د یو سوچه جمهوري پاکستان خوب مجازي ولی دی؟

اسلام د پاکستان سرکاري مذهب دی خو د هیواد په ائين کې د دین اسلام او د نظامِ جمهور مادې په یو بل کې داسې اغیږل شوي دي چې زیاتره وخت په ریاستي چارو کې ابهام پېدا کوي. د څېړونکو په خیال دغه ابهام پوځي او حکومتي مشران او د هېواد په گټو وټو کې نور برخه وال د تېرو ٧٠ کالو راهسې د خپلو لنډ مهالو سیاسي گټو لپاره کاروي.

په واشنگټن کې د پاکستان د پخواني سفير حسېن حقاني ترمخه مذهبي مفکوره او نظریه د پاکستان د یو ریاست د جوړیدلو په تاریخ کې د دوه قومي نظرئې په نوم کرل شو ې وه کومه چې په ١٩٧٣ کې د ائين په شکل کې زرغون شوه . وس پوځي مشران نه یواځې دا چې د دغه بوټي اوبه خور کوي بلکې د خپل منصبي حرص په خاطر یې سهار ماښام په مذهبي مشرانو باندې مېوې هم ویشي.

د پاکستان په ايئن کې ليکل شوي دي چې پوځ به د هېواد د جعرافيايي او د نظریاتي سرحدونو حفاظت کوي. په ١٩٧٧ م کې پوځي آمر جنرل ضیاالحق د منتخب وزيراعظم ذوالفقار علي بټو د حکومت نسکورولو په وخت په خپله وړومبۍ وینا کې د نظریاتي سرحدونو د حفاظت تشريح داسې کړې وه چې د ریاست واک "مومن پوځ" د اسلام د سر لوړۍ او د هېواد د نظریې د تحفظ په خاطر په خپلو لاسونو کې واخستلو.

د څېړونکو په خیال ضیاالحق د اسلام د سر لوړۍ نعره د خپل واک دخوندي ساتلو لپاره شعوراً پورته کړې وه، او تر ډېره حده د اولس او سخت دریځو مذهبي گوندونو سره په چل ول کولو کې بریالی شوی وو خو په عصري پاکستان کې دغه نعره د ریاستي نظام ټریډ مارک (ځانگړتیا) جوړه شوې ده.

څیړونکي گمان کوي په پاکستان کې د مذهبي تندروۍ،د پوځي مشرانو په حکومت د قبضې، د سیاسي انتشار، او د لږکیو سره د ښکاره امتیاز یواځين غټ علت هم دغه ائيني ابهام دی.

د امرېکې په جورج مېسن پوهنتون کې د سیاسي علومو پوهان ډاکټر پيټر مینډویل په اسلام، پاکستان او د منځني ختيز په چارو ژور نظر لري. ښاغلي مینډویل قیاس کوي چې د اسلام په نوم جوړ شوي ریاست کې ائیني ابهام ځکه موجود دی چې په پاکستان کې ددې سوال په ځواب لا سلا نه ده راغلی چې اسلامي ریاست معنا څه لري.

د ښاغلي مینډول د قیاس په رڼا کې که د پایه تخت اسلام اباد د ستر عدالت یو تازه امر ته فکر وکړی شي چې د هېواد هر وگړي ته دې د هغه د مذهب په حقله قسم ورکړې شي نو دا ویل گران نه دي چې د ریاستي نظام لپاره په ١٩٧٣م کې جوړ شوی ايئن لا وس هم د قاضیانو تشريحاتو ته محتاجه دی.

گو که په پاکستان کې ائين هر وگړي ته د خپلې خوښې د مذهبي او سیاسي سوچ اجازت ورکوي او هم په دغه اساس گڼ شمېر ازاد خیال او مذهبي گوندونه جوړ شوي دي خو په ائين کې دغه ازادي په میدان کې د کارول کیدلو په وخت د دين اسلام پلو ته کږه شوې لیدل کیږي.

په پاکستان کې په مارچ ٢٠١٨م د سېنېټ د منځنۍ مودې په انتخاباتو کې په حیرانوکې توگه د اکثریتي سېنېټرانو گوند مسلم ليگ نون د سېنیټ د مشر په ټاکلو کې پاتې راغلو. په دې انتخاباتو کې د ښي اړخو یا زاړه پالو مسلم ليگیانو، مذهبي سخت دریځو جماعت اسلامي او جمعیت علما اسلام او کيڼ لاسو ملت پالو پښتونخوا ملي عوامي گوند او عوامي نیشنل گوند تر منځه اتحاد هم شوې وو. خو بری د سیکولر پيپلز گوند ، ښي اړخه تحريک انصاف، او ځيني اذاد خوښو بلوڅانو وشو.

هر چند که په دې اِتحادونو کې د نظریاتو بې ساری رقابت دی خو د واکمنۍ ماڼۍ ته د رسېدلو په خاطر په دې انتخاباتو کې نظریات یو خوا ته ساتل شوي وو.

