دکمیشن رپورټ:پاکستان کې تېره میاشت نور 42 کسان په جبر بې درکه کړل شوي دي

د لا درکه بلوڅانو او پښتنو د حقونو مبارزين واي د 42 نوو قضيو ثبت کيدل ښيي چې د خلکو په زوره د لا درکه کولو لړۍ نه ده تم شوې

په جبري توګه د لادرکه تنانو د قضيو څېړونکي حکومتي کمېشن لخوا جارى کړل شوؤ تازه شمېرو کې ویل شوي چې سږکال د جولایي په مياشت کې د کمېشن سره د جبري لا درکيو 42 نوې قضيې درج شوي دي.

د لا درکه بلوڅانو او پښتنو د حقونو مبارزين واي د 42 نوو قضيو ثبت کيدل ښيي چې د خلکو په زوره د لا درکه کولو لړۍ نه ده تم شوې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال عالمزيب محسود وايي د تېر جون میاشت کې يوازې د شمالي وزیرستان د مير علي څخه لس کم عمره ماشومان پورته کړی شوي دي.

په جبري توګه د لادرکه تنانو د موندنې د کمېشن د شمېرو ترمخه هغه کسان چې دکمېشن سره د لادرکه تنانو په توګه درج دي او درک یې نه دی لګیدلی شمېره یې 2 زره، 186 ته رسېدلې ده.

د کمېشن لخوا جارى شوي رپورټ کې ويل شوي چې د 39 لادرکه تنانو درک لګول شوی چي پکې 30 تنان خپلو کورونو ته ستانه شوي او نور 3 کسان د پوځ دڅار لاندې حراستي مرکزونو کې قېد دي.

دا تازه شمېرې ښايي چې 3 لادرکه کسان په جېلونو کې موندل شوي او د نورو 3 کسانو مړي ترلاسه شوي دي.

د کمېشن د جولایي د مياشتې د شمېرو ترمخه 36 داسې قضيې خارج کړی شوي چې دوي سره د لا درکه تنانو په توګه درج وؤ خو وروسته مالومه شوه چې دا د جبري لا درکۍ قضيې نه دي.

کمیشن مخکې وايي ددې سره تر دې دمه د 8 زره، 732 قضيو اندراج شوی چې پکې په 6 زره، 588 کېسونو باندې کار بشپړ شوی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال عالمزيب محسود ډيوه ته وايي دا ستونزه د کمېدو پرځائ ورځ تر بلې سېوا کېږي.

نوموړی وايي د مېر علي شمالي وزیرستان څخه د تېر جون په میاشت کې يوازې 10 هلکان د کورونو څخه پورته کړی شوي چې عمرونه یې د اتلسو کلونو نه هم کم دي.

د پاکستان اتحادي حکومت په دې وروستیو کې په جبري توګه په جبر د لا درکۍ د ستونزې د هواري لپاره د مرکزى کابينې ځانګړې کمېټي هم جوړه کړې ده خو ددې کمېټۍ يوازې دوه ناستې شوي ولې کوم پرمختګ یې نه دې ښودلی.

په پاکستان کې په جبري توګه د لادرکه بلوڅانو او پېښتنو د حقونو فعالين د خلکو په زوره د لادرکيو تور د پاکستان د پوځ په طاقتوره خفيه ادارو پورې کوي خو پوځ دا تورونه ردوي او وايي کېدی شي چې دا کسان د بلوچ بېلتون غوښتونکو وسله والو ډلو په ليکو کې شامل شوي وي،

پوځ دا هم وایي چې کیدای شي ځینې بې درکه کسان امنتیي ځواکونو سره نښتو کې وژل شوي وي او یا افغانستان ته اوختې وي.

د پاکستان پوځ وايي د لادرکه تنانو د ستونزې د هواري لپاره یې د پنډۍ په پوځي مرکز کې يوه کمېتي هم جوړه کړې ده.

د پاکستان حکومت ددې ستونزې د څېړلو لپاره کال 2011م کې کمېشن هم جوړ کړی خو په نړيواله او ملکي کچه د کمېشن په کارکردګۍ نيوکې کېږي او وایي کمېشن د خلکو په جبري توګه لادرکیو کې د ککړو تنانو په نومولو کې پاتې راغلی دی.

وړاندي ورځو کې د لا درکه تنانو د حکومتي کمیشن په مشر او پخواني جج جاويد اقبال د غېر دولتي تنظيم ډیفنس اف هيومن راېټس مشرې امنه مسعود جنجوعه تور لګولی ؤ چې نوموړي د يو لا درکه پښتون د مېرمنې په جنسي توګه د ځورولو هڅې کړې وې.

ددغه تور نه وروسته د قامي اسمبلۍ پبلک اکاونټس کمېټۍ د کمېشن د مشرۍ دڅوکۍ څخه دجاوید اقبال دلرې کولو سپارښتنه کړې وه خو اوړمه ورځ اسلام اباد هایکورټ دغه سپارښتنه معطل کړې وه.

د وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز تنظیم مشر قدير بلوچ ډيوه ته وايي په تېرو کلونو کې نزدې 55 زره بلوڅان په جبري توګه لادرکه کړی شوي دي چې پکې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.

هغه وایي د خلکو په زوره د لادرکه کولو لړۍ اوس هم روانه ده او روزانه 5 یا 6 بلوڅان پورته کړل کېږي.

دماما قدیر بلوڅ په وینا په دغو 55 زرو لادرکه بلوڅانو کې 350 ښځې او 172 تنکي ماشومان هم شامل دي.

د لادرکه تنانو د قضيو د هواري کمېشن وايي د کال 2022 په لمړو شپږو میاشتو کې د خلکو په جبري توګه د لادرکې 351 نوې پېښې ثبت شوي دي خو د بشري حقونو مبارزين دا شمېره په زرګونو کې ښيي.

د غېر دولتي تنظيم ډیفنس آف هيومن راېټس مشره امنه مسعود جنجوعه ډيوه ته وايي د 42 نوؤ کسانو لا درکه کيدل په ګوته کوي چې د خلکو په زوره د لا درکيو لړۍ نه ده تم شوې.

هغه وايي دا کمېشن له تېرو 12 کلونو راهیسې کار کوي، رپورټونه جاري کوي خو له بده مرغه کمېشن ددې ستونزې په مکمل هواره کې ناکامه شوی دی.

د کمېشن د شمېرو ترمخه دا مهال د پوځ په حراستي مرکزونو کې 965 کسان قید دي چې په کې تر ټولو زیات 806 کسان د خېبرپښتونخوا صوبې سره تړاؤ لري.