ولسمشر غني پاکستان د طالبانو مرکز ګڼي، خو پېنټاګان وایي هلته عملیات نه کوي.

افغان ولسمشر اشرف غني په پینټاګان کې د وینا په مهال. د (۲۰۱۵م کال) عکس

کابل ته له اسلام اباده د افغان پلاوي تر ور ستنېدو وروسته افغان ولسمشر ملت ته په خپله وینا کې ویلي، چې پاکستان ته یې د کابل په خونړیو بریدونو کې د لاس لرونکو وسلوالو په اړه شواهد وړاندې کړي دي، چې په پاکستان کې دي.

ولسمشر غني په لومړي ځل وویل، چې "د طالبانو مرکز پاکستان دی" او د دې هېواد چارواکي نور باید د خبرو او کاغذي کارونو پر ځای د دغو طالب وسلوالو په ضد عملي ګامونه پورته کړي، چې په افغانستان کې جنګېږي یا د ترهګرۍ بریدونه پلانوي.

ښاغلي غني د پاکستان د حکومت له خوا د شاوخوا ۱۸۰۰ دیني عالمانو فتوا ته په اشارې سره- چې ترهګري او ځانمرګي بریدونه یې په پاکستان کې حرام ګڼلي- وویل:

"اوس د پاکستان حکومت ته د تصمیم (ارادې) وخت راغلی، چې کوم شی د ځان لپاره مني آیا هغه د ټول جهان د مسلمانانو لپاره مني او که یې فکر دا دی چې یواځې د دوی علماء پوهېږي او نور علماء په څه نه پوهېږي".

ولسمشر غني په داسې وخت کې پاکستان د [وسلوالو] طالبانو مرکز بللی، چې د پاکستان یو پلاوی د شنبې په ورځ د دې هېواد د بهرنیو چارو د سیکرترې تهمینه جنجوعه په مشرۍ کابل ته سفر کوي او تمه څرګندېږي چې له افغان حکومت سره به د افغان پلاوي له خوا د کابل د وروستیو بریدونو پر ور سپارل شویو شواهدو خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پخوا غوندې د ولسمشر غني دا تور رد کړ، چې ګوندې افغان طالبان او حقاني ډله دې په پاکستان کې مرکزونه ولري. د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل د جمعې په ورځ رسنیو ته وویل، چې افغان حکومت پر ځای د دې چې پاکستان د کابل په بریدونو کې تورن کړي، پکار ده چې خپلو نیمګړتیاوو ته پام وکړي او د ترهګرۍ د بریدونو مخه ونیسي.

سپینې ماڼۍ د سه شنبې په ورځ ناوخته اعلان وکړ، چې د جنوبي اېشیا لپاره د ولسمشر ټرمپ د ادارې د نوې تګلارې له مخې په افغانستان کې امریکایي قومندانانو ته واک او وسایل ورکړل شوي، چې په پاکستان کې د ترهګرو پټ پناه ځایونه په نخښه کړي.

د پاکستان د دفاع وزارت د سپینې ماڼۍ پر دې خبره اندېښنه څرګنده کړې، چې ګوندې د دې هېواد له خوښې پرته به هلته د ترهګرو پر مرکزونو بریدونه وکړي. د پاکستان د دفاع وزیر خرم دستګیر د وي.او.اې اردو څانګې خبریالې شهناز نفیس ته په مرکه کې وویل، چې د امریکې دا خبره ورته "ډېره سنجیده" ښکاري:

"امریکه باید په دې پوه شي چې پاکستان یو خپلواک هېواد دی او پکار ده چې د خپلواکۍ احترام یې وشي"

د پاکستان د دفاع وزیر خرم دستګیر

خرم دستګیر وایي، د امریکې تر داسې بیانونو مخکې- چې بېلابېلې ماناوې لرلای شي- پکار ده چې له پاکستان سره سلامشوره وشي، که نه وي داسې بیانونه پاکستان په افغانستان کې د امن د راتګ له بهیره لرې کولای شي.

د امریکې د ګډو ځواکونو اداري مشر لیفټیننټ جنرل کینیت مېکنزي د پنجشنبې په ورځ د دفاع وزارت په مرکز پینټاګان کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د امریکې پوځونه په پاکستان کې دننه عملیات نه کوي. ښاغلی مېکنزي وایي:

"موږ په افغانستان کې د [وسلوالو په ضد] عملیاتو کې د بېلابېلو اقداماتو په وسیله د پاکستان مرستو ته په تمه یو، خو نه، موږ داسې څه پلان نه لرو چې په پاکستان کې دننه عملیات وکړو"

واشنګټن ډي.سي ته نیژدې د ویرجینیا په ارلینګټن کې د امریکې د دفاع وزارت مرکز پینټاګان

​د یادونې وړ ده چې د امریکې د پوځ د مرکزي قرارګاه (سنټرل کمانډ) مشر جنرل جوزیف ایل ووټل هم د جنورۍ په ۱۲مه د پاکستاني پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه ته په ټلیفون ډاډ ورکړی وو، چې امریکه په پاکستان کې دننه د یواړخیزه عملیاتو اراده نه لري.

په افغانستان کې د امن د ټینګښت او د ترهګرۍ د ځپلو پر سر د امریکې، پاکستان او افغانستان تر منځ پر یوه بل د تورونو او سپیناویو خبرې له تېرې یوې میاشتې راهیسې تبادله کېږي، چې د امریکې ولسمشر ټرمپ پاکستان د ترهګرۍ په جګړه کې "درواغجن او ټګ" وباله او وروسته یې پر دې هېواد د پوځي مرستې ځنډولو اعلان هم وکړ، خو د کابل تر خونړیو بریدونو وروسته د دغو درېواړو هېوادونو تر منځ خبرې لا نورې تودې شوې.