په ښځو جنسي، جسماني، زهني او معاشي تششدد ولې کیږي؟

د بشري حقونو د خوندي ساتونکو او ماهرانو خیال دی چې په پاکستان کې په ښځو د جسماني، جنسي او زهني تششدد علتونه ډیر دي خو بینادي دوه پکې دا دي چې ښځې په اقتصادي توگه سړیو ته محتاجه دي او په کلتوري، روایتي او مذهبي توگه د توپيري چلن سره مخ دي.

د سردار بهادر خان د ښځو پوهنتون پروفیسره رخشانده زرار د پوهنتون په یو رپورټ کې ليکي چې د پاکستان نزدې هره ښځه په خپل ژوند کې یو ځل د څه نه څه تششدد نه تیریږي.

په تیرو څو میاشتو کې داسې رپورټونه سوا شوي دي چې سړو پکې یا خو د خپلې ښځې نه په زوره وېښته خرولي وي او یا یې ورباندې نور جسماني تششدد کړی وي.

تیره اونۍ په پنجاب صوبه کې په اسما عزیز نومي ښځې باندې خپل خاوند تشدد وکړو او د هغې وېښتان یې وخرول. اسما ويلي دي خپل مېړه یې په زوره وېښتان وخرول ځکه چې دې ورته د گډیولو نه انکار کړی وو.

د پاکستان د "کمیشن آن دي سټییټس آف وومن" تر مخه د کال 2017/16 په مقابله کې په ښځو په ټول پاکستان کې اضافه شوې ده.

ښځې د پاکستان د ټولې 207.7 میلینه ابادۍ 49 فیصده دي. خو د بشري حقونو د خوندي ساتونکو په خیال په پاکستان کې ښځې د سړیو په مقابل کې لکه د یو غلام انسان په شان ژوند تيروي.

د وومن پيس اینډ سیکورټي انډکس د یو رپورټ تر مخه په پاکستان کې په ښځو د تششدد کچه ډېره اوچته ده او دا هیواد په ښځو د جسماني، جنسي، زهني او معاشي تششدد له کبله په نړۍ کې د تر ټولو شاته پاتې پینځه هېوادونو په قطار کې دی.

د رپورټ تر مخه د ښځو سره د امن او انصاف د نشتوالي لپاره پاکستان د نړۍ په 153 هیوادونو کې په 150 نمبر دی.

تیر کال د امرېکې د جارج ټاون انسټي ټیوټ فار وومن پيس د ناروی د پيس ریسرچ د ادارې په مرسته په یو رپورټ کې ويلي وو چې په پاکستان کې د سړیو او ښځو تر منځ لوی ټولنيز توپیر موجود دی.

د پاکستان د سرکاري شمېرو تر مخه په پخوانۍ فاټا کې 56 فیصده، بلوچستان کې 48فیصده، په پښتونخوا کې43 فیصده او په سیند کې 15 فیصده، ښځې په کورونو کې د خاوندانو یا دکور د نورو نارينوو د لاسه د تششدد ښکار شوي دي.

د پاکستان هیلت اینډ ډیمو گرافیک سروی 20117/18 په یوه نظر پوښتنه کې هرې ښځې دويي ته وویل چې په څه نه څه شکل کې د خاوند د لاسه د جسماني، جنسي او یا زهني تششدد سره مخ شوي دي.

جسماني تششدد: په دې کې ټیلوهل، ششوهل،په یوشي ویشتل، په سپېړه وهل،لاس مروړل، وېښته راښکل، د سُوک گذار کول، په لته وهل، په زمکه راښکل،په مرۍ غلي کیدل، سوزول،په چاقو یا چاړه گذار کول، یا په ټوپک تمانچه ویشتل شامل دي.

جنسي تششدد: په دې کې د جنسي عمل په خاطر ځان سره په زوره سملول، د یو داسې جنسي عمل غوښتنه چې ښځه یې نه خوښوي، د ښځې د خوښې په ضد گډول (رقص) یا د داسې عمل غوښتنه چې ښځه پرې راضي نه وي، یا ښځه چې په گیډه وي یا د مخصوصه ناروغۍ په حال کې وي او سړی یې کور والي ته جبرن تیاروي.

زهني یا جزباتي تششدد : په دې کې ښځو ته کنځل کول، خپلوانو یا نسب ته سپکې سپورې ویل، گواښیدل، د مذهب یا کلتور په سر پېغورونه کول، یا د ځنارو سره تشبیه ورکول شامل دي.

د بشري حقونو کار مندان وايي ددې هر څه ډېر علتونه دي خو دوه پکې ډېرغټ دي، یو دا چې ښځه په معاشي توگه سړي ته محتاجه ده او بله دا چې قوانين نیمگړي او د ښځو لپاره غیر دوستانه دي.

د ښځو د حقونو لپاره کار کونکې او د اوئر گرلز مشره گلالۍ اسماعيل وي او ای ډیوه ته ويلي دي په پاکستان کې ښځه خبر ده چې څه حقونه لري خو د ویرې د خپلو حقونو تپوس نه کوي. د گلالۍ په خیال ښځه په معاشي توگه سړي ته محتاجه ده.

