کرونا وايرس په مذهبي رسمونو هم اغېزې وکړې

د کرونا وايرس ښه په درز کې لګيا دے د نړۍ اقتصاد ځپي. د نړۍ د يوې لویې برخې د خلکو د يو ځای نه بل ځای ته تګ راتګ په ځای ودريد ځکه چې ‌‌‌‌‌‌ډېرو ملکونو ځانونه قلعه بند کړل. خو د دې هر څه سره سره به د کرونا وايرس وبا په ‌‌‌‌‌‌ډېره نړۍ کې په مذهبي عقيدو هم ژورې اغېزې پرېږدي.

د دنيا د لويو مذهبونو عالمانو او د هېوادونو حکومتونو د نورو بندېزنو سره په مذهبي غون‌‌‌‌‌‌ډو لا خو بندېزونه لګولي او لا يې مذهبي مشرانو ته پيغامونه لېږلي چې غټې غون‌‌‌‌‌‌ډې دې نه کوي او عبادتونه دې ګړندي کړي چې خلک په يو ځای ‌‌‌‌تر ‌‌‌‌‌‌ډېره وخته پاتې نه شي.

پاکستان چې يو مذهب پاله هېواد دے هم د ملک خلکو ته د مذهبي چارو وزير نور الحق قادري په وي‌‌‌‌‌‌ډيو پيغام کې د غټو مذهبي غون‌‌‌‌‌‌ډو نه د ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډې کولو غوښتنه کړې ده. بلکې ښاغلے قادري دا هم وايي چې امامان دې د جمعې خطبې هم رالن‌‌‌‌‌‌ډې کړي.

البته د پاکستان يو شمېر مذهبي مشران په ذاتي وي‌‌‌‌‌‌ډيوګانو کې د حکومت دا پيغام ردوي او وايي د قران او اسلام منونکي دې د کرونا وايرس نه هيڅ يره نه کوي او نه دې مونځونه او جمې پرېږدي.

دوی په خپلو ويناګانو کې خلکو ته د اودس چهار اندام ګټې ‌‌‌‌‌‌ډېر په وياړ بيانوي ځکه چې ‌‌‌‌‌‌ډاکټران وايي د کرونا وايرس نه د ځان ساتلو يوه غوره طريقه وخت په وخت په صابن لاس وينځل دي.

دغه مذهبي مشران مسلمانانو ته د قران بيل بيل اياتونه او دعاګانې وريادوي او وايي د دې په ذکر کرونا وايرس تاسو ته هيڅ زيان نه شي اړولے.

په پاکستان کې د پوليو د وايرس د څاڅکو خلاف مذهبي تندلاري او ترهګرې ‌‌‌‌‌‌ډلې تبليغات کوي او ځکه هم په نړۍ کې د ټولو زيات د پوليو ناروغتيا په ياد هېواد کېه چې لويه برخه يې د پښتنو په سيمه کې ده.

خو بل خوا سعودي عرب چرته چې د مسلمانانو د عقيدې بنياد ايښودے شوے او مکه او مدينه يې مقدص ځايونه دي ته د عمرې او زيارت کولو ته په تګ بندېز دے او په نورو لويو لويو غون‌‌‌‌‌‌ډوهم بندېز لګېدلی دے. سعودي عرب د پاکستان سره سره د نورو هېوادونو سره هم خپلې هوايي او زمکنۍ لارې تړلي دي.

دغه رنګ ايران هم ياد هېواد ته د شيعه مسلمانانو د مقدصو زيارتونو نه ملکي او غير ملکي عقيدت مند منع کړي او د جومې په شريک مونځ يې بندېز لګولے.

د عسايانو په مقدس مرکز ويټيکن ښار کې پوپ فرانسس يو حېرانونکے اعلان کړے چې د نړۍ د شور او د صحت د ماهيرينو د احتياط کولو د غوښتنو پرته به د دوو کليساګانو دوره کوي چرته چې به د کيتهولېک مذهب منونکي په ګڼ شمېر کې په يو ځای راټول شوي وي.

