په شام کې موټر بم چاودنې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژلي

منبج د شام په شمال مشرقي صوبه کې پروت ښار دی او د ډسمبر په میاشت کې د صدر بشارالاسد حکومت د نسکورېدو وروسته هم په سیمه کې تشدد دوام لري او د ترکي حمایت یافته سیرین نېشنل ارمي او د امریکې حمایت یافته سیرین ډېموکرېټېک فورسز یو بل سره په جنګ دي

په شام کې د ګل، دوشنبې، په ورځ د موټر بم په چاودنه کې لږ تر لږه ۱۵ کسان ووژل شوو او ۱۵ نور کسان زخمیان شول.

چاودنه د شام د شمالي ښار منبج په مضافاتو کې د هغه ګاډي سره نږدې وشوه چې زرعي کارکوونکي په کې سواره وو.

د شهري دفاع د محمکې چارواکو وویل په چاودنه کې ۱۴ ښځې او یو سړی ووژل شو.

د امدادي کارکوونکو په قول چاودنه کې ۱۵ ښځې زخمي شوي دي او د ځینو حالت سخت دی.

deewa

په شام کې د انساني حقونو او جنګ د څارنې ادارې سیرین ابزروېټري فار هیومن رایټس وویل په چاودنه کې ۱۸ ښځې او یو سړی وژل شوی دی.

منبج د شام په شمال مشرقي صوبه کې پروت ښار دی او د ډسمبر په میاشت کې د صدر بشارالاسد حکومت د نسکورېدو وروسته هم په سیمه کې تشدد دوام لري او د ترکي حمایت یافته سیرین نېشنل ارمي او د امریکې حمایت یافته سیرین ډېموکرېټېک فورسز یو بل سره په جنګ دي.