د سورن سنگھ ښځه د تحريک انصاف نه انصاف غواړي  

تحريک انصا ف گوند په پښتون خوا کښې د قتل شوي اسمبلۍ غړي سورن سنگھ ښځې ويلي دي عمران خان او پرویز خټک ورسره د میډیا په وړاندې د مرستو لوظ کړی ؤ خو د خاوند د مرگ صرف درې میاشتې وروستو د بدې ورځې د لاسه وس د پلار کره ناسته ده- وریندر کور ډیوه ریډیو ته په یوه ځانگړې مرکه کښې ويلي دي چې د هغې خاوند په وطن قربانیدل غوره کړي وو او وس دا هم غواړي چې د یوې نرې پښتنې په رنگ په وطن قربان شي-

د سورن سنگھ زوی آجی سنگھ وايي په لسم کښې ېی د ای ون پوزيشن ( تر ټولو غوره) گټلی خو په اسلامیه کالج ورته داخله نه ورکول کیږي- آجی وايي په پاکستان کښې د ایماندارۍ دا قيمت دی چې د یو ايمانداره پلار زوي ته په کالج کښې داخله نه ورکول کیږي-

د سورن سنگھ د ښځې وریندر کور او زوي سره دمې په اونیز پروگرام واشنگټن ټو خیبر کښې خبری کړي دي –

د دواړو ژړغونې مرکې په دې لينک واورۍ-

Your browser doesn’t support HTML5

وريندر کور او اجی سنگھ

سردار سورن سنګهـ په خېبرپښتونخوا صوبه کښې د واکمنه ګوند (پي ټي ائي) د صوبايي اسمبلۍ غړی او د وزيراعلی پرویز خټک د اقليتي چارو مشاور ؤ . هغه د روان کال د اپريل په میاشت کښې د بونير ضلعې په پيربابا پاچا کلي کښې وژل شوی ؤ .

د سردار سورن سنګهـ دوژلو زمه واري د مُلا فضل الله په مشرۍ دپاکستاني طالبانو تندروه ډلې (ټي ټي پي) قبوله کړې وه خو وروستو د خېبرپښتونخوا صوبې د ملاکنډ ډويژن د پوليس مشر ډي ائي جي ازادخان اویل سردار سورن سنګهـ په سياسي دښمنۍ کې وژل شوی دی . او د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) لخوا د هغه د وژنې زمه واري قبلول رښتيا نه دي - د پوليس په وينا د سورن سنګهـ د وژنې مرکزي کردار گرفتار شو ی دی-

سردار سورن سنګهـ يو پاکستانى سِکهـ ډاکټر، خبريال، سياست دان اؤ د خيبرپښتونخوا صوبې د وزيراعلي پرويز خټک داقليتي چارو مشاور ؤ . هغه په کال 2011م کې پاکستان تحريک انصاف کې د شامليدو نه وړاندې نزدې نهه کاله د جماعت اسلامي پاکستان غړى پاتې شوى ؤ -