ترکي هم د سعودي عرب نه راتلونکي خلک کورانټاين کوي او د څه وخت د پاره به يې د نورو خلکو نه بيل ساتي.

دغه رنګ افغانستان د خپلو ګاون‌‌‌‌‌‌ډي هېوادونو سره خپلې پولې او هوايي لارې تړلي دي او پاکستان د خپلو څلورو ګاون‌‌‌‌‌‌ډي هېوادونو هند، چين، افغانستان او ايران سره ټولې زمکنۍ لارې تړلې دي.

په پاکستان کې د ټولو لويه مذهبي غون‌‌‌‌‌‌ډه تبليغي اجتماع ده چې هر کال په لاهور کې کيږي.

د ملک د ابادۍ په تناسب د لاهور په اجتماع کې د ټولو ‌‌‌‌‌‌ډېر ګ‌‌‌‌‌‌‌ډونوال پښتانه وي.

دغه رنګ غټې غټې تبليغې غون‌‌‌‌‌‌ډې د پښتونخوا په يو شمېر ښارونو کې وخت په وخت راجوړيږي او برسېره نورې غټې غټې جمې د جومې په مانځه کې جوړې وي چې د صحت پوهان وايي دا غون‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډې د کرونا وايرس نور خورولے شي.

په هندوستان کې د هندو مذهب منونکي د غوا چې دوی ورته ګاو ماتا وايي ميتيازې په دې عقيده څښي چې د کرونا وايرس د دې په څښلو لا خو راتلے نه شي او لا که چرې را هم شي نو مړ به شي. په لاندينۍ وي‌‌‌‌‌‌ډيو کې يې ليدلے شئ. په يوه بله وي‌‌‌‌‌‌ډيو کې هندو عقيدتمند د غوا په غوشانو خپل ټول وجود لېووي او وايي دا کرونه وايرس ته دېوال دے.

د خليج ملکونو په يوه برخه کې څه عربان د اوښې ميتازې په دې نيت او عقيده څښې او ږېرې پرې وينځي چې يو خو د اوښې ميتيازې تقدس لري او بل د هر مرض دوا هم ده. بيل بيل خلک بيلې بيلې عقيدې.

په برطانيه کې د عيسايانو مذهبي مرکز چرچ اف اينګلين‌‌‌‌‌‌ډ، د يهوديانو مذهبي اتحاد يوناېټې‌‌‌‌‌‌ډ سېنېګاګ او کيتهولېک چرچ هم په شريکه د مذهبي احکامو په يو ځای کولو بندېزونه لګولي دي.

عيسايي مذهبي مشرانو د چرچ لا کليسا په ور نه د ايښودل شوو پاکو اوبو د لوخو د لرې کولو او د واين د ګ‌‌‌‌‌‌ډ لوخي نه د اخستلو نه د ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډې کولو امر کړے.

يهودي مذهبي مشرانو هم خپل عقيدتمند ته وييلي يو بل ته دې د سلام لاس نه ورکوي او په سينيګاګ کې د پرتو مذهبي مقدساتو او بوتانو نه د ځان لرې وساتي او وايي مه دغه ته لاس وروړئ او مه يې ښکلوئ.

خو په لندن کې د کيتهولېک کليساګانو مشر کار‌‌‌‌‌‌ډېنل وېنسټ يوه نوې خبره کوي او دا هم د امکان نه نه اوباسي چې د نوي دور د ساينسي طرقۍ ګټه پورته کړي.

هغه بي بي سي ته وييلي که حاجت يې پېښ شو نو کليساګانو ته د راتللو په ځای به يواځې پادري د کوم بل مرستيال په شتون کې کليسا ته لاړ شي او د هغه ماس لا عبادت به د انټر نېټ د لارې سټريم کړي چې هر څوک کولے شي کليسا ته د تلو په ځای په کور کې پاتې شي عبادت هم وکړي. په کيتهولېک مذهب کې هر اتوار يا دوشنبه چرچ لا کليسا ته تلل مهم دي.