اسفندیار ولي خان: فاټا دې په خیبر پښتونخوا کې شامله کړی شي

اسفندیار ولي خان وویل که چرې د پاکستان وفاقي حکومت د سي پیک په سر ددوي اعتزارات ختم نه کړل نو گوند يي په احتجاج لاس پورې کولی شي

د عوامي نیشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان ويلي قبایلي سیمې دې په خیبر پښتونخوا کې شاملې کړی شي او په فاټا دې د "پیرنگي" قانون ختم کړی شي.

د وي او ای ډیوه سره په خصوصي مرکه کې اسفندیار ولي خان وویل د هغه پارټي د فاټا په خیبرپښتونخوا کې د شاملیدو غوښتنه کوي. هغه زیاته کړه چې د خیبر پښتونخوا اسمبلي دې د قانون سازۍ دلارې د فاټا په صوبه کې د شاملیدو لاره هواره کړي.

هغه وویل د ټولو پښتنو د وحدت حمایت کوي.

د اسفندیار ولي خان وینا وه چې هغه د فاټا دپاره لکه د گلگت او د بلتستان د کاونسل جوړیدو مخالفت کوي.

د پاکستان او چین ترمنځ د اقتصادي راهدارۍ په اړه د یوې پوښتنې په جواب کې د عوامي نیشنل پارټۍ مشر وویل مرکزي حکومت يي په دې لړ کې تحفظات نه دي لرې کړي. هغه وویل که چرې حکومت په د سي پیک په لاره کې څه بدلون نه دی کړی نو د خپلې دعوې په حق کې دې دستاویزات دې ښکاره کړي.

اسفندیار ولي خان وویل که چرې د پاکستان وفاقي حکومت د سي پیک په سر ددوي اعتراضات ختم نه کړل نو گوند يي په احتجاج لاس پورې کولی شي.

د اسفندیار ولي خان سره د وي او ای ډیوه خبریال رحمان بونیري مرکه دلته اوریدی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ای این پي مشر اسفندیار ولي خان مرکه