په اباسین کې ډوب شوي مړي اولس په خپله لټوي، د حکومتي امدادي ډلو سره اوزار نه وو، بیرته لاړل : ایم این ای عباد

چارواکي وايي اولس په اباسین کې ډوب شوي خپل مړي په خپله لټوي. د امدادي ډلو سره اوزار نه وو، هغويي نن بیرته لاړل. په دریمه جولاي په اباسین کې د ډوبې شوې کښتۍ 24 مړي لا بې درکه دي.

وي او ای ډیوه ته د شانگلې نه د قامي اسمبلۍ غړي ډاکټر عباد الله خان د ټلیفونه په لیکه وویل چې حکومت په امدادي کارونو کې ډېره غیر سنجیدگي ښايي.

ډاکټر عباد وویل کومې امدادي ډلې چې سېمې ته مدد له ورغلې وې د هغويي سره هيڅ اوازر نه وو:

"کومې ډلې چې راغلې وې د هغويي سره رسۍ هم نه وه"

هغه وویل د ډلو سره اوزار نه وو او نن یې د لټون عملیات بند کړل.

د هري پور ضلعې د مرستیال کمشنر معاون اظهر مغل وي او ای ډيوه ته دوه ورځې د مخه ویلي وو د اوبو زور سېوا دی او دوېم دا چې اوبه خړي دي ځکه امدادي ټيمونه د ستونزو سره مخ دي. هغه ويلي وو د تربېله ډېم د پوځ ځانگړی ځواک (اېس اېس جي) او 1122 په امدادی کارونو کې برخه اخلي او د ډوبو شوؤ کسانو د مالومولو دپاره عمليات کوي.

د ډاکټر عباد تر مخه په دریمه جولايي ډوبه شوې کښتۍ راوښکل په وړومبۍ ورځ اسان وو. د هغه تر مخه کښتۍ په یوه فِټ اوبو کې ډوبه وه خو کومې ډلې چې ورغلې وې خو هغويي سره داسې څه نه وو چې کښتۍ رابهر کړي، دهغه په خیال اوبه اوس ډېر ختلي دي او کښتۍ لس فټونه لاندې تلی ده.

د ځاي خلقو خیال دی چې کیدی شي مړي د کښتۍ لاندې گیر وي.

ډاکټر عباد وویل په سیمه کې ډېره گرمي ده او کوم خلق چې په خپله امدادي کارونه کوي اوبو او خوراک ته اړتیا لري.

په 24 کسانو کې 8 د تور غر د8 هري پور او 8 د شانگلې دي.

په کښتۍ کې ټول 47 کسان سواره وو او د جولاي په 3 مه نیټه ډوبه شوې وه. د ناکوا یا کښتيبان په گډون 19 کسان په هغه پېښه کې ژوندي پاتې شوي وو. خو ډاکټر عباد وايي د مړو شمېره شاید ډېره وي ځکه چې کښتۍ ته د یو شمېر سیمو نه خلق ورخېژي او ناکوا ترې کرایه په اخره کې اخلي نو د هغه سره هم سمه شمېره نشته دی.

تر اوسه د 4 کسانو مړي موندل شوي دي.

دا کښتۍ چې په اباسين کې ډوبه شوې د شانگلې نه هري پور ضلعې پله روانه ده او د چارواکو په وېنا په دې کښتۍ کې زياتره د شانگې او تورغر ضلعې سره تعلق لرونکي کسان سواره وو.

تېره ورځ د شانگلې ناظم نیازاحمد وي او ای ډیوه ته وویلي وو چې په اینده کې د دا قسمه حادثو نه بچ کیدلو د پاره قوانين جوړوي چې په اوبو کې د سفر په وخت احتیاتي تدابير وکړی شي او د کښتیو تکنيکي څار هم وشي.

د شانگلې نه د قامي اسمبلۍ د غړي ډاکټر عباد سره د رحمان بونيري مرکه په لانديني لینک اوریدی شئ

Your browser doesn’t support HTML5

په اباسین کې ډوب شوي مړي اولس په خپله لټوي، د حکومتي امدادي ډلو سره اوزار نه وو، بیرته لاړل: ډاکټر عباد