د پښتون ژغورنې غورځنگ غړی ارمان لوڼی اووژل شو 

د پښتون ژغورنې غورځنگ مهم غړی ارمان لوڼی نن په لورالاي کې د احتجاج په وخت وژل شوی دی.

د سيمې څخه خبریالان وايي ارمان په لورالايي کې په یوه مظاهره کې موجود وو چې پولیسو ورباندې حمله وکړه.

د پښتون ژغورنې غورځنگ مهم مشر او د شمالي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي محسن داوړ په ټویټر ويلي دي:

"د ارمان د وژنې خبر ډېر دردونکی دی، هغه پولیسو ووژلو، دا د ریاستي تر هگرۍ بد ترينه نمونه ده"

د ژوغورنې غورځنگ د مشرانو تر مخه ارمان د پښتنو د ملي خپلواکۍ د حق غوښتنې یو ریښتیني مترقي مبارز وو او خپله پېغله خور وړانگه لوڼۍ یې هم اوږه په اوږه په خپله مبارزه کې ور شریکه کړه کړې وه.

په فیس بک یو فعال ليکلي دي وړانگه د ارمان په مرگ بې وروره شوه خو اوس یې په لکونو وروڼه موندلي دي او د ارمان وینه به ضرور یوه سباوون ته لاره هواروي.

وتلي پښتنون شاعر او محقق د قیصر افريدي په فیس بک ليکلي دي:

"د ارمان لوڼي د بې رحمانه وژنې په سختو الفاظو کې غندنه کوم"

ارمان څو ورځې وړاندې وي او ای ډیوه ته په یوه مرکه کې ويلي وو د پښتنو د حقونو د تحفظ لپاره به د خپل ژوند تر اخري ساه پورې کار کوي.

هغه ووویل چې:

"په جنوبي پښتونخوا ته د ریاست ادارې د ترهگرۍ د وردننه کولو کوښښ کوي او د لورالاي د پېښې ورستو راوتلي مظاهر چیان به تر هغې ناست وي تر څو چې د ریاست ادارو ځاي مشرانو ته باور نه وي ورکړی چې دلته به بې ځایه د پښتنو وينه نه تویوي"

د پښتون ژغورنې غورځنگ پلويان د لورلاي د پوليسو د ډې آۍ جۍ پر دفتر د ځان وژنوکو بريدونو د پيښو په ضد راغونډ شوې وو او له تيرو څلورو ورځو په لورالاي کې احتجاج ته نا ست وو.

په لورالاي کي په يوه مياشت کي د ترهگرۍ څلور پيښې شوی دي چي دوه پکې ځان وژونکي او دوه هدفي وژنې وې.