بلوچستان: بولان کې وسله والو غټ سړک بند کړی، د اسمبلۍ د غړي د ساتونکو نه یې وسله اخستې

د پاکستان د بلوچستان صوبې بولان سیمې لویه لاره له څو ساعتو وروسته له وسله والو خلاصه کړ‎ل شوې، چارواکو د درېو وسله والو د وژنې دعوه هم کړې ده.

د لیویز چاراکو په وینا، پرون د اتوار، يکشنبې په مازیګر د بلوچستان په بولان او آب ګوم سیمو کې وسلوالو دوه ځایه لاره تړلې وه.

سرچینې وايي وسله والو د بلوچستان اسمبلۍ غړ‎ی او پارليماني سیکرټري، میر لیاقت علي لهړي هم درولی وو او د هغه ساتونکو څخه یې وسلې اخستې.

ویډیوګانې چې په ټولنیزو رسنیو خپرې شوې، ښیي چې وسله وال د راکټ لانچرونو او درنو وسلو سره سمبال وو.

میر لیاقت لهړي ډان اخبار ته ويلي، "هو، یو وسله وال ګروپ زمونږ موټران درولي وو او زموږ له ساتونکو یې د وسلو سپارلو غوښتنه وکړه، ساتونکو مزاحمت وښود، خو ما د ځاني زیان څخه د بچ کیدو په خاطر تاوان خپلو ساتنکو ته وویل، پرته له سوال جوابه وسلې وسپارئ، ځکه چې هلته ګڼ شمېر خلک له اجتماع څخه را روان وو".

د بلوچستان حکومت له خلکو غوښتي چې د سفر پر مهال احتیاط وکړي، ځکه چې د نا امنۍ پېښې پر زیاتیدو دي.

څو ورځې وړ‎اندې د بلوچستان وزیر اعلا میر سرفراز بګټي ویلي وو وسلوال دومرہ قوت نه لري چې د صوبې لوې لارې څو څو ساعتونو پورې وتړ‎ي.

چارواکو دعوه کړ‎ې په سیمه کې د امنیت د خوندي ساتلو چارې یې زیاتې کړ‎ې ترڅو د ورته بریدونو مخنیوی وشي.

خو په بلوچستان کې په دې وروستیو کې د وسلوالو ډلو له لوري لویو لارو د بندولو او په ځینو پېښو د خلکو د وژنې دعوې هم زیاتې شوي دي.

چې د زیاترو زمه واري بلوڅ بیلتون خوښو ناقانونه ګرځول شوې ډلې بي ایل اې منلي دي.

وایس آف امریکا اردو ته چاراکو ویلي، "د امنیتي ځواکونو او دوه وسله والو ډلو ترمینځ د یو ساعت اوږده نښته شوې، چې په نتیجه کې یې د وسلوالو له ډلې څخه درې وسله وال وژل شوي ، او د کوټې سبی لویه لار بېرته د ګاډو د تګ راتګ لپاره خلاصه کړ‎ل شوې ده".

د وژل شوو په اړه نور تفصیل ندی ورکول شوی.

چارواکو دعوه کړ‎ې، امنیتي ځواکونو له وسلوالو هغه مسافر هم په خوندي ډول خوشي کړل چې د پیر غایب او آب ګوم ترمینځ وسله والو یرغمال کړي وو.

د کچهي ضلعې پولیس چارواکو رسنیو ته ویلي، "د جګړې له سیمې یو مړی او څلور ټپیان د مچ و سېول روغتون ته وړ‎ل شوي دي، د وژل شوی کس نوم نبي داد ، او ټپیان صفي الله، امان الله، غلام رسول، او امین الله په نومونو شوی چې دا ټول لارویان دي".

چارواکو ویلي، د عملیاتو په نتیجه کې وسله وال غرونو ته تښتیدلي، او ځواکونو د هغوی د موندنې هڅې روانې ساتلي دي.

د ځایي سرچینو لمخه او پر سوشل میډیا خپرو شوو ویډیوز کې ویل شوي، وسله والو د پیر غایب او ګرین هوټل سیمو کې لویې لارې بندې کړ‎ې او تر څو ساعتونو پورې هلته لیدل کېده.

دا لارہ په داسې وخت کې بندہ کړ‎ل شوې چې په سبي سیمه کې له درې ورځنۍ تبلیغي اجتماع څخه بېرته په لوی شمېر کې خلک را روان وو.

وسله والو د مسافرو او د هغوی د موټرانو تلاشي کړ‎ې، چې په ځینې ویډیوز کې لیدل کېږ‎ي.

خو د دې ویډیوز ازادو سرچینو تصدیق یا تردید نه دی کړ‎ی.

د پېښو له زیاتیدو سره عام خلکو او مسافرو پر لویو لارو سفر کول کم کړ‎ی.