چیمپینز ټرافي: جنوبي افریقې افغانستان ته په 107 منډو ماتې ورکړه

د انټرنېشنل کرکټ کونسل (آئي سي سي) چیمپینز ټرافۍ د ګروپ "بي" په لومړۍ سیالۍ کې جنوبي افریقې افغانستان ته د 107 منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د کراچۍ نیشنل بینک کرکټ سټېډیم کې د جمعې په ورځ د چیمپینز ټرافۍ دریمه سیالي وشوه، چې پکې جنوبي افریقا د ټاس ګټلو وروسته د لومړي بیټنګ کولو پرېکړه وکړه، چې سمه ثابت شوه.

په دې سیالۍ کې د ریان رکیلټن د زړه پورې سلیزې، د ټیمبا باوما، راسي وین ډیر ډوسن او ایډن مارکرم نیمه سلیزو په مرسته، جنوبي افریقا 315 منډې جوړې کړې.

افغانستان د 316 منډو هدف ترلاسه نه شو کړای او د 44م اوور په پای کې یې ټوله لوبډله په 208 منډو وسوځېده.

د جنوبي افریقا ریان رکیلټن د لوبې غوره لوبغاړی وګرځول شو.

د افغانستان بېټسمینان یا توپ وهونکي له لومړي سره د هدف په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ شول. دوی خپل لومړی ویکټ په 16 منډو له لاسه ورکړ، کله چې رحمان الله ګربز 10 منډې جوړې کړې او وسوځېد.

پروټیز د غوره باولنګ لړۍ دوامداره وساتله او په 23م اوور کې یې د افغانستان 5 لوبغاړي په 89 منډو وسوځول.

عظمت الله عمرزۍ 18، ابراهیم ځدراڼ 17، صدیق الله اتل 16 منډې جوړې کړې، خو کپتان حشمت الله شاهدي په صفر وسوځېد.

د افغانستان له خوا یوازینی د پام وړ بېټسمین رحمت شاه و، چې د جنوبي افریقایي بالرانو په وړاندې یې مزاحمت وکړ او 92 منډې یې جوړې کړې، چې پکې یوه شپږیز او 9 څلوریزې شاملې وې.

محمد نبي 8، ګلبدین نایب 13، راشد خان 18 او نور احمد 9 منډې جوړې کړې.

د جنوبي افریقا له خوا کاګیسو ربادا 3 ویکټې واخېستې، نګیدي او ویان مولډر 2-2، او مارکو جانسن او کیشو مهاراج 1-1 لوبغاړی وسوځاوه.

له دې وړاندې، کله چې جنوبي افریقا د ټاس ګټلو وروسته د بېټنګ پرېکړه وکړه، نو داسې ښکارېده چې دا پرېکړه به غلطه وي، ځکه چې دوی خپل لومړی ویکټ په 28 منډو له لاسه ورکړ، کله چې ټوبي ډي زورزي 11 منډې وکړې او د محمد نبي په بال د حشمت الله شاهدي له خوا کیچ شو.

خو وروسته، ریان رکیلټن او کپتان ټیمبا باوما د دویمې ویکټې لپاره 129 منډو ملګرتیا وکړه، چې د جنوبي افریقا حالت یې پیاوړی کړ.

په دې مرحله کې، کپتان باوما 58 منډې وکړې او محمد نبي یې ویکټ واخیست.

اوبنر ریان رکیلټن تر 103 منډو پورې ودرېد، خو بالاخره رن آوټ شو. راسي وین ډیر ډوسن 52 منډې جوړې کړې.

فضل الحق فاروقي د رحمت شاه په مرسته د ډیویډ ملر ویکټ واخیست، چې یوازې 14 منډې یې کړې وې.

ایډن مارکرم 36 بالونو باندې 52 منډې وکړې او ناټ آوټ پاتې شو، ویان مولډر 12 منډې وکړې. جنوبي افریقا د 50 اورونو په پای کې 6 ویکټې له لاسه ورکړې او 315 منډې یې جوړې کړې، افغانستان ته یې د 316 منډو هدف وټاکه.

د افغانستان له خوا محمد نبي 2 ویکټې، نور احمد، عظمت الله عمرزي او فضل الحق فاروقي 1-1 ویکټ واخیست.

د ټاس وروسته، د جنوبي افریقا کپتان وویل "موږ پر ځان باور لرو، ښه هدف ټاکو، خو د پچ حالت نشو اټکلولی"

افغان کپتان حشمت الله شاهدي وویل: "که موږ ټاس ګټلي وای، موږ به هم لومړی بیټنګ کوو. موږ مخکې هم د جنوبي افریقا خلاف ښه کرکټ لوبولی، که ښه پېل وکړو، نو خوشحاله به شو، هڅه کوو ژر ویکټې واخلو"

دا د "بي" ګروپ لومړی میچ و. تر دې وړاندې، د "اې" ګروپ دوه میچونه شوي، چې پکې لومړی پاکستان ته نیوزیلینډ ماتې ورکړې وه، او دویم میچ کې هند بنګله دېش ته د 6 ویکټو په توپیر ماته ورکړې وه.