پاکستان پوځ : پښین اؤ ژوب عملیاتو کې یې دوه وسله وال وژلي اؤ پینځه یې ژوندي نیولي

د پاکستان پوځ دعوه کړې چې د ناکراره صوبې بلوچستان په ژوب اؤ پښین سیمو کې یې د ټي ټي پي د وسله والو په ضد (چې پوځ یې د خوارجو په نوم یادوي) عملیات کړي اؤ په دغو عملیاتو کې دوه ترهګر وژل شوي اؤ پينځه نور ژوندي نیول شوي دي.

د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي ار پخپل بیان کې ویلي چې په 17م اکتوبر د بلوچستان په ژوب ضلعه کې د امنیتي ځواکونو اؤ وسله والو تر منځ نښته شوې چې په دې نښته کې دوه وسله وال وژل شوي.

پوځ ویلي د پاکونې د عملیاتو په مهال امنیتي ځواکونو ته سیمې څخه درنې وسلې اؤ چاودیدونکي مواد هم په لاس ورغلي دي خو پوځ بیا پخپل بیان کې د وژل شوؤ وسله والو پېژندګلو نه ده ښکاره کړې اؤ هغوي یې یوازې د خوارجو په نوم بللي دي چې دا نوم د پاکستان پوځ د ټي ټي پي وسله والو ته اخلي.

پوځ وایي په 18م اکتوبر هم امنیتي ځواکونو په پښین ضلعه کې د وسله والو د موجودیت په اطلاع عملیات کړي اؤ پینځه ترهګر یې نیولي دي،

د پوځ بیان کې دعوه شوې ده چې ددې عملیاتو په مهال امنیتي ځواکونو ته په ګڼ شمیر کې وسلې، مهمات چاودیدونکي مواد اؤ ځانمرګي جیکټونه هم په لاس ورغلي دي.

آي ایس پي ار دعوه کړې ده چې دې ترهګرو په امنیتي ځواکونو اؤ بېګناه وګړو د بریدونو پلان جوړولو .

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف پخپل یو بیان کې په ژوب اؤ پښین کې د پوځ دغه عملیات ستایلي اؤ ویلي یې دي چې تر څو د ترهګرو نوغی په بشپړ ډول له هیواده نه وي ویستل شوی تر هغې به امنیتي ځواکونه په هغوي پسې وي

د تېرې څه مودې راهسې پاکستان کې ترهګریز بریدونه سیوا شوي اؤ پاکستان انسټيټوټ فار کنفلکټ اینډ سیکيورټي سټډيز نومې ادارې، پیکس رپورټ وایي چې یوازې د تېر ستمبر په میاشت کې په پاکستان کې د ترهګرۍ 77 پېښې شوي.

په دې بریدونو کې 47 يوازې په خېبر پښتونخوا کې شوي دي.

په رپورټ کې ويل شوي، په 77 بريدونو کې 77 کسان وژل شوي، چې پکې 38 امنيتي اهلکار، 23 ملکي وګړي او 16 جنګيالي شامل دي۔ دې کې د زياترو پېښو زمه وارۍ تحريک طالبان پاکستان منلې دي.

د پاکستان حکومت او پوځ په دې وروستیو کې د عزم استحکام په نوم د نوو عملياتو اعلان کړی ، خو د پاکستان اکثره سیاسي ګوندونو د دې نوؤ پوځي عملیاتو پرضد غږ پورته کړی وو