ورلډ بېنک: په نړیواله کچه د یو بېلین نه زیات خلک موسمي بدلون د خطراتو سره مخامخ کړي دي

ماهرین وايي په کال ۲۰۲۲ کې په پاکستان کې درانه سېلابونه هم د موسمي بدلون نتیجه وه. په دغه سېلابونو کې په لکونو خلک بې کوره شوي وو، زرعۍ ځمکو او فصلونو ته نقصان رسېدلی و او تر ۱۷۷۳  پورې تنان په کې مړه شوي وو

ورلډ بېنک ویلي په نړیواله کچه یو اشاریه دوه بېلین خلک د موسمي بدلون اثراتو د خطراتو سره مخامخ کړي او د ټولو نه غریب ملکونه په دې لړ کې د انتهايي سختو مشکلاتو سره مخامخ دي.

ورلډ بېنک د زیارت، پنجشنبې، په ورځ شایع شوي په نوي رپورټ کې وویل د موسمي بدلون په سبب پېدا کېدونکو مشکلاتو کې د سختې ګرمۍ څپې، سېلابونه، طوفاتونه او د اوچکالۍ په شان حالات شامل دي.

بېنک وویل اقتصادي ترقۍ د دوې ورکولو دلارې د هغه خلکو شمېره کمېدلی شي چې د موسمي بدلون نه په منفي ډول متاثر شوي دي.

د ورلډ بېنک مېنېجېنګ ډریکټر اېکسل وان ټروټسنبرګ په یو بیان کې وویل حقیقت دا دی چې موسمي بدلون هر ملک ځپلی شي خو د دنیا د غریب ترینو ملکونو دپاره دا مشکل د ټولو نه زیات سنګین دی.

د موسمي بدلون په اړه د ورلډ بېنک د رپورټ د مصنفانو اندازه ده چې اقتصادي ترقۍ ته د ودې ورکولو په نتیجه کې د موسمي بدلون نه په منفي ډول د متاثره کسانو شمېره قریباً تر ۱۰۰ مېلین پورې کمېدلی شی.

د رپورټ د لیکوالانو ترمخه که اقتصادي ترقي د موسمي بدلون په ضد مزاحمت په پېدا کولو کې اهمیت لري خو په دې مشکل قابو موندلو دپاره دا ګام کافي نه دی.

وان ټروټسنبرګ وویل موسمي بدلون دپاره خلک د تیارولو په لړ کې ورلډ بېنک د خوراک، زراعت، اوبو، د بنیادي سهولتونو، سماجي مرستې، غربت د ختمولو او د کار روزګار په برخو کې خپل کوښښونه دوچنده زیات کړي دي.

پاکستان هم د نرۍ په هغه ملکونو کې شامل ګڼل کېږي چې د موسمي بدلون د خطراتو سره مخامخ دي. ماهرین وايي په کال ۲۰۲۲ کې په پاکستان کې درانه سېلابونه هم د موسمي بدلون نتیجه وه. په دغه سېلابونو کې په لکونو خلک بې کوره شوي وو، زرعۍ ځمکو او فصلونو ته نقصان رسېدلی و او تر ۱۷۷۳ پورې تنان په کې مړه شوي وو.