په پخو کورونو او سړکونو کې به بارانونه او د جمي جړۍ سړی څه تنګ کړي؟ جړۍ خو به زمونږ په زوړ کلې کې وې چې لوي واړه او نر ښځې ټول به ې دوه سپېګمو له راوستل
باران وريږي غولی ډنډ شو
قدم زما په قدم ګده راځه دننه
په کچه کوټو کې به د باران د لومړۍ شېبی ټکاري نادره مزه کوله خو چې دغه شېبه به لږه راټينګه شوه نو دکوټې دننه به ې هم ځان د څڅوبي په شکل کې ښکاره کړو چې مور ابۍ به ورله دمخې سره خانک رارسو او د يو ماشوم ډيوټي به ې پرې اولګوله چې د ډکېدو پس به ې بهر توي کۍ او بيا به ې دڅڅوبي لاندې ږدي خو دغه څڅوبې به اکثر نور بچي هم راوړل او د کور د نورو ماشومانو لاټري به پکې هم راووته او دکور باقې پاتې پتيلو دېګچو او جامونو به هم د کوټې په بېلا بېلو برخو کې د څڅوبي د مقابلی د پاره مورچې سنبال کړې او د کوټې د هر ګوټ نه به قسماقسم اوازونه راتلل- ټنګ- ټونګ-ټپ ټوپ ټوپ-سيو- ټيو- د څڅوبي د موسيقۍ دغه ذير او بم به داسېوو لکه چې په کلې کې به د شپې نا ساپه اواز اوشو چې غل دې او هر سړې به د خپل کور نه بې تپوسه ډز کوو- چا به پينډزې ډزو او چا غوږين چا به دوه ميله رابقوو او چا به سرپوخ، چا پيتې او چا به د تشو دارو غرابين نه بق پورته کړو- او د کلي نه به د هر قسمه ټوپک ډز راخوت- بيخې هم دغه ډول اوازونه به په کچه کوټه کې د څڅوبي هم وو- يو ډزو مار به جوړوو- او چي لا درخانۍ چاچي به پکې په ديوال سر راوچت که اوچغې به ې کړی يه خورې ناوه مو بنده ده ټولې اوبه په دېواله در روانې دي دَو کۍکوټه به درباندې در کېني- نو بيا خو به مور بيخي اېمرجنسي اولګوله،او چغه به ې کړه، هله د ماڼکي غوثه په نېکۍ رامدد شې -او ټول واړه به ې بهر بارانه ته راويستل او سر ته به ې پلاسټکي بوجۍ واچوله او په ټاټکي کې به ې په بوسو کې خټه واخکله او په اندرپايه به د باران په شېبو کې د کوټې سر ته اوخته او ناوه به ې کلکه کړه او ښکاره ښکاره سوري به ې رابند کړل او بيا به راکوزه شوه دکوټې جاج به ې واخست او مونږه ته به ې اشاره اوکړه چې دننه راځې او د کوټې په مينځ کې به ې په چرګۍ کې په لوند خشاک په ډېرو پوکو اوور بل کړو او مونږه به ورته تاوده هم شو او جامې به مو هم ورته وچې کړې- د کوټې لوږو به څڅوبي له هم سترګې ترخې کړې او لږ ټنګ ټونګ به ې کم کړو- پوهه نه يم د څڅوبې دبندولو علاج په لوګو کې څنګه وو؟
مو رچې به لږه ساه واخسته نو په ګوړه کې به ې رالهدغنمو نه مرموره هم جوړه کړه کومه چې به موصرف په جړۍ کې خوړه او مزه به مو ترې اخسته-
دا خو زمونږه د زړې کوټې قيصه وه په جړۍ کې به د ټول کلي بد حال وو-لاری کوڅی به د چقړو ډکې وې حجری جمات ته به تلل د هر چا په وس کې نه وو-کمزوري مشران خو به د جمات په لار کې اکثر لکه د زړو جي ټي ایسو سلپ کېدل- اتفاق ته ګوره زمونږه په لاټېن کې به تېل هم د جړۍ په شپه ختمېدل او د لالي کا کا د دکان د لارې بوختې به اکثر په هم دغه ما ښا مي زمونږ په نصېب وې- هغه وخت کې چترۍ او د خټو بوټان لا چا پېژندل، د ګوړی بوجۍ نه به مو داسې بورقه شان جوړه کړه او سر ته به مورا واچوله څپلۍ به مو کور پرېښودې او د خاورو د تیلو بوتل به مو واخست او په دغه ګران مشن به روان شو- تش تلل خو اسان وو که به راوغورځېدو نو دومره نقصان به نه وو خو که په واپسۍ کې به اوخوېدو نو د تېلو د توېدوسنګينه خطره په کې هم وه-
