ټایوان سره د پوځي امداد په اړه د امریکې د اعلان نه وروسته د چین حکومت د جمعې په ورځ په اووه کمپنو پابندۍ ولګولې. د ټایوان جزیره خپلواکه حکومت لري خو چین يې د خپلې علاقې برخه بلي.
چین ټایوان سره د امریکې د پوځي امداد مخالفت کوي او کله چې ټایوان سره د پوځي امداد اعلان وشي نو په اړونده کمپنو بندیزونه ولګوي. په عمومۍ توګه د چین د بندیزونو اثرات څه ډېر نه وي ځکه چې امریکايي کمپنۍ په چین وسله او نور عسکري ساز او سامان نه خرڅوي. امریکا ټایوان ته د دفاعي ضرورت زیاتره ساز او سامان ورکوي.
د چین خارجه وزارت په یو بیان کې وویل په کومو کمپنو چې بندیزونه ولګول شوو د دې کمپنو لوړ رتبه چارواکي به هم د پابندیو ښکار وي.
د چین د خارجه وزارت بیان وویل د بندیز ښکار کمپنو د چارواکو په چین کې اثاثې به منجمد کړی شي او چینايي شهریان او کمپنۍ به ورسره تجارتي لېن دېن نه شي کولي.
د امریکې صدر جوبایډن تېره هفته ټایوان سره د ۵۷۱ مېلین ډالرو مالیت پوځي امداد اعلان وکړو. د دې نه علاوه د امریکې د دفاع وزارت اعلان وکړو چې ټایوان ته د ۲۹۵ مېلین ډالرو مالیت دفاعي ساز او سامان د خرڅولو منظوري ورکړی شوې ده.
د امریکې د دفاعي اخراجاتو بل په عسکري اخراجاتو کې تر د ۸۹۵ بېلین ډالرو پورې اضافه کوي او یوه داسې پنګه جوړوي چې ترمخه يې ټایوان ته لکه د یوکرېن په شان عسکري وسایل ورکوي. په بل کې دا بندیز غځول شوی چې امریکا به د خپل پوځ دپاره د ډرونز او د اوږي په شمول نور شیان به د چین نه نه اخلي.
د چین د دفاع وزارت ترجمان زېنګ زیاوګېنګ د دې هفتې په شروع کې وویل امریکا په دفاعي اخراجاتو کې د اضافې جواز پېدا کولو دپاره چین نه د خطر خبره بې ځایه لویه وي.
زېنګ یوې خبري غونډې ته وویل امریکا په دنیا کې د ټولو نه زیات دفاعي اخراجات لري او په دې کې هر کال اضافه کوي چې د هغه په قول د امریکې د جنګ خوښولو او د پراختیا فطرت ظاهروي.
د چین جارجه وزارت وویل ټایوان سره د پوځي مرستې په اړه د امریکې اعلان د ټایوان په اړه د دواړو ملکونو د معاهدو خلاف ورزي کوي، د چین په داخلي چارو کې مداخلت او د چین د خودمختارۍ او علاقايي سلامتیا خلاف سرغړونه کوي.
د ټایوان حکومت د دې میاشت په شروع کې ویلي وو چې چین د جزیرې شا او خوا سمندرونو ته په لسګونو سمندري جهازونه لېږلي وو چې د ټایوان د محاصره کولو مشقونه وکړي. ټایوان وویل د چین دغه ګام د امن او امان دپاره خطر دی او په نړیواله کچه تجارت او د سمندري جهازونو حرکت ګډوډوي. چين په دې اړه څه نه دي ویلي او نه يې هم د ټآیوان د خبرې تصدیق کړی دی.