وفاقي وزي‏ر بزنجو: د پي ټي ایم لاره بندول او په غوښتنو یې خفگان ښودل بې انصافي ده

د پاکستان د سمندري چارو وفاقي وزير ميرحاصل بزنجو ويلي دي چې د پښتون تحفظ تحریک دمشرانو لاره نیول او دهغويي څخه خفگان بې انصافي ده.

ښاغلي بزنجو وي او ای ډیوه ته په یوه مرکه کې وویل چې د پي ټي ایم ټولې غوښتنې سمې او "د پاکستان د ائین په چوکاټ کې دي"

ښاغلي بزنجو وویل چې منظور پښتين د بې درکه خلقو عدالت ته د وړاندې کولو غوښتنه جایز ده "د بې درکو خلقو مسله په بلوچستان کې هم ده"

Your browser doesn’t support HTML5

د پي ټي ایم لاره بندول او ورباندې خفگان ښودل بې انصافي ده. بزنجو

ښاغلي بزنجو دا خبرې په داسې حال کې وکړې چې د پاکستان د پنجاب صوبې په لاهور ښار کې د پي ټي ایم مشران د جلسې په کولو کې د یو شمېر چیلنجونو سره مخ شول.

په لاهور کې وړومبی حکومت د جلسې د اجازت څخ انکار وکړو او بیا یې د پي ټی ایم مهم مشران ونیول. د لاهور ښار څهه خبریالان وايي د جلسې په مقام موچي دروازې نن سحر د سخا اوبو نالۍ هم ورخلاصه کړې شوې وه.

د پی ټي ایم مشران د پاکستان په بیلو بیلو ښارونو کې جلسې کوي. د نړيوالو مطبوعاتو تر مخه د پي ټي ایم تحریک د یو زرگونو بې وزلو غږ جوړ شوی دی.

د پي ټی ایم یو مهم مشر محسن داوړ وي او ډیوه ته ويلي دي چې د جلسو دا لړۍ به تر هغې روانه وي تر څو چې د دويي ټولې غوښتنې منل شوي نه وي.

Your browser doesn’t support HTML5

د پي ټي اېم جلسې به روانې وي: محسن داوړ

د پي ټی ایم په یو شمېر غوښتنو کې یوه دا هم ده چې د پاکستان ادارو په زوره ٨٠٠٠خلق بې درکه کړي دي. دغه بې درکه کړې شوي کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړې شي.

د پي ټي ایم په غونډو او غوښتنو په پاکستان کې ځيني خلق د پاکستان سره د دښمنۍ گمان کوي.

تېره اونۍ د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه ويلي وو چې په فاټا کې امن راغی نو وس یو بل تحریک شورو شو.هغه ويلي وو "پلان شوي یا د چا په لمسه جوړ شوي احتجاجونه نه منو"

جنرل باجوه د احتجاجونو د تحریک نوم نه وو اخیستی، خو پاکستاني رسنۍ وایي، اشاره یې پښتون ژغورنې غورځنگ ته وه.