د جړۍ خپلې لوبې او خپل خوراکونه وو- په کوټه کې به سره ټول وروڼه خوېندې راټول شو او منذرې،بلوري یا مرګاټي به موشروکړل- چې اکثر به ې اختتام په ګټه تاوان نه، پهجنګ جګړه او د مور لخوا په وهلو کېده-
په حجره کې به سړو د جړۍ ورځې په تاش يا تورب تېرولې- او ورځ دوه پس به د کاغذي تاش نه سمه زړه بړستن جوړه شوه چې څوک به پکې په پيسلو يا وېشلو کې ګېر شو نو د ټګۍ نه بغېر به ې خلاصې ګران وو- د کلي ټول کرونده ګر به هم ښه بېغه په حجره کې ناست وو او وييل به ې: نه شل روڼه او نه يو باران-
دژمي جړۍ به د کلي کچه دېوالونه خوړين کړل او اکثرو به پکې ډډه اولګوله او د کور دپردې مهمه ذمه به ې د سر نه اوغورزوله او دغه کا ر به ې د ګوړې بوجۍ او يا د پترۍ شپول ته وسپاره- دغه به يوه موقه وه لکه چې وايی-
که ديدن کړې تلوار را اوکه
مودام به نه وي نړېدلې دېوالونه
د جړۍ په خوراکونو کې نينې، باګړي( لوبيا) او ګونګړي ښکاره خوراکونه وو ولې د ماښام په ډوډۍ کې به د تبۍ سوکړک چې مينځ به ې اکثر لوګې زيړ کړې وو او ورسره به د اوګې او ټماټرو ترسکون لاوڼ او د پيشتري ساګ وو چې هغې کې به هم د اوګې روغ روغ پلي خولې له راتلل ( ما به اوګه نه شوه خوړلې او چې به خولې له راغله باقۍ کوله به مې)- دادا به په لاوڼ کې سوکړک مات کړو او ساګ به ې پې واچو- مور چې به زما تريو تندي ته اوکتل نو او به ې وییل- شل شوکره اوباسۍ چې د جړۍ په دې توره شپه درته لا دا نصيبشي- تاسو ټق اوچاودۍ د مستۍ نه – کوټې او د نغري ځاې راڅاڅي، خشاکونه ټول لامده دي چې لا دومره ې درله څوک توده کړي په دې هم شوکر اوباسۍ- خو ما تر اوسه د دغې خوراک ناشوکري کړې او چرته مې هم په خپله مرضۍ نه دې خوړلې-
کله نه کله خو به دغه جړۍ دومره اوږدې شوې چې خلکو به پکې قسما قسم افواګانې او قصې هم جوړې کړې لکه چې زمونګ د کلې جامداد کاکا چې اکثر به ې قصه د تپوس په شکل کې شرو کوله - ؛ يره دا خو ډېر ظلم شوې که څنګه؟؟
دحجرې نورو سړو به ویل څه شوي؟ ياره اورېدلي مې دي په خوړ کې چا وړوکې ماشوم وژلې،او سر ې ترې وړی دی، دا ګورې نه چې باران د ودرېدو نوم نه اخلي- چې داسې ظلمونه کېږي خاورې به اسمان شين شي-
آخر د ډېرو تو بواو د بارانه د ودرولو دپاره د مونځونووروسته چې به آسمان رڼا شو د کلې د موسمياتو ماهرينو به پېش ګوي اوکړه يره په اسمان کې قبلې پلو لاره اوشوه لکه چې شين کېږې- او اکثر به دغسې اوشوه صباله به نمراوخوت- چې ورته به سترګې برېښې دې او د کلې سپو به ورته داسې غپل لکه چې نمر ې په سترګو نه وي ليدلی
-----( نوره به بيا شي)