د افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه باجوړ کې د پولیو ډلې په حفاظت مامورو پولیسو باندې وسله والو ډزې کړي چې د چارواکو په وینا یو پولیس عسکر پکې وژل شوی دی.
د اې ایف بي خبري اژانس د رپورټ له مخې، په ګرده نړۍ کې دا مهال پاکستان اؤ افغانستان هغه دوه یوازیني هیوادونه دي چې د پولیو وایرس پکې شتون لري .
وسله وال د تېرو څو لسیزو راهسې پاکستان کې د پولیو نه دخوندیتوب په ډلو اؤ د هغوي په ساتونکو پولیسو بریدونه کوي.
د باجوړ د پولیسو یو چارواکي نیاز محمد اې ایف بي ته ویلي چې تېره ورځ په موټر سایکل ناستو دوو نامعلومه وسله والو د پولیو نه د خوندیتوب په څاڅکو ورکوونکې ډله ډزې وکړې چې پکې یو پولیس عسکر په ټکي مړ شو خو د پولیو ډله خوندي پاتې شوه.
د باجوړ د پولیسو مشر وقاص رفیق ویلي چې په سیمه کې د وسله والو بریدونو کې له اضافې وروسته د امنیتي وجوهاتو له امله په باجوړ کې د پولیو ضد کمپین په شورو کولو کې ځنډ رامنځته شوی ؤ.
خو هغه وایي چې د پولیو په ډله د شوي دې تازه برید باوجود هم په ګرد باجوړ کې د پولیو ضد کمپین دوامداره دی.
باجوړ د افغانستان سره ۵۲ کلو میټره اوږده پوله لري.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې یو وارې بیا پولیو وایرس په چټکتیا سره د خورېدو په حال کې دی اؤ سږکال تر اوسه له دغه هیواده د پولیو دوه پېښې ریکارډ کړل شوي خو تېرکال ۲۰۲۴م کې بیا د پاکستان څخه د پولیو ۷۴ اویا پېښې مخې ته راغلې وې.