د حضرت محمد (ص) سپکاوی د زغملو وړ نه دی،اسلامي نړۍ دې یو شي عمران خان

د هالینډ د پارلیمان غړي گريټ ویلډر دغه اعلان چې د روان کال د نومبر په میاشت کې به د پیغمبر اسلام حضرت محمد(ص) د خاکو جوړولو یوه مقابله کوي، په نړۍ کې مسلمانان راپارولي دي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ويلي دي د پېغمبر اسلام سپکاوی د زغملو وړ نه دی، هغه وویل "اسلامي نړۍ دې یو شي"

ښاغلي خان د هېواد سېنیټ ته په خپله وړومبۍ وینا کې وویل د نړۍ مسلمانان دې مغرب ته شريک پېغام ورکړي چې د پېغمبر د سپکاوي کولو سره د مسلمانانو زړونه بې کچه ازاریږي. هغه وویل

"په نړۍ کې د اسلام سپکاوی د نړۍ د مسلمانانو شریکه ناکامي ده"

ښاغلي خان وویل مغرب ته د شریک پیغام ورکولو په خاطر به د اسلامي هېوادونو ارگنایزیشن اف اسلامک کواپوریشن، (او اي سي) سره رابطه کوي.

بلې خواته په پاکستان کې د مذهبي سخت دریځ گوند تحریک لبیک پاکستان غوښتنه کړېده چې پاکستان دې د هالینډ سره خپلې سفارتي اړيکې ختمې کړي، د لبیک گوند مشرانو گواښ کړی دی چې تر څو هالینډ د پېغمبر د خاکو جوړولو نه په شا شوې نه وي دوي به په سر ښار اسلام اباد کې پرلت وهي.

خو د هالینډ حکومت ويلي دي د خاکو د جوړولو اعلان حکومت نه دی کړی. د هالینډ وزیر اعظم مارک روټ وویل

"ویلډر د حکومت غړی نه دی، د مقابلې تابیا حکومت نه ده کړې"

گریټ ویلډر څوک دی؟

گریټ ویلډر د مذهب اسلام نه سخته کرکه کوي. هغه د هالینډ یو سیاست وال او د پارلیمان (هاوس اف ریپریزین ټېټیوز) غړی دی. هغه د کال ٢٠٠٦ راهسې د خپل گوند پارټي فار دي فریډم مشر هم دی. ویلډر او دهغه گوند په ښکاره د مذهب اسلام مخالفت کوي. د پېغمبر محمد (ص) د خاکو د جوړولو د اعلان نه وړاندې هغه د مسلمانانو په مقدس کتاب قران د بندیز غوښتنه هم کړې وه.

ویلډر دعوا کوي اسلام مذهب نه بلکې یو مطلق العنانه سیاسی نظریه ده. هغه وايي

"د پېغمبر اسلام خاکې جوړول د اظهار اذادي ده"

د پاکستان وزیراعظم عمران خان وویل په ځيني مغربي ملکونو کې په هولو کاسټ (په دویم نړیوال جنگ کې د یهودیانو بشر وژنه) باندې په خبره کولو پابندي ده او دا غیر قانونه گڼل کیږي، هغه د مغربي هېوادونو څخه سوال وکړو

" د هولو کاسټ په سر د اظهار اذادي چرته لاړه شي؟"

ښاغلي خان وویل دا مسله به نه یواځې په او اي سي بلکې ملگرو ملتونو کې هم پورته کوي.

د پاکستان د مذهب د سپکاوي قانون

په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي قانون په ١٩٨٦ کې پخواني پوځي امر جنرل ضیا الحق جوړ کړې وو. ددې قانون لاندې چاته هم دا اذادي نشته دې چې د مذهب سپکاوی وکړي. ددې لانجمنه قانون د جوړیدلو را په دېخوا نزدې ١٥٠٠ کسان تورن کړې شوي چې زیاتره پکې غیر مسلمانان وو.

په پاکستان کې د مذهب د سپکاوی د قانون نه پرته په شخصي اذادو په مطبوعاتو، نشرېاتو او کتابونو د پابندو خپل ېو لوېی تاریخ لري. په پاکستان کې په ېو ټیوب، فېس بک او ځينی نورو ټولنيزه ویب پاڼو او نړیوالو شخصیا تو وخت په وخت پابندۍ لگول شوي دي.

په ستمبر ٢٠١۴ کې پاکستان په یو ټیوب د انگریزۍ ژبې د دریمې درجې یو فلم اینوسنس آف مسلمز خپریدلو ورستو پابندي لگولې وه. په دغه فلم کې د مسلمانانو د آخري پیغمبر حضرت محمد (ص) سپکاوی شوی وو. د فلم خلاف د اسلام اباد نه تر قاهری او د تاشقند تر ادیس ابابا پوری خونړۍ مظاهرو کې ۵۰ کسان وژل شوي وو او شپږ سوو نه زیات ژوبل شو.

څېړونکي گمان کوي که گریټ ویلډر په هالینډ کې د پېغمبر د خاکو جوړولو د منصوبې نه په شا نه شو نو په نړۍ کې یو وار بیا د خونړیو مظاهرو کیدلو ویره ده.