د ترهګرۍ ضد محکمې پنجاب کې د 18 ترهګرو د نیولو دعوه کړې ده

د ترهګرۍ ضد محکمې (سي ټي ډي) دعوه کړې ده چې د پنجاب په بیلابیلو سیمو کې یې د عملیاتو په مهال 18 ترهګر نیولي چې درې پکې د ټي ټي پي خطرناک ترهګر هم شامل دي.

د پنجاب د سي ټي ډي ویاند پخپل یو بیان کې ویلي چې د پنجاب په بیلابیلو سیمو کې یې د استخباراتي معلوماتو په اساس 134 عملیات کړي دي.

سي ټي ډي وایي دا عملیات یې د پنجاب په سر ښار لاهور، خوشاب، ګوجرانواله، پاک پتن، بہاول نګر، راولپنډۍ، فیصل آباد، شیخوپورہ، منډي بہاؤالدین اؤ میانوالي کې کړې دي.

د ویاند په وینا عملیاتو کې ټول 18 ترهګر نیول شوي چې درې پکې د ټي ټي پي اهم وسله وال هم شامل دي .

د ترهګرۍ ضد محکمې پخپل بیان کې د نیول شوؤ ترهګرو پېژندګلو مخې ته نه ده راوړې خو دعوه یې کړې ده چې هغوي د ترهګرۍ په یو شمیر پېښو کې لاس درلودو.

سي ټي ډي ویلي له نیول شوؤ ترهګرو یې وسلې اؤ چاودیدونکي مواد هم ترلاسه کړي دي.

پاکستان کې په دې وروستیو کې یو وارې بیا د ترهګریزو بریدونو لړۍ زیاته چټک شوې اؤ تېره ورځ هم د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې د ټي ټي پي وسله والو سره نښته کې د پوځ د یو افسر( لیفټننټ کرنل) په ګډون شپږ عسکر وژل شوي وؤ.

آي ایس پي ار دعوه کړې وه چې په دغه نښته کې یې شپږ وسله وال هم وژلي دي.

د غېر دولتي څیړنیزې ادارې [پيکس] د رپورټ ترمخه تېر د ستمبر په میاشت کې پاکستان کې 77 ترهګریزې حملې شوي اؤ په دې کې تر ټولو زياتې 47 حملې خېبرپښتونخوا صوبه کې شوي دي.

په رپورټ کې ويل شوي، په 77 بريدونو 77 کسان وژل شوي، چې پکې 38 امنيتي اهلکار، 23 ملکي وګړي او 16 جنګيالي شامل دي.

د رپورټ ترمخه، د پاکستان امنيتي ځواکونو 34 مشکوکه جنګيالي وژلي او 16 یې نيولي دي.

پيکس ويلي، خېبرپښتونخوا کې په 47 حملو کې 54 کسان وژل شوي، او قبايلي ضلعې د ترهګرۍ نه تر ټولو اغېزمنې پاتې شوي، په قبايلي ضلعو کې 26 حملو کې 37 کسان وژل شوي دی