خېبر: جرګې ته د ورټولو شوؤ فعالانو اؤ امنیتي ځواکونو نښته شوې، ګڼ کسان پکې ژوبل شوي

د سیمې څخه سرچینو وي او اې ډیوه ته ویلي د چهارشنبې په ورځ د پولیسو اؤ د جرګې د فعالانو تر منځ نښتو کې د پي ټي ایم تر شپږو زیات غړي ژوبل شوي چې د علاج لپاره روغتون ته رسول شوي دي

په خېبر کې د پښتون تحفظ موومنټ لخوا د ۱۱م اکتوبر د رابلل شوې قامي جرګې د برخه والو اؤ امنیتي ځواکونو تر منځ نښته پېل شوې اؤ پولیسو د جرګې لپاره په ورټولو شوؤ برخه والو سخت اوښلن ګیسونه توغولي دي.

د سیمې څخه سرچینو وي او اې ډیوه ته ویلي د چهارشنبې په ورځ د پولیسو اؤ د جرګې د فعالانو تر منځ نښتو کې د پي ټي ایم تر شپږو زیات غړي ژوبل شوي چې د علاج لپاره روغتون ته رسول شوي دي.

په سوشل میډیا خپرو شوؤ ویډیو ګانو کې لیدل کیږي چې امنیتي ځواکونو د جرګې لپاره ټاکل شوی میدان یا ګراونډ پخپله ولکه کې اخستی ، دغلته یې مورچې جوړې کړي، بکتر بندي ګاډي اؤ نوره درنه مشینري یې د جرګې په میدان ودرولې ده.


سرچینې وایي د جرګې لپاره ورغلي فعالان د پولیسو د انسوګیس یا وښلن ګاز په ځواب کې په هغوي د ګاڼو ګزارونه کوي اؤ هڅه کوي چې د جرګې لپاره ټاکل شوی میدان بېرته د امنیتي ځواکونو څخه ترلاسه کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین تېره شپه په ټولنیزو رسنیو دعوه کړې وه چې د پېښور د هسپتالونو مخصوصو ذمه وارانو ته په سرکاري توګه هسپتالونو کې د بېړني حالت پځای کولو امر شوی دی.

خو صوبایي حکومت ، د صحت محکمې یا نورو چارواکو لا په دې اړه هیڅ نه دي ویلي.

په ۱۱م اکتوبر د پي ټي ایم لخوا د رابلل شوې قامي جرګې نه وړاندې د پاکستان حکومت اوړمه ورځ پي ټي ایم یو کالعدم یا ناچله تنظیم بللی دی اؤ بندیز یې پرې لګولی دی.

د انساني حقونو نړیوال تنظیم اېمنېسټي انټرنېشنل په پي ټي اېم د بندیز مخالفت وکړو او د پاکستان په حکومت يې غږ وکړو چې خپله فېصله دې بېرته واخلي او د غورځنګ د فعالانو په ضد د ترهګرۍ د قوانینو استعمال دې په سمدستي ډول ختم کړي.

د پاکستان حکومت وایي دا تنظیم د بهر نه پنګې ترلاسه کوي اؤ د هیواد امن اؤ ثبات ته یوه خطره جوړه شوې ده.

خو د منظور پښتین دا حکومتي تورونه رد کړي اؤ وایي نه خو یې تنظیم د بهر نه مرستې ترلاسه کوي اؤ نه یې تر اوسه کومه بد امني جوړه کړې ده.

په ټولنیزو رسنیو خپل یو تازه بیان کې منظور پښتین ویلي په هر حال کې به په خېبر کې په ۱۱م اکتوبر قامي جرګه کوي.

څېړونکي اؤ خبریال ښاغلي شمس مومند وي او اې ډیوه ته وایي په دې کې شک نشته چې ریاست هم د پي ټي ایم په ضد له حده زیاته سختي شورو کړې ده خو وایي پي ټي ایم پخپله هم وخت په وخت داسې جذباتي شعارونه اؤ څرګندونې کوي چې هغه په زوره د ریاست مخه ځانته راګرځوي.

