په پاکستان کې د حکمرانۍ لپاره زمونږ نمونه د مدينې ریاست دی: سپيکر اسد قیصر

د وزیراعظم عمران خان په شان د قامي اسمبلۍ نوي متتخب سپیکر اسد قیصر هم ویلي دي په پاکستان کې د حکمرانۍ یا واکمنۍ لپاره یې د مدينې ریاست نمونه ده.

وي او ای ډیوه سره د قامي اسمبلۍ د سپيکر په توگه په لومړۍ ځانگړې مرکه کې د ښاغلي قیصر نه وپوښتل شول چې ایا نوی پارلیمان به د عمران خان د وینا سره سم د هیواد لانجمن توهين رسالت قانون نور هم قوي کوي؟ نو هغه دغې پوښتنې ته په او یا نه کې د ځواب په ځای ښاغلي وویل:

"مونږ په بنیادي توگه باندې یو اسلامک ماډرن سټېټ غواړو، یو داسې ریاست چې په هغې کې د میرټ (قابلیت) په بنیاد ټولو ته انصاف میلاویږي"

د واکمن گوند تحريک انصاف مشر او نوي منتخب وزیراعظم عمران خان د انتخابونو نه وړاندې د گوند په منشور کې د مذهب د سپکاوي د قانون د نورو سختولو لوظ کړې وو.

عمران خان یو ځل د انتخابونو گټلو او بیا د وزیراعظم د سوگند اخستلو ورستو قام ته په وینا کې ويلي وو چې پاکستان به دمدينې د ریاست په نمونه جوړوي.

د عمران خان او سپیکر اسد قیصر اشاره ١۴٠٠ سوه کاله پخوا د پیغمیر اسلام حضرت محمد (ص) د مدينې د لسو کالوحکومت ته وي.

ښاغلي اسد قیصر د خپل حکو مت د منصوبو په حقله وویل چې په تیرو حکومتونو کې چې کومې محرومۍ پاتې شوي دي هغه به دويي ختموي. هغه وویل د سپيکر یو اهم منصب وي:

"دا یوه لویه عهده ده ، ددې نه د خلقو تمې دي، ددې نه ډېر لوی کار اخستل کیدې شي دا کار به ترې زه اخلم، دا چوکۍ چې ماته میلاو ده نو زه بې یې د خلقو د فلاح لپاره کاروومه"

هغه د یو تپوس په ځواب کې وویل پخوا هم ورته لوی مخالفت وو او وس هم دی:

"دا ځل به نور هم ښه کار کومه د میرټ په بنیاد به کار کومه، ټولو ته به اعتماد ورکومه"

ښاغلي عمران خان ويلي وو د وزیراعظم هاوس نه به یونیورسټي جوړوي، د اسد قیصر په خیال دا کار د ایگزیټیو حکم د لارې کیدې شي ددې لپاره د قانون جوړولو حاجت نشته دی:

"ځيني فیصلې ایگزیکټیو وي، کیبنیټ اپرول (د کابينې منظوري) هم ډیر دي"

هغه وویل چې په هیواد کې د وسایلو د ویش په حقله د یو تپوس په ځواب کې وویل

ده این ایف سي ایوارډ (د قامي وسایلو ویش) لپاره به حکومت یوه داسې فارمولا جوړه کړي چې ټولو ته خپله پوره برخه ورسي. هغه وویل د شاته پاتې شوې سیمو پخوانۍ فاټا او بلوچستان صوبې د خوشحالۍ او ترقۍ لپاره به قانون سازي کوي:

"د فاټا جنگ ځپلې سيمې لپاره به خاص گامونه اخلو"

ښاغلي اسد قیصر د تحریک انصاف په مخالفو گوندونو غږ وکړو چې په پارلیمان کې خپل کردار ولوبوي، هغه وویل:

"زه اپوزیشن ته وایم راځۍ چې کینو خبره وکړو په اسمبلۍ کې خبره وکړئ زما د طرف نه به تاسو ته پوره پوره موقع برابریږي"

د ښاغلي اسد قیصر سره د مرکې تفصيل په لانديني لینک اوریدلی شئ

Your browser doesn’t support HTML5

"په پاکستان کې د حکمرانۍ لپاره زمونږ نمونه د مدينې ریاست دی" سپيکر اسد قیصر