11 ورځې وشوې په اباسین کې ډوب شوي 18 مړي لا نه دي موندل شوي

په اباسین کې په دریمه جولايي لاهو شوې کښتۍ کې ډوب شوي 18 مړي لا په یولسمه ورځ هم نه دي موندل شوي.

وي او ای ډیوه ته د خېبر پښتونخوا په بیړڼي حالاتو کې د ژوند د ژغورلو ادارې 1122 ویاند بلال فیضي وویل چې امدادي ډلې وس هم مړي لټوي خو د موسم او سیلابونو د لاسه د مړو په لټون کې مشکلات دي.

1122 اداره د بې درکو مړو شمېره 18 ښايي خو د علاقې نه د قامي اسمبلۍ غړی ډاکټر عباد دا شمېره 24 ښايي. د هغه په خیال په 24 کسانو کې 8 د تور غر 8 د هري پور او 8 د شانگلې دي.

ډاکټر عباد دا هم وايي چې د حکومت د کمزورو بیړنیو کوښښونو د لاسه د ډوبې کښتۍ مړي لا نه دي موندل شوي.

ډاکټر عباد وویل کومې امدادي ډلې چې سېمې ته مدد له ورغلې وې د هغويي سره په سر کې هډو اوازر نه وو، هغه وویل:

"کومې ډلې چې راغلې وې د هغويي سره رسۍ هم نه وه"

خو بلال فیضي دا تورونه ردوي او وايي د ادارې سره یې د نړیوال معیار اوزار او تربیت یافته عمله ده. هغه وویل چې دويي سره د لټون په عملیاتو کې فوځي کمک هم وو. هغه وویل چې تر څو ټول مړي موندل شوي نه وي امدادي کارونه به روان وي.

د ډاکټر عباد تر مخه په دریمه جولايي ډوبه شوې کښتۍ راوښکل په وړومبۍ ورځ اسان وو. د هغه تر مخه کښتۍ په یوه فِټ اوبو کې ډوبه وه خو کومې ډلې چې ورغلې وې خو هغويي سره داسې څه نه وو چې کښتۍ رابهر کړي، دهغه په خیال اوبه اوس ډېر ختلي دي او کښتۍ لس فټونه لاندې تلی ده. هغه وايي:

"پوره حکومت د ډیم نه مړي څنگ نه شي راوښکلی د حیرانیدلو خبره ده"

د ځاي خلقو خیال دی چې کیدی شي مړي د کښتۍ لاندې گیر وي.

د شانگلې د ناظم نیاز احمد خان تر مخه په کښتۍ کې ټول 47 کسان سواره وو او د جولاي په 3 مه نیټه ډوبه شوې وه. د ناکوا یا کښتيبان په گډون 19 کسان په هغه پېښه کې ژوندي پاتې شوي وو. خو ډاکټر عباد وايي د مړو شمېره شاید ډېره وي ځکه چې کښتۍ ته د یو شمېر سیمو نه خلق ورخېژي او ناکوا ترې کرایه په اخره کې اخلي نو د هغه سره هم سمه شمېره نشته دی.

تر اوسه د 4 کسانو مړي موندل شوي دي.

دا کښتۍ چې په اباسين کې ډوبه شوې د شانگلې نه هري پور ضلعې پله روانه ده او د چارواکو په وېنا په دې کښتۍ کې زياتره د شانگې او تورغر ضلعې سره تعلق لرونکي کسان سواره وو.

د شانگلې ناظم نیازاحمد وي او ای ډیوه ته وویلي وو چې په اینده کې د دا قسمه حادثو نه بچ کیدلو د پاره قوانين جوړوي چې په اوبو کې د سفر په وخت احتیاتي تدابير وکړی شي او د کښتیو تکنيکي څار هم وشي.

د شانگلې نه د قامي اسمبلۍ د غړي ډاکټر عباد او ادارې 1122 د ویاند بلال فیضي سره د رحمان بونيري مرکه په لانديني لینک اوریدی شئ

Your browser doesn’t support HTML5

11 ورځې وشوې په اباسین کې ډوب شوي 18 مړي لا نه دي موندل شوي