هغه وایي "دا اوس چې څه روان دي زه به دا ووایم چې دا مزید د تشدد، تباهۍ اؤ بربادۍ طرفته ګامونه پورته کول دي اؤ دا صورتحال د یو مسلح تصادم ویرې زیږوي."

په اسلام اباد کې مېشته سېنیر خبریال طاهر خان په اېکس، ټوېټر، د شورو،چهارشنبې، په ورځ یو وډیو شریک کړو چې په کې يو تن وايي د سحر د شپږو بجو صورتحال دی او د غونډې ټول ځای پولیس ګېر کړی دی.


خبریال شمس مومند وایي چې امنیتي ځواکونو له تېرو دریوؤ ورځو راهسې د جرګې د برخه والو په ضد سختې کارروایۍ پيل کړي دي اؤ نن د سیمې خلکو هم امنیتي ځواکونو ته کرښه راښکلې ده چې که په یو ساعت کې د جرګې میدان خوشې نه کړي نو دوي به هم له کورونو را اوځي اؤ مقاومت به پیل کړي چې دا به یوه خطرناکه خبره وي.

هغه وایي په دې نازکه موقعه ددې سیمې فعالانو ، سیاسي ګوندونو اؤ مشرانو ته رامخکې کېدل اؤ یو د ثالثۍ کردار ادا کول پکار دي.

د شمس مومند په خبره" هغه قام پرست ګوندونه دي اؤ که مذهبي ګوندونه دي هغوي ددې خپلو پښتنو غم ولې نه کوي، د دوي دا فکر اؤ درد چې دی، دا ریاست ته ولې نه رسوي چې هغوي یې یوازې پي ټي ایم ته پرېښي دي چې پي ټي ایم که څوک کوي خو سمه ده ګنې دوي به هیڅ نه کوي"

د خېبرپښتونخوا حکومت، پوليسو او پوځ د پي ټي اېم د جرګې د ځای د نیولو په اړه په رسمي توګه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.

پرون په اتم اکتوبر د اطلاعاتو مرکزي وزير عطاالله تارړ په يو خبري کانفرنس کې په پي ټي اېم د رياست مخالفت هلو ځلو او بهرنيو هيوادونو څخه فنډونو اخستو تورونه لګولي او ويلي یې دي، "پي ټي اېم نه يواځې د تحریک طالبان افغانستان بلکې د تحریک طالبان پاکستان سره یې هم مکملې رابطې دي".

هغه دعوه کړې، د پي ټي اېم په اړه پلټنې کولی شي. د پي ټي اېم ضد له دې وړاندې د پاکستان حکومت او پوځ هم دغه ډول تورونه لګولي او پي ټي اېم رد کړي دي.

خو د پي ټي اېم مشر منظور پښتين دغه ټول تورونه رد کړي دي.

وي او اې ډيوه سره ځانګړې مرکه کې نوموړي وويل، چې پي ټي اېم د افغان طالبانو او د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي سره اړیکې نه لري، او د بهر نه د فنډونو ترلاسه کولو تورونه هم ردوي. نوموړی وايي که پرضد یې کوم ثبوتونه وي، وړاندې دې کړل شي.

اېمنېسټي انټرنېشن د نهې، سه شنبې، په ورځ په خپله وېب پاڼه یو بیان شایع کړو چې په کې د تنظیم د جنوبي اېشیا چارو مشر بابو رام پنت په پي ټي اېم د بندیز مخالفت وکړو او ويې وېل پاکستان د ډېر وخت راهسې په "منظمه ډول" د مخالفینو د امن ناکو احتجاجونو او اجتماګانو د چقولو دپاره ګامونه پورته کوي، "د طاقت غېرقانوني استعمال کوي، په زور خلک بې درکه کوي او په مطبوعاتو بندیزونه لګوي چې د احتجاجي جلوسونو خبرونه به يې نه ورکوي."