اشرف غني په دفترونو کې د پاکستاني روپیو د بندولو ژمنه وکړه

افغان ولسمشر اشرف غني ژمنه وکړه چې په حکومتي ادارو کې به د پاکستاني روپیو (کلدارو) په کارولو باندې بندیز ولګوي او له هېوادوالو یې وغوښتل چې سوداګریزه راکړه ورکړه دې په افغانیو کوي.

افغان صدر (ولسمشر) دغه ژمنه تېره ورځ په خوست ولایت کې یوې غونډې ته د وینا پر وخت وکړه.

د افغانستان د جمهوري ریاست لخوا په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي دي چې په دغې غونډه کې د ځوانانو، خبریالانو او مدني ټولنې فعالینو برخه اخیستې وه.

د اعلامیې له مخې، د غونډې ګډونوالو له ولسمشر څخه وغوښتل چې ځوانانو او مېرمنو ته د کار موندنې اسانتیاوې برابرې او په دغه ولایت کې د باچاخان د پوهنتون ودانۍ جوړه کړي.

ددغو غوښتنو له اورېدو وروسته ولسمشر وویل، ستاسو د غوښتنو د پوره کېدو سره سره خوست ته نور ستر پروګرامونه هم په پام کې نیول شویدي.

ولسمشر غني په حکومتي ادارو کې د مېرمنو د ونډې د زیاتېدو ترڅنګ وویل، په دغه ولایت کې د قبایلو د یوې لېسې د ودانولو لپاره هم یو میلیون ډالر ځانګړي شویدي.

افغان ولسمشر اشرف غني ددغه سفر پرمهال دا هم ویلي وه، چې د غلام خان بندر به د افغانستان د نورو بندرونو په څېر په اساسي توګه جوړیږي.

همدارنګه جمهور ريیس غني ویلي چې د خوست، پکتیا اوپکتیکا ولایتونو جلغوزي به د خوست له هوايي ډګره جرمني ته رسول کیږي او له پانګوالو یې وغوښتل چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.