د بودا د مجسمو ماتولو په شا کومه مفکوره ده ؟

د لرغونو اثارو پوهان وايي د ګندهارا تهذيب په غېږ تخت بهاي [بهي] کې د امن د څېرې مهاتما بودا د مجسمې د ماتولو تازه پېښه ښيي چې ځايي خلک د يوې منظمې مفکورې تر سوري لاندې د خپل تارېخي اثارو نه بې خبره پاتې شوې دي.

لرغون پوها استاد پرويش شاهين وي او ای ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته وايي د ګندهارا لرغونې شتمنۍ د پښتونخوا د مذهبي سيلګرۍ او مذهبي زغم لوی نښې نښانې دي خو د هغه په وينا د چا چې خپل تاريخ او تهذيب نشته نو د دې په ورانولو پښتون د تهذيبي سيالۍ نه اوباسي او ځکه ورته دغه خپل تاريخ او تهذيب دښمن جوړوي.

په سيمه کې د مذهبي کرکې او د دې په وجوهاتو يو بل د لرغونو اثارو ماهر ‌‌‌‌‌‌ډاکټر رفيع الله خان وي او ای ډيوه ته وويل هند ته د انګرېز د راتلو پورې د سومنات مندر او د محمود غزنوي د بت شکنۍ قيصې د ځايي خلکو په مذهبي او تاريخي حافظه کې نه ثبوتونه لريي او نه موندل کيږي خو د هند په يوه لويه برخه کې محمود غزنوي او بت شکني لازم وملزوم ګرځېدلې دي او د دې مفکورې يوه منظمه روزنه شوې ده.

‌‌‌‌‌‌ډاکټر رفيع الله خان وايي په هند کې د هندوتوه اکثريت طاقت غوښتونکو او په پاکستان کې د رياستي مذهبي غلبې بيانيه هلته د بابري مسجد او دلته د سوات په جان اباد کې د ناست بودا او يا په تخت بهۍ کې د موندل شوې مجسمې د ماتولو په شان د پېښو سوب ګرځي. هغه زياتوي چې د دواړو د مذهبي تندلارۍ او خپلمنځي دښمنۍ زور تر افغانستانه رسېدلی. د دغې کرکې مثال هغه د پاکستان پلوه افغان طالبانو په وخت په کال 2001 کې په باميانو کې د مهاتما بودا د تاريخي مجسمو په په بارودو د الوزولو ورکړو.

‌‌‌‌‌‌ډاکټر خان وايي د محمود غزنوي او سومنات قيصه د انګرېز په افغانستان د قبضې د وخت نه رابرڅېره شوې ده کله چې وړومبی اينګلو افغان جنګ په کال 1839-42 کې وشو او د انګرېزانو په مټ شاه شجاع د کابل واک واخستلو.

د ‌‌‌‌تاريخي حوالو تر مخه چې کله امير دوست محمد خان د انګرېز کېنولي امير شاه شجاع نه واک بيرته واخست او انګرېز پوځ د افغانستان نه په 1842 کې وتلو نو د برطانوي هند د هغه وخت ګورنر جنرل لار‌‌‌‌‌‌ډ ايلېن بورو په افغانستان کې د برطانوي پوځ مشر جنرل ناټ ته حکم وکړو چې په راتلو کې د غزني نه هغه دروازې چې د غزنوي په مزار لګېدلي دي بيرته هند ته راوړي ځکه چې ده اورېدلي دي دا محمود غزنوي د سومنات د مندر نه غزني ته وړي دي.

‌‌‌‌‌‌ډاکټر رفيع الله خان وايي دا هغه نقطه ده چې تاريخ پوهان او سياست پوهان ګڼي په هند کې د هندو او مسلمان په منځ کې د مذهبي کرکې بنياد ګرځي چې د هغه په وينا هيڅ تاريخي ثبوت نه لري بلکې د وخت نقادانو د ګورنر جنرل لار‌‌‌‌‌‌ډ ايلېن بورو دعوه د نورو دليلونو سره سره په دې هم رد کړې ده چې د يادو دروازو ارکېټيکچر يا جوړخت هم هندي نه بلکې افغان او منځنۍ ايشيا ته ورته منلی دی.

