چمن: د امنیتي ځواکونو په ګاډو چاودنه کې درې کسان ژوبل شوي

فایل عکس.

د افغانستان سره په پوله پروت د بلوچستان صوبې چمن ښار کې د امنیتي ځواکونو (ایف سي) په ګاډي چاودنه شوې چې پکې د چارواکو په وینا درې کسان ژوبل شوي دي.

د بلوچستان د پولیسو د مشر د دفتر نه د خپور شوي بیان له مخې دا چاودنه د جمعې په ورځ د چمن سیمې په ریلوې روډ شوې چې پکې د پوځي قلعې نه د ایف سي قلعې ته تلونکي ټرکونه په نخښه کړل شوي.

د پولیسو له مخې چاودېدونکي مواد په یو موټر کې ځای پر ځای کړل شوي وؤ.

د بلوچستان د پولیسو د مشر یا آي جي د مطبوعاتو د دفتر سیکرټرې رابعه طارق ویلي چې په پېښه کې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی خو درې عام وګړي پکې ژوبل شوي دي.

هغې ویلي چې په ژوبل شوؤ کې هم دوه کسان سرسري ژوبل ؤ چې د ملهم پټۍ نه ورسته له روغتونه کور ته لېږل شوي اؤ یو تن په هسپتال کې دی.

تر پېښې وروسته امنیتي ځواکونو د پېښې سیمه پخپله ولکه کې اخستې اؤ پلټنې یې پېل کړې دي.

د بلوچستان حکومت ددې چاودنې غندنه کړې او ویلي یې دي چې د امن د دښمنانو ناوړه هڅې به شنډوي.

د بلوچستان حکومت ویاند شاهد رند پخپل یو بیان کې ویلي چې د چاودنه یوه بزدلانه کارروایي وه اؤ د بلوچستان حکومت د خپل ولس تحفظ ته ژمن دی.

تر دې پېښې دوه ورځې وړاندې د بلوچستان د خضدار ښار سره نږدې په زهري بازار کلي کې وسله والو په ډله ییز بريد کې د ليویز یوه تاڼه، د نادرا دفتر او یو غېر حکومتي بانک سوځولی ؤ.

همدا راز د جنورۍ په څلورمه نېته د بلوچستان کیچ ضلعه کې د کراچۍ نه تربت ته د روان بس ترڅنګ بمي چاودنه شوې وه چې پکې شپږ کسان وژل شوي اؤ تر ۵۰ؤ زیات نور ژوبل شوي وؤ.

د دغه چاودنې ذمه واري بیلتون خوښې بلوڅ وسله والې ډلې بلوچ لبریشن ارمي پغاړه اخستې وه.

د بلوچستان د کورنیو چارو د محکمې لخوا مخې ته د راغلو شمیرو له مخې بلوچستان کې په تېر کال۲۰۲۴م کال کې د نا امنيو په پېښو کې ۲۹۵ کسان وژل شوي چې په دوي کې یو ۱۲۵ عسکر شامل دي.