د کارپوهانو په خیال په پاکستان کې ښځو ته د نوکریو اجازت نه وي. سړي دا خبره منلو ته تیار نه دي چې ښځې دې کارونه وکړي ځکه زیاتره ښځې روپو ټکو ته نارينوو ته محتاجه وي.

د نړیوال بینک د کال 2018 د رپورټ تر مخه دا وخت په ټول پاکستان کې د ښځو په عمومي ملازمتونو کې برخه یواځې 25 فیصده ده. ورلډ بینک وايي د دوي هدف دا دی چې په کال 2025 کې دا شمیر 45 فیصدي شي.

خو گلالۍ وايي چې په پښتونخوا کې دا شمېر نور هم کم دی او داسې هیڅ حکومتي یا اولسي منصوبه نشته دی چې گني په راتلونکو شپږو کالو کې به دا هدف تر لاسه کیدی شي.

د کار پوهانو په خیال ښځې اکثره عدالتونو ته ځکه نه ځي چې دویي سره ویره وي که کیس یې وبایللو نو یبا به ورسره د سر د پټولو بندوبست نه وي او ښځه چې د خپل، پلار، خاوند، ورور یا زوي خلاف عدالت ته لاړه شي نو په ټولنه کې ورته په روایتي توگه سم نه کتل کیږي.

په پښتونخوا صوبه د ښځو د خوندي ساتلو لپاره یواځې اووه مرکزونه یا شیلټر هومز دي. کارپوهان وايي دا مرکزونه ډېر کم دي.

د بشري حقونو لپاره کار کونکی قانون دان قمر نسيم وي او ډیوه ته ويلي دي چې ښځې د ځان خلاف د تششدد د رپورټ لپاره تاڼو ته د نه ورتگ یوه بله وجه دا ده چې په تاڼو کې د تحقیقاتو نظام ډېر کمزوری دی.

دی وايي په تاڼو کې د ښځو ملازمانو شمېره کمه ده. په پولیس محکمه ، عدالتونو، او قانوني مرسته کونکو ادارو کې زیاتره سړي دي.

د گلالۍ تر مخه په دې نظام کې د بدلون ضروت دی، په پولیسو کې د ښځو شمار سوا کول پکار دي، معاشي بیداري پکار ده، شیلټر هومز سوا کول پکار دي.

د پولیس رپورټ تر مخه تیره اونۍ د پېښور په متره سیمه کې حسین نومې یو تن په خپله ښځه صالحه بي بي تششدد وکړو او د سر ویښته یې ترې وخرول. د مترې د پولیس افسر رفيق وي او ای ډیوه ته وویل حسین پولیسو په خپله ښځه د تششدد اقرار کړی دی.

د پولیس افسر تر مخه تورن تن حسین ورته وویل چې ښځه یې د خپلوانو کره سرتوره په ښادۍ کې گډیدله. د ده ورسره په کور کې په دې خبره جگړه وشوه، دی په طیش (غصه) کې راغلو او د ښځې د سر ویښته یې وخرول.

گلالۍ وايي داسې تل کیږي چې سړي په طیش کې راځي، ښځو کله هم په جگړه کې نه خو د خاوند د سر ویښته خرولي او نه یې ورله گیره خرولی ځکه چې د سړي په معاشي توگه په ښځه لاس بر وي او د ښځې سره تل دا ویره وي چې که د کوره ووځم نو چرته به ځم؟

د قمر نسيم په خیال که د کورني تششدد په خلاف کوټلي قوانين جوړ شي نو په دې کې کمی راتلی شي.

د پېښور ښار دپولیسو د عملیاتو افسر ایس ایس پي ظهور افريدي په یوه مرکه کې وي او ای ډیوه ته ويلي دي چې د ځانگړي قوانيونو کمی شته دی خو د پاکستان پينل کوډ لاندې هر چاته قانوني تحفظ ورکړی شوی دی. افريدی مني چې د پولیسو د تفتيش په نظام او تاڼه کلچر (کلتور) کې د بدلون ضرورت دی.

د ظهور افريدي په خیال د سزا ورکول کیدلو شرح ډېره کمه ځکه ده چې د پولیسو سره د تفتيش لپاره وسایل کم دي، د مثال په توگه فارنزک لیب (د لاسو د گوتونښې او دگڼ شمیر نورو شهادوتونو د پلټنو مشینان) کم دي او نور وسایل هم پکار دي.

خو ښاغلی افریدی دعوا کوي چې باجود د وسایلو د کمي د پېښور پولیس ډېر چټک دي او چرته چې د زیادتۍ رپورټ وشي دوي هرو مرو د انصاف رسولو لپاره هڅه کوي.

په پاکستان کې د ښځو خلاف د تششدد د مخ نيوي په خاطر ځیني ټولنيزو تنظیمونو د بیدارۍ سوا کولو لپاره هلې ځلې سوا کړي دي خو د کار پوهانو خیال دی د پاکستان په وسني ریاستي قانوني چوکاټ کې د ښځو د سړیو د برابرۍ خوبونه رښتیا کیدل به یو اوږد او مسلسل جدوجهد غواړي.

په دې موضوع نور تفصيل په لانديني لینک اوریدی شئ

Your browser doesn’t support HTML5

په پاکستان کې په ښځو جنسي، جسماني او زهني تششدد ولې کیږي؟