په قلم د سرطان د ناروغۍ پېژندنه (تشخیص)

د انسان له بدن سره ددې قلم په یوځل لګېدو سره د سرطان ناروغۍ په څو شېبو کې پیژندل کیږي.

ددغه قلم جوړونکی اېډېن زېډیواش وايي: "دا یو ستر بدلون دی ځکه تېره ورځ مې له یو ډاکټر سره کار کاوه. مونږ دواړو دوه ساعته انتظار وکړ ځکه د سرطان پېژندنې اوسنۍ لارې چارې همدومره اوږد وخت نیسي. "

اېډېن زېډیواش د طب پوهنځي زده کونکی او د ماس سپېک په نامه ددغه نوي قلم مرستیال جوړونکی دی.

دی وايي، له دې قلم سره اوس یواځې په شلو ثانیو کې د سرطان یا کنسر د ناروغۍ پایلې څرګندې او دغه ناروغۍ پېژندل کیږي او په دې کې ناروغ ته هومره زیان نه رسېږي څومره چې په پخوانیو کې به ورته رسېده.

"په پخوانیو طریقو کې به د سرطان د ناروغۍ د پېژندلو لپاره د یو ناروغ له بدن څخه یو ټوټه غوښه د معاینې لپاره اخیستل کېده خو زمونږ ټکنالوژي یې بې له هغې پېژني. "

په دې قلم باندې یو څاڅکی اوبه اچول کیږي او بیا په مشکوک ځای باندې اېښودل کیږي.

جراح ډاکټر ته ددې قلم په واسطه ډېر ژر په اسانۍ دا جوتیږي چې د بدن د غړي کومه برخه سرطان نیولې او کومه روغه ده او له همدې لارې بیا پرېکړه کوي چې ناروغه برخه پرې او روغې برخې ته کوم ضرر و نه رسېږي.

اېډېن زېډیواش وايي: "مونږ دغه ازموینې د انسان د بدن په غړو باندې ترسره کړې او پایلې یې ۹۶ فیصده سمې وې. "

ددغه قلم د جوړېدو چارې په دوه نیمو کالو کې بشپړې شوې.

ددې قلم جوړونکی وايي، په یو کال کې به له دې قلم څخه په عملي ډګر کې کار واخیستل شي چې پيل به یې د ټکساس پوهنتون له طبي مرکز او په هیوسټن کې د انډړسن په نامه د سرطان له یوه مرکز څخه وي.