ډیره اسماعیل: د پولیسو د ډي ایس پي زوي په هدفي برید کې وژل شوی

File Photo

پولیس وایي د خېبر پښتونخوا په ډيره اسماعیل سیمه کې د پولیسو د یو افسر یا ډي ایس پي زوي نعمان خان چې پخپله هم په ایف سي ځواک کې عسکر ؤ، د نامعلومه وسله والو په برید کې وژل شوی دی.

د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دا پېښه د ډيره اسماعیل خان په پنیاله سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچینو په وینا د ایف ار ټانک د جنډوله سیمې د ډي ایس پي سید مرجان زوي نعمان په بلوچستان ایالت کې د ایف سي د عسکر په توګه دنده ترسره کوله خو هغه په رخصتۍ کلي ته راغلی ؤ اؤ د اتوار په ورځ د نامعلومه کسانو لخوا وژل شوی.

د پولیس سرچینې وایي چې د وژل شوي عسکر نعمان مړی یې پنیاله سیمه کې د پټو څخه ترلاسه کړی دی.

د هغه د وژنې ذمه واري لا چا پغاړه نه ده اخستې.

تر دې پېښې دوه ورځې وړاندې هم د ټانک ضلعې د نصران پولیس چوکۍ د مشر یا انچارج په کور مراخیل سیمه کې هم نامعلومه وسله والو برید کړی ؤ چې پکې د نوموړي پولیس افسر یو د کاکا زوي وژل شوی ؤ.

همدا شان د ستمبر په ۱۴مه نېټه پد بنو په باران ډيم سیمه کې د فهیم الله په نوم یو پولیس عسکر نامعلومه کسانو ذبح کړی اؤ د هغه مړی یې بیا په بیدیا غورځولی ؤ.

په دې وروستیو کې د خېبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې د پولیسو د هدفي وژنو لړۍ چټک شوې اؤ په لکي مروت اؤ باجوړ سیمو کې پولیسو د خپلو عسکرو ملګرو د هدفي وژنو په ضد سخت احتجاجونه هم کړي دي

په اتم ستمبر په لکي مروت کې د پوليسو يو افسر د وژنې وروسته د ضلعې پوليسو په احتجاج او پرلت لاس پورې کړی و اؤ غوښتنه یې کړې وه چې دوی ته دې امن ورکړل شي او د "ضلعې څخه دې پوځ بهر کړل شي"

لکي مروت کې د پوليسو احتجاج ته په غبرګون کې د صوبې د پوليسو مشر [آی جي] اختر حیات خان پخپل بیان کې ويلي وؤ"ځينې شرخوښي عناصر د پوليسو او فورسز [پوځ] ترمنځ اختلافات جوړوي، د ځوانانو حوصلې ماتوي او د معاملاتو پيچلي کولو هڅې کوي، پوليس مشرتابه په دغه ناوړه مقصدونو خبر دی او د ملي مشرانو په مرسته به یې ناکامه کوي"

په داسې وخت کې چې د پوليسو احتجاج روان وو، په 12م ستمبر د لکي مروت سره په پوله بنو ضلعه کې د پوليو په ډيوټۍ مامور پوليس اهلکار په وسله وال بريد کې وژل شوی ؤ او د دغه پېښې وروسته هم پوليسو احتجاج کړی و.

په 11م ستمبر د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا قبايلي ضلعې باجوړ په سلارزو تحصيل کې نامعلومه وسله والو د پوليو ضد څاڅکو ورکوونکي ټيم باندې برید کړی ؤ، په بريد کې د پوليو د ټيم کارمند او ساتونکی پوليس یې وژل شوي وو اؤ بیا باجوړ کې هم پولیسو په خپلو ملګرو د هدفي بریدونو په ضد احتجاج کړی ؤ.