کورمه:روغتیایي چارواکي وایي د وسله والو برید کې د ژوبل شوي ډپټي کمشنر حالت د اندېښنې وړ دی

د کورمې ډپټي کمشنر جاوید الله مسید

د خېبر پښتونخوا په ناکراره قبایلي ضلعه کورمه کې د ډپټي کمشنر په قافله د وسله والو په برید کې د ډپټي کمشنر جاوید الله مسید په ګډون پينځه نورتنان ژوبل شوي چې پکې درې د ايف سي عسکر، یو پولیس او يو لاروی شامل دي.

د کوزې کورمې د صدې روغتون اېم اېس يا مشر ډاکټررحيم ګل وي او اې ډيوه ته د ډپټي کمشنر او پينځوؤ نورو تنانو د ژوبل کېدو پخلی کړی او وايي ډپټي کمشنر دوه ډزه لګېدلی او روغتیایي حالت یې د اندېښنې وړ دی.

د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او اې ډیوه ته ویلي چې د خالي د ورځې په سهار د ډپټي کمشنر قافله له بګن سیمې څخه تېرېدله چې په دغه مهال پرې نامعلومو وسله والو ناتاره ډزې وکړې.

د ډاکټرګل رحيم د پوځي روغتون یا سي اېم اېچ د ځېنو چارواکو له قوله ویلي چې د ډپټي کمشنر جاوید الله مسید حالت ښه نه دی اوهغه دوه ډزه د شا نه لګېدلی او په يوه ګولی په ملا لګېدلی دی.

هغه وايي د دوه اېف سي ځواک عسکر په صدې روغتون کې داخل دي او د يو حالت پکې مرګونی دی.

د خېبرپښتونخوا حکومت وياند بېرسټرسېف په خپل يو تازه بيان کې ويلي کورمې ته د تلونکې امدادي قافلې تګ په عارضي توګه څه وخت د پاره ځنډول شوی او چې څنګه حالات ښه شي نو قافله به بيا روانېږي

بېرسټرسېف ویلي په کورمه کې د نامالومه وسله والو له خوا د ډپټي کمشنر په قافله برید شوی چې پکې هغه په ډزو لګېدو لګیدلی اؤ له ژوبلېدو وروسته عليزئ روغتون ته وړل شوی ؤ او اوس هغه ځای نه ټل سي ايم اېچ (پوځي روغتون) ته منتقل کړی شوی دی.

هغه زياتوي ډپټي کمشنرسرجري يا عمليات روان دي او د هغه حالت يې د اندېښنې وړ بللی دی

د نوموړي په وینا په سيمه کې د امنيتي ځواک سرتېرو حالات قابو کړي دي

بلخوا په کوزې کورمې په مندوري کې د ځايي خلکو له خوا د لارو تړل کېدو په ضد پرلت روان دی او د پرلت يو مشر حاجي کريم خان وي او اې ډيوه ته ويلي تر څو چې د دوي غوښتنې نه وي منل شوې تر هغې به امدادي قافله په ټل۔پاړاچنار سړک پرې نه ږدي.

هغه وايي لاره د عامو خلکو د تګ راتګ د پاره خلاصه ده

دې ترڅنګ په برني کورمې پاړاچنار کې هم احتجاجي پرلت دوام لري او پرلتوال وايي احتجاج به يې تر هغې روان وي ترڅو پورې چې ټل۔پاړاچنار لاره په مکمله توګه نه وي خلاصه شوې.

د کورمې په انتظامي مشر دا برید په داسې حال کې شوی چې د جنوری په وړومبۍ نېټه د شيعه او سني ټولنو ترمنځ د حکومت په منځګړيتوب جرګه ترسره شوې جرګه کې دواړو فريقينو د امن په لوظنامه لاسيلکونه کړې دي.

د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې کې د روان کال اکتوبر د 12مې راهسې د شيعه او سنيانو ترمنځ نښتې شوې، د ټل، پاړاچنار لاره تړل شوې، او د بيا د 21م نومبر راهسې په بېلابيلو پېښو کې د 135 نه زيات کسان مړه شوي او 180 نور ژوبل شوي وو، دغه لاره بنده پاتې ده