پاکستان باېد په سرکاري توګه په کال ۱۹۷۱ کې د بنګله دېش د خلکو ټول وژنه ومني: عبدالمومن

د بنګله دېش خارجه وزیر عبدالمومن ویلي دي چې که پاکستان غواړي بنګله دېش سره یې اړیکې ښه شي نو باېد دوي په سرکاري توګه په کال ۱۹۷۱ کې د بنګله دېش د خلکو نسل کشي یا ټول وژنه ومني.

دا خبرې د بنګله دېشي خارجه وزیر د چېنل ۲۴ په نوم یو ټي وي ته د مرکې په وخت کړي دي.

انډیا ټو ډی نومې ورځپاڼې لیکلي دي چې د ټي وي ۲۴ په پروګرام کې چې کله د خارجه وزیر عبدالمومن نه پوښتنه وشوه چې د پاکستان وزیر اعظم عمران خان او د بنګله دېش وزیر اعظمې شېخ حسینه واجد ترمنځه ټیلي فون رابطه کې څه خبرې شوي نو هغه وویل دا دمعمول رابطه وه خو پاکستان کې دې خبرې له په غېر ضروري توګه هوا ورکړی شوې ده.

د پاکستان انګریزي ورځپاڼې ډان تېره اوونۍ یو رپورټ کې ویلي وو چې د پاکستان او بنګله دېش وزیر اعظمانو په اول ځل په ټیلي فون خبرو اترو کې د دواړه خیزه تعلقاتو او اولسي رابطو په اهمیت خپل مېنځي خبرې کړي دي. او دې خبرو کې اهمې پرمختیاوې شوي دي.

ډان ورځپاڼه لیکي چې د اوږدې مودې راهیسې د خرابو اړیکو سره مخ د سویلي اېشیا ددې دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځه دا تازه ټیلي فوني رابطه په ډهاکه کې د پاکستان د هايي کمشنر عمران صدیقي د هڅو په نتیجه کې شوې ده.

ډان وايي چې صدیقي د روان کال فرورۍ په میاشت په بنګله دېش کې هايي کمشنر ټاکلی شوی دی.

عمران صدیقي ویلي دي چې دوي د پاکستان هايي کمشنر ته ویلي دي چې د بنګله دېش په اولس کې تراوسه د کال ۱۹۷۱ د پېښو جور درد موجود دی او یواځې په هغه صورت کې ددواړو هېوادونو اړیکې په وړاندې تلی شي چې پاکستان په سرکاري توګه د بنګالیانو نسل کشي ومني.

په کال ۲۰۰۹ کې په دویم ځل د وزیراعظمې جوړېدو وروسته حسینه واجد د کال ۱۹۷۱ د جنګي جرمونو مقدمې پېل کړې وې چې په نتیجه کې د پاکستان او بنګله دېش اړیکې بیا ترینګلی شوې وې.

پاکستان دریز لري چې په کال ۱۹۷۴کې د درې اړخیزه هېوادونو د جنګي قېدیانو د تبادلې په اړه شوې لوظنامه کې د کال ۱۹۷۱ د ترخو حالاتو د هېرولو خبره شوې وه باېد ددغې لوظنامې خیال وساتلی شي.