عمران خان ځان منتخب وزیراعظم خو مخالفین یې د پوځ ګوډاګی ګڼي

په جنوبي ایشا کې د ترهګرۍ خلاف او د بشري حقونو ملګري تنظیم ساتھ فورم کې د پاکستان ځیني وسنیو او پخوانیو پارلېماني غړو او سفیرانو ويلي په پاکستان کې دا وخت غیراعلانیه مارشل لاده، وزیراعظم عمران د پوځ ګوډاګی دی، او د پاکستان د سیاسي کړکېچ، کمزورې اقتصاد او ګاونډي هیوادونو سره د خرابو سفارتي اړیکو زموار د هیواد پوځ دی. د ساتھ فورم د مشرانو په خیال پوځ اولسي واکمني تر پښو لاندې کړې ده..

په جنوبي ایشیا کې د ترهګرۍ خلاف او د بشري حقونو د ملګرتیا دعوا کونکي تنظیم ساتھ فورم په لسم او و یوولسم اکتوبر دوه ورځنۍ ان لاین غونډه کې د پاکستان وسنیو او پخوانیو پارلیماني غړو، سفیرانو، لیکوالانو او د بشري حقونو فعالانو برخه اخستله.

د پاکستان وزير اعظم عمران خان څو ځله ويلي چې د هېواد منتخب وزيراعظم دی. د پوځ مشر جنرال باجوه هم تېره ورځ ويلي وو چې د حکومت ملاتړ به کوي او دا چې فيصلې يې د قامي ګټو په اساس دي.

د پاکستان پییپلز ګوند یو مشر د صدر اصف زرداري پخواني ویاند او سنیټر فرحت الله بابر په خیال وزیراعظم عمران خان د پوځ د ګوډاګي رول لوبوي:

“عمران خان د ګاډي د ډرایور په سیټ ناست دی او خوشاله دی چې ګاډی یې روان کړی دی خو د ګاډی د چلولو ټول اختیار د پوځ په لاسو کې دی”

د ښاغلي بابر په خیال په پاکستان کې پوځ ځان پارلیمان ته جوابده نه ګڼي. ښاغلي بابر وویل چې پارلیمان د پوځ نه د عملیاتو، د خلکو د بې درکه کولو، په هیواد کې د کاروباري ادارو د ملکیت او د پوځي افسرانو په بهر هیوادونو کې د کاروبارنو په سر پوښتنې وکړي نو ځواب کې ورته یواځې دا وویل شي: “دا خبرې د راز دي او حساسه دي”

په ساتھ فورم کې چې کومو نورو فعالینو، خبریالانو او سیاسي مشرانو وېناګانې وکړې په هغې کې پخوانی سفیر کامران شفیع، جعفر ای مرزا، طاهره جبین، رسول محمد، جوهر لونګین، ماروي سرمد، طاحا صدیقي، وقاص ګورایه، طاهر ګورا، ګل بوخاري، روبینا ګلینووډ، شهزادعرفان، ساغر شیخ او رفیع الله کاکړ هم شامل وو.

سیاست وال او پخواني سنیټر افراسیاب خټک د ساتھ فورم غونډې وړومبۍ برخې ته وویل دا وخت په پاکستان کې غیر اعلانیه مارشل لاه ده. هغه وویل په پاکستان کې ایوب خان، یحیا خان، ضیاالحق او جنرل مشرف اعلانیه مارشل لا لګولې وه خو اوسنۍ غیر اعلانیه ډیره بد تره ده:

“دې ائین، ائیني نظام،او ائیني ادارې ولګرایز( لغړې) کړي دي”

که څه هم د ساتھ فورم مشرانو د پاکستان د وسنۍ وضعې زموار پوځ ګرځولی دی خو زیاترو دا هم منلې چې د هیواد سیاسي مشران د اولسي واکمنۍ د نشتوالي زموار دي.

د شمالي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي او د پښتنو د حقونو لپاره کارکونکي تحریک پي ټي ایم یو مخکښ محسن داوړ د ساتھ فورم غونډې ته وویل وس چې کوم سیاسي ګوندونه دا ګیله کوي چې دوي ته غداران ویل کیږي دا کارونه دوي هم په خپل وخت کې کول. هغه وویل دا وخت چې د سیاسي ګوندونو کوم اتحاد جوړ شوی دی, دې ورباندې ډېر باور نه لري، هغه خبردارې ورکړو که اوس هم دې ګوندونو د خپلو تیرو غلطیو نه زده کړه او نه کړله نو بیا به لاسونه مروړي.

د پاکستان د پارلیمان د پخوانۍ غړې بشراګوهر په خیال سیاسي مشران ګڼي د پوځ د خوښې بغیر واک ته نه شي رسېدلې: “دوي ځانونه پوځ ته سپارلي دي”

د بشرا ګوهر په خیال که څه هم په پاکستان کې اولسي واکمني چقول شوې خو ځيني خلک وس هم بیداري پیدا کوي.

د هغې په خیال پي ټي ایم په اولس کې بیداري پیدا کړه، د ښځو ایکشن فورم، د بشري حقونو سازمان، د وکیلانو مرکزي سازمان پاکستان بارکونسل اوځیني ججان داسې ګامونه اخلي چې د ښې ورځې تمه ترې کیدی شي.

