وزیراعظم عباسي د بلوچستان د وزیراعلی په ژغورلو کې ناکامه ښکاري

د بلوچستان اعلا وزیر ثنا الله زهري

د پاکستان وزیراعظم په بلوچستان کې د پیدا شوي سیاسي بحران د حل په مقصد کوټې ته تللی، خو د اپوزیشن ګوندونو مشرانو او د مسلم لیګ (ن) ډلې مرورو کسانو ورسره له لیدو ډډه کړې ده.

وزیراعظم دا سفر په داسې وخت کې کړی، چې سبا په بلوچستان اسمبلۍ کې د وزیراعلی په ضد د بې باورۍ رایې کېدونکې دي.

په بلوچستان اسمبلۍ کې د روانې میاشتې په ۲مه نېټه د وزیراعلی ثناؤالله زیهري په ضد د بې باورۍ تحریک پیل شو، چې په پیل کې یې د واکمنو ګوندونو د غړو په شمول د اپوزیشن ګوندونو ۱۴ غړو ملاتړ وکړ او وروسته نور هم ورسره ملګري شول.

وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د خپل ګوند د مشر نوازشریف په امر د سوموار په ورځ کوټې ته تللی او غوښتل یې چې هلته یوه غونډه را وبولي، خو دې غونډې ته د اپوزیشن ګوندونو د مشرانو په شمول د مسلم لیګ (ن) ګوند هغو کسانو هم له ورتګه انکار کړی، چې د بې باورۍ د تحریک ملګري دي

په بلوچستان اسمبلۍ کې د جمعیت علمای اسلام ګوند پارلماني مشر وار له مخه لا له رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو، چې ګوند به یې د وزیراعلی په ضد د بې باورۍ تحریک پرېنږدي، ځکه یې له وزیراعظم سره ونه لیدل. مولانا واسع وایي، دا به ورته ګرانه وي چې په یوه وخت دوې لارې خپلې کړي:

"موږ پرېکړه کړې ده چې له وزیراعظم سره لیدل نه غواړو او نه ورسره په غونډه کې ګډون کوو، ځکه زه او زموږ د ګوند ملګري په یوه وخت په دوو کښتیو کې نه شو سپرېدای"

هیله کېده چې وزیراعظم عباسي به په بلوچستان کې د مسلم لیګ (ن) ګوند د هغو غړو ګیلې واوري، چې د وزیراعلی په ضد د بې باورۍ د تحریک ملګري شوي دي، خو هغوی هم له وزیراعظم سره له لیدو ډډه وکړه او دا یې خپل جمهوري حق وباله.

د صوبې د کورنیو چارو مستعفي وزیر میر سرفراز بګټی- چې له مسلم لیګ (ن) ګوند سره تړاو لري او د وزیراعلی په ضد بې باورۍ د تحریک د سر په کسانو کې دی- وایي، دوی هیڅ داسې کار نه دی کړی، چې د جمهوریت خلاف وګڼل شي:

"موږ نور له خپلې پرېکړې نه شو پر شا کېدای، زه له وزیراعظم صاحب [شاهد خاقان عباسي] سره ښې اړیکې لرم، خو له هغه سره نه لیدل زموږ سیاسي پرېکړه ده"

خو وزیراعلی ثناؤالله زیهري چې په ضد به یې سبا د سوموار په ورځ په اسمبلۍ کې د بې باورۍ رایې اچول کېږي ویلي، چې د بې باورۍ پیل شوي تحریک تر شا د هغو کسانو لاس دی، چې د جمهوریت خلاف دي.

د بلوچستان اسمبلۍ د غړو شمېر ۶۵ دی، چې په حکومت کې شامل ګوندونه مسلم لیګ (ن) پکې ۲۱، پښتونخوا ملي عوامي ګوند ۱۴، نېشنل ګوند ۱۱ او مسلم لیګ (ق) ګوند ۵ غړي لري او د بې باورۍ د تحریک د کامیابۍ لپاره ۳۳ رایو ته اړتیا ده. د بې باورۍ د تحریک پیلوونکي ادعا کوي، چې تر ۳۳ د زیاتو کسانو ملاتړ ورسره دی.

سیاسي څېړونکي وایي په بلوچستان اسمبلۍ کې د بې باورۍ د تحریک اصل مقصد د سېنټ راتلونکو انتخاباتو ته رسه کشي ده، چې وایي هدف یې په سېنټ کې د مسلم لیګ (ن) ګوند کمزوري کول دي. که د بې باورۍ تحریک د وزیراعلی په نااهله کولو بریالی شي، نو ګرانه به وي چې مسلم لیګ (ن) د سېنټ په راتلونکو انتخاباتو کې له بلوچستان صوبې زیاتې څوکۍ تر لاسه کړي.