په دروغو او د پېسو په غبن د تورن پاکستاني خبریال شاهد مسعود دنیولو امر شوی

یو پاکستاني عدالت د ټیلي وژن د لانجمن کوربه او د ریاستي ټي وي پاکستان ټيلي وژن د پخواني مشر ډاکټر شاهد مسعود دنیولو امر کړی دی. د انگریزۍ ژبې اخبار ډان خبر ورکړی دی چې په ډاکټر شاهد مسعود د ٣٨ میلینو روپو د غبن تور دی.

ډاکټر مسعود د وړاندې څخه د خپلو اوپره، بې تولې او افسانوي خبرونو په وجه د عدالتي پابندیو، سزاگانو او ټولنیزو نیوکو سره مخ دی.

اخبار ليکي د وفاقي استخباراتي ادارې ایف اي ای غړیو ورته ويلي دي چې شاهد مسعود د ٣٨ میلینو روپو غبن کړی دی، اخبار د کوم چارواکي نوم نه دی ورکړی او نه یې د مسعود غبرگون شامل کړی دی.

اخبار ليکي څه وخت چې ډاکټر شاهد مسعود د پي ټي وي مشر وو نو هغه د ېوې فرضي کمپنۍ سره یوه لوظنامه وکړه د کوم تر مخه چې د غې فرضي کمپنۍ ته د پاکستان د کرکټ بورډ نشریاتي حقونه په ٣٨ میلینه روپو ورکړې شو. د اخبار ترمخه ددغې لوظنامې تر مخه ریاستي ټي وي ته دروند مالي زیان ورسیدلو.

اخبار دعوا کړې ده چې د تحقیقاتي ډلې د موادو نقل ورسره شته دی. د اخبار ترمخه په دغه سرکاري موادو کې کره ثبوتونه دي دڅه په اساس چې د ډاکټر شاهد مسعود د نیولو امر شوی دی.

په جنورۍ ٢٠١٨ کې د ډاکټر شاهد مسعود رسوايي

په پاکستان کې د ېوې شپږ کلنې ماشومې زېنب سره د جنسي زیاتي او د هغې په وژنه کې د ککړ تن په اړه د افسانوي خبرونو په سر ډاکټر شاهد مسعود د پاکستان عدالت سزا کړې وو. ورستو شاهد مسعود په خپلو بې بنیاده خبرونو معافي وغوښتله.

شاهد مسعود په خپل پروگرام کې دعوا کړې وه چې د زينب د قتل په تور کې د نیول شوي تن عمران علي د بینک ٣٧ اکاونټونه (کهاتې) دي او هغه د بربنډو فلمونو د نړیوال صنعت غړی دی چې ملگرتیا یې د پنجاب صوبې یو وزير کوي.

زینب د پنجاب په قصور ښار کې دروان کال په څلورمه جنورۍ د خپل کور څخه نزدې تښتول شوې وه اوبیا یې څو ورځې ورستو مړی وموندل شو. اوس پولیسو د هغې سره د زنا او قتل په تور کې عمران نومې یو تن نیولی دی.

اینډ اف ټایم

د ښاغلي مسعود په خپلو خپرونو کې حیرانونکي انکشافونه څه نوې خبره نه ده. د ښاغلي مسعود په زیاتره خپرونو کې د حکومت د ختمیدلو، د هندوستان په ضد د پاکستان په جگړه کې دبري موندلو او دقیامت د راتگ انکشافونه هم کیږي. په پروگرام "اینډ اف ټایم" کې هغه ځان د پاکستان خلقو ته د یو مذهبي مبلغ او په راتلونکو پېښو د یو خبر انسان (پېش گويي کونکی) په توگه ځان ورښکاره کړې وو. ښاغلي مسعود به په دغه خپرونه کې د راتلولنکي دور په حقله شهادتونه ورکول

ښاغلی اکثره د خپلې خبرې په دليل کې وايي " میرا خیال هی" یعني دا زما گمان دی. نوموړی په یو پروگرام کې وايي چې دهغه معلومات د راتلونکي وخت لپاره یو شهادت دی

د مسعود په ضد قضیې

د شاهد مسعود په ضد په پاکستان کې د دروغو د خپرونو په سر یو شمېر قضیې جوړې شوې دي

په جنورۍ ٢٠١٨ کې د پنجاب حکومت ډاکټر شاهد مسعود ته د دروغو او بې سره قيصو په سر یو عدالتي خبرداری ورلیږلی وو. دپنجاب حکومت وايي ښاغلي مسعود په حکومت بې بنیاده تورنه لگولي دي

په پاکستان کې د ټيلي وژن چینلو د څارنې او ورته د لایسنسونو ورکولو ادارې پېمرا په کال ٢٠١٧ کې په بول ټي وي د ډاکټر شاهد مسعود خپرونه ٣٠ ورځو لپاره وتړله او ورته یې د یو میلین روپو جرمانه واوروله. دښاغلي مسعود په ضد د هاغه وخت د خزانې وزير اسحاق ډار د حکومت په ضد د دروغو د خپرونې تور لگولی وو

په کال ٢٠١٦ کې پېمرا د شاهد مسعود په خپرونه د ۴٥ ورځو پابندي لگولې وه. پېمرا ویلي وو ښاغلي مسعود د سنده د ستر عدالت په ستر قاضي د بډو رشوتونو د اخستلو د دروغو تورونه لگولي وو.

په کال ٢٠١٣ کې ښاغلي مسعود د عدالتونو د بدنامولو په سر یوه ليکلې شوې معافي نامه په عدالت کې جمع کړې وه

په ٢٠١٠ کې په کراچۍ کې د ښاغلي مسعود په ضد یو قضيه کې ویل شوي وو چې هغه د خپلې خپرونې په لاره د کلتوري کينې او کرکې خپرولو کوښښ کړی دی.

ډاکټر شاهد مسعود څوک دی؟

د یو پاکستاني ویب سایټ تر مخه ډاکټر شاهد مسعود په شپږم مارچ ١٩٦٧ کې زیږیدلی دی. ښاغلي خپلې لومړۍ زدکړې په سعودي عربستان کې کړي دي. د ښاغلي دوه کشران وروڼه هم دغلته زیږدلي وو.

ډاکټر شاهد مسعود د پېشې په لحاظ ډاکټر دی. هغه د ډاکټرۍ ډگري د جناح سنده میډیکل یونیورسټۍ څخه اخستې ده. خو ښاغلی ډاکټري نه کوي او په ټي وي د سیاسي څیړنکار په توگه کار کوي.

ښاغلی د جیو ټي وي او ای ار وايي ټي وي نه علاوه د پاکستان د سرکاري ټي وي ، پي ټي وي هم مشر او د پخواني وزیراعظم یوسف رضا گیلاني صلاح کار پاتې شوی دی

د هغه په خپرونو کې "اینډ اف ټایم"، "ویوز ان نیوز" او "میری مطابق" ډېر مشهور شوي وو. که څه هم په دغه پروگرامونو کې د هغه دعوې او خبرې حکومت، پېمرا او ځيني سیاسي گوندونو او شخصیتونه دروغ بللي دي خو بیا هم ښاغلی مسعود په ټویټر نیم ملین پلویان لري.