جمال خاشقجي چا وژلی؟ ایا د صدر ټرمپ انتظامیه به نن امریکايي کانګرس ته ځواب ورکړي؟

د سعودي خبریال جمال خاشقجي په استنبول کې په سعودي کونسلګرۍ کې د وژل کيدو څلور مياشتې کيږي خو تراوسه د دې پوښتنې ځواب نه دې معلوم چې د نوموړي د وژني امر چا ورکړې وو؟

د نړیوالو مطبوعاتو تر مخه په کال ٢٠١٧م کې سعودي ولیعهد محمد بن سلمان خپل يو نژدي چارواکي ته ويلي وو، که جمال خاشقجي سعودي عربستان ته راستون نه شو او په سعودي حکومت يې د نیوکو ډکې لېکنې بندې نه کړې نو په خاشقجي دې ډزې وکړي.

دغه خبره د استخباراتي رپورټونو په اړه معلومات لرونکي اوسني او پخواني امریکايي چارواکو ورځپاڼو او مطبوعاتو ته کړې ده.

د امريکا صدر ډانلډ ټرمپ څو څو وارې د دې خبرې نه انکار کړې چی ګني شهزاده محمد بن سلمان د خاشقجي د وژنې څخه د وړاندې نه خبر وو.

صدر ډانلډ ټرمپ ویلي وو ٫٫ کيدی شي شهزاده سلمان د جمال خاشقجي د وژل کيدو نه خبر وو، او دا امکان هم شته چه هغه نه وو خبر.٬٬

د نوموړي تر څنګ د امريکا د بهرنيو چارو وزير ماېک پمپيو هم دا خبره څو وارې تکرار کړې چې امريکا او سعودي عربستان ٫٫ خاص اړيکې٬٬ لري.

په ترکي کې د دغه سعودي خبریال د وژنې وروسته امريکا په هغه ١٧ سعودي مامورينو بنديز هم لګولی په چا چې د خاشقجي په بې رحمۍ سره د وژنې تورونه لګيدلی وو، خو د سعودي شهزاده سلمان پر ضد کوم ګام نه دې پورته شوی.

د امريکا د سېنټ د بهرنيو چارو د اړيکو کميټۍ مشر باب کارکر او د ډېموکرېټ ګوند يوې ډلې په اکتوبر کې د مېګنېټسکي په نامه د بشري حقونو يو قانون وړاندې کړې وو. د دغه قانون تر مخه صدر ټرمپ ته ١٢٠ ورځې وخت ورکړی شوی وو چې د خبریال په وژنه کې لاس لرونکو کسانو پرضد د بندیزونو فېصله وکړي.

د صدر ټرمپ لپاره نن (د فرورۍ ۸مه) د دغه فیصلې کولو اخيرۍ ورځ ده. باب کارکر وايي هغه ګڼي د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان د جمال خاشقجي د وژنې او څارنې امر ورکړی وو.

د زیارت په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند رابرټ پالډینو د دغه خبرې کولو څخه ډډه وکړه چې ایا د ټرمپ انتظامیه به د بشري حقونو د قانون لاندې خپله فیصله په وخت واخلي او د جمعې په ورځ به کوم اعلان وکړي.

پالډینو وايي ٫٫ مونږ به د کانګرس سره خبرې اترې کوو او هغه کسان به انصاف ته راولو څوک چې د جمال خاشقجي په وژنه کې ککړ دي.٬٬

د بشري حقونو ډلې او د خبریالانو د حقونو د خوندي ساتلو ادارې په واېټ هاوس غږ کړی دوي دې د انصاف نه کار واخلي او هغه ټول معلومات چې د جمال خاشقجي د وژنې په لړ کې لري، هغه دې په ډاګه کړي. چې داسې سعودي عربستان ته یو سخت پېغام ورکړل شي.