د بشري حقونو فعالې ګلالۍ اسماعیل د ساتھ فورم غونډې ته وویل چې په پاکستان کې د بشري حقونو لپاره جوړ قوانین د دوي په ضد د وسلې په توګه کارول کېږي:

“دغه قوانین د هغوي په ضد د وسلې په توګه کارول کېږي”

اغلې ګلالۍ وویل ددې قوانینو غلط استعمال داسې کیږي چې څوک د ادارو په کار نیوکه وکړي نو په ضد یې د غدارۍ مقدمه جوړه شي. د هغې په خیال کله چې ددې په ضد د غدارۍ مقدمه شوې وه نو د هیواد د لویو سیاسي ګوندونو مشرانو ځان غلی کړی ؤ:

“ًکه دوي هغه وخت ځان غلی کړی نه وې نو نن به د دوي خلاف د غدارۍ مقدمې نه جوړیدلې”

د ساتھ فورم په دوه ورځنۍ غونډه کې بل شریک کوربه ډاکټر تقي وویل د اولسي واکمنۍ سیاسي جګړه ګټل په اوږده مبارزه غواړي:

“د پټو دروازو شاته فیصلو د لارې اولسي واکمني نه شي راتلې”

د ساتھ فورم شریک جوړونکي او په واشنګټن کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني د ساتھ فورم غونډې ته وویل دوي د کومې ادارې په ضد نه دي بلکې په پاکستان کې د اولسي واکمنۍ لپاره غږ پورته کوي، هغه وویل دوي ته په دې بنیاد غداران ویل کېږي چې دوي په سیاست کې د پوځ په کردار نیوکې کوي.

حسین حقاني د غونډې پس وي او ای ډیوه ته وویل د قامي مفاد فیصلې د هغې هیواد د اولس نمایندګان کوي.

Your browser doesn’t support HTML5

حقاني دا هم وویل چې پخوا هم ددغه شان پوځي سوچ په وجه پاکستان دوه ټوټې شوې او بیا هم داسې کیدی شي

د ډیوه ددې تپوس په ځواب کې چې په تاسو د هیواد په ضد د منفي پروپیګنډې تور دی نو ښاغلي حقاني ددې نه انکار کړو چې دوي د هیواد په ضد غلیمانه پروپیګنډه کوي، د هغه په خیال دوي د هیواد او ادارو سره مینه لري خو د اولسي واکمۍ غوښتنه به تل کوي.

په ساتھ فورم کې چې کومو نورو فعالینو، خبریالانو او سیاسي مشرانو وېناګانې وکړې په هغې کې پخوانی سفیر کامران شفیع، جعفر ای مرزا، طاهره جبین، رسول محمد، جوهر لونګین، ماروي سرمد، طاحا صدیقي، وقاص ګورایه، طاهر ګورا، ګل بوخاري، روبینا ګلینووډ، شهزادعرفان، ساغر شیخ او رفیع الله کاکړ هم شامل وو.

ساتھ فورم د ښکاره اولسي سیاست دعوا لري خو د خپلو ځیني غړیو د اختلاف جود یې دا ځل پرېکړه کړې وه چې دا غونډه به نیغ په نیغه په رسنیو نه ښودل کیږي او نه به د غونډې په وخت په رسنیو ټويټونه کېږي. ساتھ فورم دا نه دي ویلي دا فیصله دوي ولې وکړه؟

د حکومت او پوځ دریځ

په پاکستان کې د وزیراعظم عمران خان تحریک انصاف د 2018 انتخاباتو په نتیجه کې واک تر لاسه کړی دی او وايي په انتخاباتو کې درغلي نه ده شوی. انتخابات د پاکستان تر سیوري لاندې شوي وو او پوځ هم یاد انتخابونه پاک او صاف ګڼي.

وي او ای ډیوه د واکمن تحریک انصاف ګوند د حکومتي او سیاسي مشرانو سره رابطه وکړه چې د ساتھ فورم د مشرانو په نیوکو یې غبرکون واخلي خو چا هم په دې موضوع خبرې او نه کړلې.

تیره اونۍ د پاکستان وزیراعظم عمران خان په یوه ټي وي مرکه کې ویلي وو حسین حقاني په بهر هیواد کې ناست دی او د هندوستان په لمسه د پاکستان په ضد کار کوي، عمران خان شخصي ټي وي سما ته وویل:

“حسین حقاني بهر ناست دی،هغه پوره تحریک شورو کړی”

هغه وویل بیا په پاکستان کې نادانه لیبرل هم واي دوي د پوځ په ضد دي.

په یو داسې وخت کې چې د پاکستان زیاتره سیاسي ګوندونه، بشري ټولنه او فعالین فکر کوي په پاکستان کې اولسي واکمني د پوځ په موټي کې ده د پوځ مشر جنرل قمر باجوه ويلي د هیواد پوځ هر کار د آئین لاندې په قامي مفادو کې کړی دی. په پوځي اکیډمۍ کاکول ایبټ اباد کې جنرل باجوه وویل:

"دښمن په خپل هدف کې د ناکامۍ ورستو د پاکستان په ضد هائبریډ جګړه شورو کړیده”

که څه هم هغه ددغه “هایبریډ دښمن”نوم نه دی اخستی خو د هغه په خیال ددې جنګ هدف قامي مشران دي.

جنرل قمر باجوه دا هم وویل چې پوځ ته کوم کار سپارل کیږي کوي به یې. جنرل باجوه په خپل تقریر کې وویل چې د پاکستان ائین د پاکستان د پوځ لارښود دی، د هغه په خیال اولس، دستور، او دستوري روایتونه ساتل د پوځ زمواري ده.

په پاکستان کې د پوځ او عمران خان نقادان د جنرل باجوه ددې خبرې سره اتفاق نه کوي چې په د هیواد خلاف د غلیم په لمسه د رسنیو د لارې منفي پروپیګنډه روانه ده.