د بلوچستان سرښار کوټې ته څېرمه د سنجيدي په غرییزه سیمه کې د کولې په یوه کان کې د چاودنې له امله د ۱۲ؤ بند پاتې شوؤ مزدورانو له جملې څخه د څلورو کسانو مړي راایستل شوي اؤ د هغوي پېژندګلو شوې ده.
په سنجیدي کې د کولې کان کې اوړمه ورځ د ګیس جمع کېدو له امله چاودنه شوې وه اؤ دغه کان په مزودرانو ناست ؤ چې ورلاندې ۱۲ مزدوران بند پاتې شوي وؤ.
د جمعې په ورځ نزدې دويشت ساعته وروسته مرستندویه فعالینو د څلور بند پاتې مزدرانو مړي را ايستلي دي او اته مزدوران لا هم د کولې کان کې بند پاتې دي.
د کارکونکو په وينا چاودنه زياته زوروره وه چې د کولې کان يې په پوره توګه نړولی اؤ اوس هلته ځايي خواريکښ په خپله مرسته د بند پاتې شوؤ مزدورانو د را ايستلو هڅې کوي۔
د پی ډي ایم اې په وینا، د جمعې په ورځ چې د کومو څلورو مزدورانو مړي له دغه کان څخه را ایستل شوي د هغوي پېژندګلو شوې اؤ تعلق یې د خېبر پښتونخوا د سوات سیمې سره ؤ.
پي ډي ایم اې ویلي ،د وژل شویو کسانو پېژندنه د عمر ولي، اظهر دین، نعمان سعید ولد نور البهار او نظام الله ولد محمد یوسف په نومونو شوې ده.
سرچینې وایي چې مړي د ۲۰۰۰ فټ ژورې څخه راویستل شوي دي، په داسې حال کې چې پاتې ۸ مزدوران په ۴۲۰۰ فټ ژوره کې بند پاتې دي، چې د هغوی د راایستلو لپاره عملیات روان دي.
د کانونو د چارو مشر یا چیف مایینز افسر عبدالغني بلوچ رسنیو ته ویلي په سنجیدي کې د ګیس ډکېدو له امله د نړېدلي کان په اړه د مرستې عملیات روان دي.
هغه ویلي په دې عملیاتو کې د بلوچستان ماینز ادارې، پی ډي ایم اې او رضا کاره تنظیمونو برخه اخیستې ده.
هغه وویل چې د ۸ کان کیندونکو د را ایستلو لپاره ژغورنې عملیات له تېرو ۲۰ ساعتونو راهیسې روان دي. د اغېزمنو کان کیندونکو تړاو د خیبر پښتونخوا سره دی. د هغوی د ژوندي پاتې کېدو امکان کم دی.
د ژغورنې یا ریسکیو د مرستیال رییس په وینا، کان کیندونکي په ۴۲۰۰ فټ ژوره کې بند پاتې دي. د کان له داخلي دروازې څخه د درنې مشینرۍ له لارې ملبه لرې کړل شوې ده.
هغه ویلي په کان کې د بجلۍ یوازې یو لاین ؤ چې په پېښه کې تباه شوی دی .
په دغه پېښه کې د ژوندو پاتې شوؤ کان کېدونکو وینا ده چې چاودنه دومره زوروره وه چې د کان زیاته برخه یې کېښنوله.
بلوچستان کې کوله تر ټولو لویې صنعت دى، د کولې د مزدوران اتحاديه وايي د کولې په کانونو کې د مزدورانو د مړینې پېښْې ډېرې زياتې دي اؤ ددې وجه دا ده چې په کانونو کې دننه د صحت او دسلامتۍ پر قانون باندي عمل نه کیږي.
د مزدوران سازمان دعوه کوي چې هر کال د بلوچستان د کولې په کانونو کې تر د سلو زياتو مزدورانو د مړینې پېښْې رامنځته کېږي چې په دې کې زيات شمېر مزدوران رجسټرډ نه وي.
د پوهانو په وينا په کوله کانونو کې زياتره مرګونې پېښې د زهرجن ګېس د جمع کېدو، چاودنې، اور لګېدو، د هوايي لارې د نشتوالي، کانونو ته د باران په وخت د اوبو ننوتلو، د اوسپنيزې رسۍ د پرې کېدو او ځينو نورو وجوهاتو له کبله کېږي.
د مزدورانو لپاره کارکوونکو تنظيمونو د مشرانو په وينا دا ځکه چې په شته قوانينو باندې عمل نه شته او اړوندې ادارې یې څارنه نه کوي.
د بلوچستان د ماينونو محکمې چارواکي د کال په اربونو روپو ټېکس تر لاسه کوي خو پر دې برسيره هم دا مني چې دوی په صوبه کې د انتظامي عملې او وسايلو له کمۍ سره مخ دي.
د پاکستان سېنټرل ماينز لېبر فېډريشن رپورټ دی چې په بلوچستان کې د بېلابېلو قدرتي معدنياتو تر يو لک زيات قانوني او ناقانونه ماينونه يا درنګونه دي چې پکې تر يو نيم لک زيات مزدوران کار کوي.
د بلوچستان دکولې په کانونو کې کار کوونکي زیاتره مزدروان د خېبر پښتونخوا د شانګلې ، سوات او ملاکنډ سیمو سره تعلق لري.