د امرېکې واشنگټن پوسټ اخبار په خپل یو رپورټ کې د سېنېټ په انتخاباتو باندې په خپل یو رپورټ کې ويلي وو چې دغه انتخابات د ټگۍ ډک وو. اخبار ليکلي وو که داسې وي نو راتلونکي عمومي انتخابات به د ډیرو نیمگړتیاؤ ډک وي. په حېراونکي توگه د هېواد نشریات، اکادمیه، متحرکه عدلیه او اولسي ټولنه په دغه موضوع د کومې قامي مکالمې غوښتنه نه لري.

د یو شمېر پوهانو په خیال په سېنیټ کې د اقلیت د بري په شا پټ لاسونه وو. په پاکستان کې د پټو لاسونو استعاره د هېواد د پوځ او استخباراتي ادارو لپاره کارول کیږي. خو دا کوم وړومبی ځل نه دی چې په پاکستان کې په خپلو کې د سیاسي غلیمانو اتحاد جوړ شوې وي او د اذادو رسنیو، متحرکه عدالتونو، او وېښې ټولنې په وړاندې یې تر تخت او منصب ځانونه رسولي دي.

د ځيني څېړونکو دا گمان بې ځایه نه ښکاري چې د هېواد په ايئن کې ابهام قصداً ساتل شوی دی. په امريکه کې سیاسي ساینس پوهه ولي نصر ددې یو بل علت هم په گوته کوي. ښاغلی نصر د اسلامي جمهوریتونو د سرخط لاندې ليکي د اسلام په نوم جوړ شوي ریاست کې د جمهوریت تصور حقیقي نه دی. دهغه په خیال "جمهوریت د اسلامي ریاست د جوړولو هڅو کې د یو توکي په توگه کارول کیږي چې اقتدار پرې قایم وساتل شي"

په پاکستان کې د جمهوریت تصور غیر حقیقي څنگه دی؟ د ښاغلي حقاني په خیال د پاکستان جرنیلان ځان د ریاست د ژورو مفاداتو محافظان گڼي او دغه ژور مفادات د پاکستان د ائين تر مخه په مذهب اسلام کې پټ دي.

که دغه قیاسونو ته د تاریخ په رڼا کې وکتل شي نو حقیقتا" په پاکستان کې تل د پوځي او اولسي مشرانو د ټولي شریکه واکمني پاتې شوې ده. دغه ټولی ځان د مذهبي او سخت دريځه قام پرستۍ په یو کوشېر شوي شکل کې د ریاست د تشخص څوکیداران بلي. د حقاني په خیال هم په دغه علت په پاکستان کې سخت دریځه مذهبي ډلې ډېرې طاقتوره شوې دي.

د مثال په توگه د جنرل مشرف په دور کې یو خوا د روښان فکرۍ ډنډوره روانه وه او په ظاهره د وسله والو گوندونو په ضد جگړه کیدله خو په حقیقت کې سخت دریځه اسلامي گوندونه طاقتور کیدل. د ښاغلي مشرف په دور کې په پاکستان کې د متحده مجلس عمل په نوم د مذهبي گوندونو اتحاد د هیواد د دریم سیا سي طاقت په توگه د کال ٢٠٠٢ م په عمومي انتخاباتو کې د افغانستان سره د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د دوه سټرا ټیجکي صوبو پښتونخوا او بلوچستان کې میدان وهلی وو.

په دغه اتحاد کې د پاکستان د جوړولو د تحریک د مخالفت کونکي مولانا ابولاعلا مودودي گوند جماعت اسلامي هم شامل وو. د جماعت مشران هر چند که وس وايي چې د ووټ په نظام یقين لري خو په خپل منشور کې یې د حکومت لپاره ١۴٠٠ کاله زوړ نظام غوره کړی دی " د ریاست نمونه به د مدينې د اسلامي ریاست په شان وي" د جماعت اسلامي د پوځي آمر ضیاالحق سره هم اتحاد وو. په دغه دور کې "اسلاميت" د نظامِ حکومت د اولين علامت په توگه ځلیدلو.

جماعت اسلامي په پاکستان کې هغه اسلامي گوند دی چې مشرانو یې په لاهور کې د احمدیانو په ضد سترې سترې مظاهرې کړې وې او په دغه ورځو کې د وخت واکمن او د سیکولر پیپلز گوند جوړونکي ذوالفقار علي بټو د ختمِ نبوت قانون جوړ کړو. ددغه قانون لاندې په هېواد کې احمدیان یا قادیانیان غیر مسلمانان وگرځېدل.

