ډاکټر ماه رنګ بلوڅ د سږ کال د سولې نوبل جایزې ته نومول شوې ده

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د بلوڅانو د حقونو او د جبري لادرکه بلوڅانو لپاره د مبارزه کوونکي تنظیم «بلوچ یکجهتي کمېټۍ» مشره ډاکټر ماه رنګ بلوڅ هم په هغو کسانو کې ده چې د 2025م کال د نوبل د سولې جایزه ته نومول شوي دي.

تر اوسه پورې د پاکستان دوو کسانو ته د سولې نوبل جایزې ورکړل شوې ده، لومړی یوه ساینسپوه ډاکتر عبدالسلام ته په 1979م کال کې د فزکس په برخه کې نوبل جایزه ورکړل شوې وه او بیا د نجونو د تعلیم لپاره مبارزه کوونکې د سوات ملالې یوسفزۍ ته په 2014م کال کې دا جایزه ورکړل شوه.

په ناروې کې مېشت خبریال کیا بلوڅ دوې ورځې وړاندې پر خپل ایکس ټولنیزه رسنۍ باندې یو پوسټ کړی وو او لیکلي یې وو چې د بلوڅو د حقونو مشهوره فعاله ماه رنګ بلوڅ د 2025م کال د نوبل د سولې جایزې ته نومول شوې ده.

ماه رنګ بلوڅ بیا دغه پوسټ پر خپل ایکس هم شریک کړی وو او د نوبل جایزې ته د نومول کېدو خبر یې تایید کړی وو.

ماه رنګ لیکلي، پر ټولنیزو رسنیو د دې خبر له خپرېدو وروسته د رسنیو کارکوونکي ورسره رابطې کوي او وایي "زه دا تاییدوم چې دا ریښتیا ده". ماه رنګ وایي د نوبل د امن جایزې ته په نومول کېدو ورته عزت ورکړل شوی دی:

"دا [جایزه] زما لپاره نه ده، دا د هغو زرګونو بلوڅانو لپاره ده چې په جبري توګه ورک شوي او کورنۍ یې د انصاف غوښتنه کوي. نړیواله مدني ټولنه او مهذب ملکونه باید په بلوچستان کې د بشري حقونو لپاره مبارزه له پامه ونه غورځوي".

د 2025م کال لپاره د نوبل د سولې جایزې ته ټول 338 نامزدګۍ شوې دي، چې په دې کې 244 د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو اشخاص او 94 بېلابېل تنظیمونه دي.

په 2024م کال کې د سولې نوبل جایز ته ټول 276 کسان او ادارې نومول شوې وې. د نومول شوې کسانو او ادارو تر ټولو لوړ شمېر په 2016 کال کې وو، چې 376 نامزدګۍ ورته شوې وې.

د 2025م کال د نوبل د سولې جایزې لپاره د نومول کېدو وروستۍ نېټه د جنورۍ 31مه وه. کېدای شي د ناروې د نوبل کمېټۍ غړي د خپلې لومړۍ غونډې په نتیجه کې په فهرست کې نور نومونه هم ور زیات کړي. دا غونډه د فرورۍ په 28مه شوې وه.

د نوبل کمېټۍ نه د نوماندانو نومونه رسنیو ته تاییدوي او نه هم پخپله نوماندان پرې خبروي، خو داسې هم شوي چې د نوماندانو نومونه په رسنیو کې یا یواځې د اټکلونو په نتیجه کې را څرګند شوي او یا اشخاص پخپله خبر ورکړي ځانګړي کسان یا ادارې یې د نوبل جایزې ته نومولي دي.

ډاکټر ماه رنګ بي بي سي ته ویلي، د ناروې د نوبل کمېټۍ دا دود لري چې تر 50 کلونو پورې د نومول شویو کسانو او ادارو نومونه نه خپرېږي، خو وایي نوماندان کولای شي خپل نومونه په ډاګه کړي، د دې په نظر "په دې کې هیڅ خنډ نه شته".

د ماه رنګ په وینا، د دې د نوماندۍ په کار کې هغه چا دا خبره کړه چې دا یې د سولې نوبل جایز ته نومولې وه، وایي "د جنورۍ په میاشت کې زما تر نومول کېدو مخکې له ما اجازه وغوښتل شوه".

ماه رنګ بلوڅ د جبري بې درکه بلوڅانو د کورنیو له ښځو سره ناسته ده.

د ماه رنګ بلوڅ مبارزه

ماهرنګ د کوټې ښار په بي ایم سي روغتون کې سرجن ډاکټره ده او لا ماشومه وه چې په 2009م کال کې یې د خپل پلار عبدالغفار لانګو د جبري بې درکۍ خلاف په احتجاجونو کې ګډون پیل کړ.

خو نوموړې د 2023م کال له دسمبر میاشتې را وروسته هغه وخت زیاته مشهوره شوه چې د جبري لادرکه کسانو د موندنې لپاره یې له کوټې اسلام اباد ته د ښځو او نارینه وو په ګډون اوږد پیاده لاریون وکړ.

د یوه جبري لادرکه شوي او وژل شوي بلوچ سیاستوال لور ډاکټر ماهرنګ بلوچ د نړیوالې «ټایم» مجلې د 2024م کال د هغو 100 اغېزمنو کسانو په فهرست کې شامله کړی شوې وه چې د ژوند په بېلابېلو برخو کې یې په لږ وخت کې زیات خلک اغېزمن کړي دي.

«ټایم» مجلې لیکلي وو، اسلام اباد ته د ماهرنګ بلوچ اوږد لارون د بلوڅانو مبارزې ته د نړۍ بېسارۍ پام اړولی دی، د مجلې په وینا ماهرنګ باور لري چې د هغې تحریک به دوام وکړي. هغې ویلي ټایم مجلې ته ویلي وو، "ډېر ګواښونه دي. ډېر ظلم دی، بیا هم موږ به د انسانیت لپاره مبارزه وکړو".

«ټایم» مجلې د 2024م کال د سل اغېزمنو کسانو په فهرست کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو هغه کسان شامل کړي وو چې د هنر، ورزش او بشري حقونو د مبارزې په برخه کې تېر کال په بېسارې توګه ځلېدلي وو.