د خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان د پولې تر څنګ د کوه سلیمان غره په ځنګلونو کې یو وارې بیا اور لګیدلی چې لمبې یې تر لرې لرې لیدل کیږي.
د سیمې څخه سرچینو وي او اې ډیوه ته ویلي چې د کوه سلیمان غره په ځنګلونو کې دا اور په څلورو بیلابیلو مقاماتو لګېدلی اؤ د غره په شمال کې په پروت کلي تجري اؤ د بل غره په جنوب المر کله کې دا اور لېدل کیږي.
د سرچینو وینا ده د اور لمبې دومره لوړې دي چې حتی د بلوچستان د دره زنده تحصیل له هیډ کواټر څخه یې هم خلک ویني.
سرچینې وایي دا اور د تېرو څو ساعتو راپدیخوا تر څو کلو میټره ساحې خور شوی دی اؤ د زیتون ، چلغوزیو، نښترو اؤ ګور ګورو ګڼ قیمتي بوټي یې پخپله غېږه کې اخستي دي.
د سرچینو وینا ده چې د حکومت لخوا لا ددې اور د وژلو لپاره هیڅ اقدام نه دی لیدل شوی
تر دې وړاندې دکال 2022م د مۍ پر نهمه د بلوچستان او خيبر پښتونخوا په منځنۍ سيمه شېراني کې د کسۍ غره (کوه سليمان) د چنغوزیو په ځنګل کې اور لګېدلی و.
د ملګرو ملتونو د خوﺭاک او ﺯﺭاعت نړيوالې اداﺭې ايف او ډبليو او د بلوچستان حکومت ﺭپوﺭټ دی، دا غر شپږ شپيته زره هيکټره غځېدلی و او دغه لګیدلي اور پکې د زڼغوزي یا چنغوزیدو لس لکه ونو په ګډون د ياد ځنګل 25 زره ايکړه سيمه سوځولې وه چې په سرکاري رپورټ کې يې تاوان 75 اويا اربه روپۍ ويل شوی و.
د خيبر پښتونخوا او بلوچستان په ځنګلونو کې د مارګلې د ځنګلونو په شان د اورونو لګېدو پېښې په تیرو څو کلونو کې پرله پسې مخې ته راځي.
په دوه زره درویشتم کې د خيبر پښتونخوا د ځنګلاتو او ځنګلي ژوند محکمي نه ترلاسه شويو مالوماتو ترمخه د صوبې په بېله بېلو ځنګلونو کې لګيدلي اور څخه 17 زره اېکړه ځنګل متاثره شوي.
ادارې ویلي وو چې په دغه پېښو کې په کم تعداد کې ونې سوځېدلي دي ولې نورو بوټو ته ډېر زيان رسېدلی۔