو پسې د سپکو سپورو په سر څو ځله د عدالتي پابندیو سره هم مخ شوی دی. هغه یو ځل په خپل پروگرام کې د پښتنو د وزيرو قبيلې هم سپکاوی کړی وو.

عمران خان خپل پخواني غلیم او ناخوښه گرځول شوي عامر لیاقت ته په خپل گوند کې د هر کلي په وخت وویل داسې خلک په خپل گوند کې راوستل غواړي چې "زمونږ نظریه په ټيلي وژن خپره کړي"

د عمران خان په گوند کې د گډون په وخت یو خبریال د عامر لیاقت څخه تپوس وکړو

"بیا به کله بل گوند ته ورځې، او بیا به کله د بل کوم گوند د مشر سپکاوی کوې"؟

عمران خان د عامر لیاقت په ملاتړ کې خبریالانو ته خپل تېر وخت وریاد کړو . ښاغلي خان وویل چې کرکټ یې کولو نو د دين په حقله یې خیالات یو شان او وس بل شان دي. هغه وویل په تېرو وختونو کې که دچا نه غلطي شوي وي نو که خدای یې په لاره کړي نو پېغور ورته کول نه دي پکار.