د پاکستان د سر سیاسي مورخینو لکه د محمد حنيف مطابق د پاکستان جوړونکي محمد علي جناح یو روښان فکره ریاست جوړول غوښتل. د جناح په ویناگانو کې شته دی چې په پاکستان کې به هر چاته د خپلو مذهبي چارو اذادي وي. خو د اویایم په لسیزه کې د ښاغلي جناح ایئني تخیل ښاغلي بټو په په منځ غوڅ کړو او یو داسې ائین یې تیار کړو چې اوس ترې نه یواځې د واکمنۍ لالچیان سیاسي گټه اخلي بلکې ددغه آئين جوړېدلو راپدېخوا تر اوسه پورې نزدې ١٥٠٠ کسان د مذهب د سپکاوي د قانون لاندې سزا کړې شوی هم دي چې د تېزندۍ سزاگانې هم پکې شامل دی. د ښاغلي حقاني په خیال " دا قانون په لویه کچه د مذهبي لږکیو په ضد او په ذاتي جگړو کې کارول کیږي"

د مذهبي مفکرينو په خیال د نړۍ په یو هېواد کې چاته هم دغه اذادي نه ده پکار چې هغه د کوم مذهب سپکاوی وکړي خو بدبختانه په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي (توهين رسالت) قانون په ځای کول وس د حکومت سره سره اولس هم خپله زمواري گڼلی ده.

د اولس له لوري ددغه قانون په خپلو لاسونو کې د اخستلو غټ مثالونه د پنجاب صوبې گورنر سلمان تاثير او په عبدالولي خان پوهنتون کې د مشال خان قتلونه دي. د سلمان تاثير ذاتي محافظ ممتاز قادري د خپل نائک د قتل ورستو ويلي وو د تاثير قتلول د هغه مذهبي فريضه وه. پاکستان کې د زرگونو په شمېره کې د قادري پلویان هغه وس یو اسلامي مجاهد (اتل) گڼي او په قبر یې ورله د پېغمبر اسلام حضرت محمد د مزار په طرز یو گنبد خیژولی دی.

بل مثال یې د مشال خان وژنه ده. په پښتونخوا صوبه کې مشال خان په رڼا ورځ د پوهنتون محاصيلينو او ځيني کارمندانو د مذهب د سپکاوي په تور وژلی وو او په خپلو ویناگانو کې یې ويلي وو "د یو مرتد قتلول د دويي مذهبي زمواري وه" د پاکستان د پولیس چارواکو او عدالتونو تر مخه د مشال خان په ضد د هغه د مخالفينو د مذهب د سپکاوي تورونه دروغ وو. د مشال د وینو داغونه په صوبه کې د مذهبی, جمهوري او سیکولر سوچ لرونکو سیاسي گوندونو په لمنو لگیدلي دي.

په پاکستان کې په ذاتي جگړو کې، په کاروبار کې، په خپلویو کې او په سیاست کې د مخالفينو د خاموشه کولو په خاطرد مذهب د سپکاوي گواښونه وس څه نا اشنا خبره نه ده. د پاکستان د اسلامي نظریاتي شورا مشر او عصري عالم قبله ایاز فکر کوي دې قانون ته بیا کتنه پکار ده خو مني چې پکې د بدلون غوښتنه د مرگ سره لوبې کول دي.

په کال ٢٠١٧ کې د پاکستان حکومت په ایوان کې د څوگند اخستلو په فورمه کې د ختمِ نبوت د خانې په وښکلو د پاکستان په پایه تخت کې د سخت دریځه اسلام پالي ډلې لبیک یا رسول الله لخوا تر شلو ورځو یوه احتجاجي ناسته شوې وه. ددغه ناستې د مشرانو په غوښتنو حکومت نه یواځې بخښنه وغوښتله،د مذهبي چارو او اطلاعاتو د چارو وزيرانو خپلې څوکۍ پرېښودلې بلکې حکومت په فورمه کې د ختمِ نبوت خانه بیرته ورشامل کړله.

د سیاسي چارو د پوهانو په خیال په پاکستان کې د پوځ او د مذهبي مشرانو تر منځه د بې ساري اتحاد په موجودگۍ کې دې ته نه دي خوشبينه کیدل پکار چې د ښاغلي جناح د سیکولر پاکستان خوب به په راتلونکو څو لسیزو کې رښتیا شي . داسې اثار هم نشته چې د دین اسلام په څادر کې د انغښتي پوځي او مذهبي مشرانو د بوج لاندې گېر شوي اولس د ستونزو څخه به تحریک جوړ شي او لکه د منځني ختیز په رنگه انقلاب به راولي.

د څېړونکو په خیال تر څو چې د ریاست پاکستان د ائین څخه ابهام ،د نصاب څخه د جهادي سوچ او د گاونډيانو څخه د کرکې په مفکوره کې اغیږل شوي سبقونه ونه ویستل شي تر هغې به د ریاست پوځ او شتمنه طبقه د حاکمیت او غريبه او میانه طبقه د محکومیت ژوند تېروي. ښاغلی حقاني وايي هم په دغه علت "اسلام به د پاکستان په سیاست کې اینده هم مهم توکی وي".