بت شکني او يا د مخالف د توان نخښې نښانې ورانول د قابض قوتونو په بل د راج کولو نفسياتي حربې وي او د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر رفيع الله خان وايي:

''داسې په عيسايت کې هم شوي او د بابري مسجد قيصه يې هم يوه بېلګه ده که هر څو هم د دې هيڅ قوي ثبوتونه نشته چې د بابري جماعت په ځای د دې نه وړاندې رام مندر و.''

‌‌‌‌‌‌ډاکټر رفيغ الله خان د باميان بودا او د سوات د جان اباد بودا ماتول د طالب روزنې د مفکورې سره تړي او وايي د باميان بودا د طالبانو چارواکو په وينا په انتقام کې الوزول شوی دی چې دا دواړه غميزې د طالبانو د واک په وخت کې شوي که هغه سوات و او که افغانستان.

‌‌‌‌‌‌ډاکټر خان وايي د باميان د بودا د الوزولو وروستو په پلټنو کې دا مخې ته راغلي چې ځيني پاکستاني او عرب ايکټرز په دې کې لاس لرلو ګني د ملا عمر او نورو طالبانو مشرانو د لويس ‌‌‌‌‌‌ډوپري او د هغه مېرمن نينسي ‌‌‌‌‌‌ډوپري ته اطمنان ورکړی و چې لرغوني اثار د افغانستان ملي شتمني ده او خوندي به يې ساتي.

ارواښادو لويس او نينسي ‌‌‌‌‌‌ډوپري چې د افغانستان په نيا هم مشهوره وه تر مرګه پورې د افغانستان په لرغونو اثارو او نورو تهذيبي شتمنو کار او ‌‌‌‌‌‌ډېر ليک کړی. د لويس ‌‌‌‌‌‌ډوپري کتاب افغانستان ‌‌‌‌‌‌ډېر شهرت هم لري.

د ګندهارا تهذيب د تاريخ په اړه رفيع الله خان وويل د دې تهذيب ځانګړتيا د دې ارټ يا هنر دی چې کله هم ورته د يو خاص نسل تهذيب ځکه نه شي ويلی چې ځينې تاريخ پوهان دې هنر ته د يوناني تهذيب هنر او بودايي تهذيب د فلسفې شريک انځور وايي خو په دې کې کېدلی شي د نورو سره سره د هندو مت هم څه ‌‌‌‌‌‌ډېر څه شريک وي ځکه په لويه ګندهارا يا د محايانه بدمت په اثارو کې د هندو ديوتاګانو مجسمې هم موندل کيږي.

يو بل د لرغونو اثارو کارپوه استاد پرويش شاهين صيب د ګندهارا تهذيب په اړه وايي چې د پښتون د خاورې نه اوځې نو بيا د ګندهارا تهذيب څرک په غير پښتنه خاوره نه ليدل کيږي.

ښاغلی شاهين د طالباني مفکورې او رياستي پاليسۍ په اړه وايي کله چې يو تهذيب د بل تهذيب نه واک اخلي او حکمراني پرې کوي نو دوه څيزونه د محکوم قام نه اخلي چې يوه يې ژبه ده او بل يې ټولنيز کلتور او ژوند ژواک دی.

پرويش شاهين وايي د پښتنو په تهذيب د ‌‌‌‌‌‌ډېرو خواو نه حملې روانې دي يوه خوا په هغه خاوره کې د مذهب په نوم بد امني جوړه کړل شوې چرته چې تهذيبونه او مذهبونه تر پېړيو يو ځای په امن پاتې شوي او بل خوا يې د تهذيب نخښې نښانې د مذهبي کرکې سيمبولونه ګرځي چې تازه مثال يې په تخت بهۍ کې د بودا د خوب ناوياته مجسمه ماتول دي.