د جعفر اېکسپرېس پېښه: د پاکستان امنيتي سرچينو د 155 مسافرو ژغورلو او 27 ترهګرو وژلو دعوه کړې

د پاکستان امنيتي سرچینو دعوه کړې، د بلوچستان صوبې بولان علاقه کې د جعفر اېکسپرېس اور ګاډي څخه 155 مسافر ژغورل شوي او 27 ترهګر وژل شوي او عمليات تراوسه روان دي، دغه خبر د پاکستان سرکاري رېډيو ورکړی دی.

د کوټې څخه پرون سهار د پېنډۍ په لاره پېښور ته روان جعفر اېکسپرېس اور ګاډي باندې ماسپښين په بولان علاقه کې وسله وال بريد شوی، چارواکو ويلي وو په اور ګاډي کې د 400 نه زياتې مسافر سواره وو.

بي اېل اې د بريد زمه واري منلې او د مسافرو يرغمال کولو او بيا یې د بنديانو د تبادلې ويلي وو.

له دې وړاندې خبر

د پاکستان بلوچستان صوبې د صحت وزیر سهار په څلور بجې ويلي وو، د جعفر اېکسپرېس د پېښې څخه تراوسه پورې 80 کسان راغلي او د نورو په خوندي توګه ژغورلو دپاره عمليات روان دي.

د صحت وزیر بخت محمد کاکړ د کوټې په رېلوی سټېشن د ډيوه خبريال حفيظ الله ستوري شېراني سره خبرو کې ويلي، "کوټې ته د رسېدلو کسانو سره یې ليدلي، دغه خلک سخت ويريدلې دي، خو حکومت د دوی دپاره انتظام کړی چې خپلو خپلو کورونو ته یې ورسوي".

بولان کې د جعفر اېکسپرېس پېښې په ځای د تازه معلوماتو په اړه نوموړي وويل، "هلته عمليات روان دي، حساس معلومات دي دا وخت د مطبوعاتو سره هغه نه شي شريکولی، خو دوی ټولو خلکو ته ډاډګېرنه ورکوي چې حکومت او امنيتي ادارې لګیا دي، د ټولو په خوندي توګه بازيابه کولو دپاره هڅې روانې دي".

نوموړي زياته کړه، د پېښې ځای لرې پرته غرنۍ علاقه ده، سهار به کره او ټول معلومات د مطبوعاتو سره شريک کړل شي، په روغتونونو کې بېړني حالت په ځای کړل شوي دي.

په جعفر اېکسپرېس بريد

پرون په 11م مارچ سهار نهه بجې د کوټې څخه د پنجاب پېنډۍ ښار په لاره پېښور ته تلونکي جعفر اېکسپرېس مسافر اور ګاډي، رېل ګاډي باندې ماسپښين د سبي ضلعې سره نزدې بولان علاقه کې وسله وال بريد شوی وو.

ياده علاقه د کوټې څخه نزدې 140 کلوميټره لرې پرته غرييزه علاقه ده.

په کوټه کې د رېل ګاډي محکمې یو اعلا چارواکي محمد کاشف اې اېف پي ته ویلي، "په اور ګاډي کې له 450 څخه زیات مسافر بريد کوونکو وسله والو کسانو یرغمل کړي دي". هغه ويلي وو، په مسافرو کې ښځې او ماشومان هم شامل وو.

چاوراکو ویلي، کوټه کې د پېښې د معلوماتو دپاره مرکز جوړ کړل شوی او اور ګاډي کې د ځينو مسافرو کورنيو ويلي، دوی د خپلوانو دپاره پرېشانه دي، او حکومت نه یې د خپلوانو ژغورلو غوښتنه کړې ده.

د بريد زمه واري بي اېل اې منلې

د بلوچ لبرېشن ارمي يا بي ايل اې وياند جيند بلوڅ لخوا په ټولنيزو رسنيو دعوه شوې، جعفر اېکسپرېس او پکې يرغمل کړل شوي کسان دوی سره دي او 214 کسان یې په ولقه کې دي.

هغ ویلي، "214 کسان یې جنګي بنديان کړي او بي ايل اې د دغو نيول شوو تبادلې ته تیار دی، د پاکستان چارواکو ته 48 ساعته وخت ورکوي چې بلوڅ بنديان، په زوره بې درکه کړل شوي او نور په غېر مشروط ډول خوشي کړي".

د جعفر اېکسپرېس مسافرو کې سرکاري اهلکار

د کورنيو چارو وزیر مملکت طلال چودري د پاکستان جيو نیوز ټي وي ته ویلي، وسله والو ځينې مسافر د ځان سره غره لوري ته بوتللي دي.

هغه ويلي، په اور ګاډي کې سورو مسافرو کې سرکاري اهلکار او د کورنيو غړي یې او عام خلک هم شامل دي.

چودري د اورګاډي يرغمل کېدل تاييد کړي چې په يو سورنګ کې ګېر کړل شوی، او د امنيتي ځواکونو لخوا یې د بريد کوونکو ضد عملياتو ويلي دي.

د 13 ترهګرو وژلو دعوه

د پاکستان سرکاري رېډيو د امنیي سرچينو له قوله ويلي، د بولان بايي پاس په ډهاډر کې جعفر اېکسپرېس يرغمل کوونکو کې امنیتي ځواکونو 13 ترهګر وژلي او څو نور ژوبل کړي دي.

امنیتي سرچينو ویلي، وسله وال په وړو وړو ګروپونو کې وېشل شوي او امنیتي ځواکونه یې پرضد عمليات کوي.

خبر کې دعوه شوې، امنیتي ځواکونو 80 يرغمل کسان خوشي کړي، چې پکې 43 سړي، 26 ښځې او 11 ماشومان شامل دي.

د پاکستان پوځ د پېښې په اړه تراوسه پورې په رسمي توګه څه نه دي ويلي.

پېښې ته حکومتي غبرګون

د پاکستان صدر اصف علي زرداري ویلي، په مسافرو د حملې غندنه کوي، دغه حمله کوونکي د بلوچستان د روایاتو مخالف دي.

وزيراعظم شهباز شريف هم دغه حمله غندلې او ویلي یې دي، د ترهګرو ضد سختو غريیزو سيمو کې د امنيتي ځواکونو عمليات روان دي.

د کورنيو چارو وزير محسن نقوي ويلي، مرکزي حکومت د صوبايي حکومت سره په رابطه کې دی او د ترهګرو د خاتمې دپاره ټول اړين وسايل په کار راوستلی شي.

د بلوچستان صوبې وزيراعلا میر سرفراز بګټي ويلي، بولان کې عمليات دوام لري، او جعفر اېکسپرېس باندې بريد په ملي امنيت حمله ده.

په اور ګاډو مخکيني بريدونه

د تېر کال 2024م د نومبر په مياشت کې په کوټه کې په رېلوی سټېشن هغه وخت ځانمرګی برید شوی چې جعفر اېکسپرېس پېښور ته روانېدو، په ياده پېښه کې لږ تر لږه 26 کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي وو.

له دغې وړاندې د ستمبر په میاشت کې هم بولان کې د رېل پټلۍ په نخښه شوې او د رېل پټلۍ يو پُل په بم الوځول شوی وو.

د رپورټونو ترمخه، بلوچستان صوبه کې د کال 2005م راهسې وخت په وخت په اور ګاډو او پټلۍ باندې وخت په وخت چاودنې او بريدونه شوي، او مرګ ژوبلې یې اړولي دي.