د فیسبوک بنسټګر به نن د امریکا ولسي جرګې ته سپیناوي کوي

د فېسبوک مشر مارک زوکر بړګ به نن يو ځل بيا د امریکا د کانګرس د ولسي جرګې يوې کمېټي ته وړاندې کيږي چې د ټولنیزو رسنیو د کارونکو د شخصي معلوماتو د پټ ساتلو په اړه د فېسبوک راتلونکې تګلاره په ډاګه کړي.
نوموړی پرون د سنا کمېټۍ ته ورغلی و چېرې چې له هغه څخه د فیسبوک د ميليونونو کارونکو د پټو معلوماتو د خپرېدو پر سر سختې پوښتنې وشوې.

د فېسبوک مشر مارک زوکر بړګ دا خپله غلطي وګڼله او د ولس نه يي له همدې امله بخښنه وغوښته.

خو د سنېټ غړو ويلي، د بخښنې پر ځآې دې فېسبوک د خلکو د معلوماتو د خوندي ساتلو په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

سناتورانو همدارنګه له فیسبوک څخه وغوښتل چې په روسیه کې دې د هغه جعلي اکاونټونو بلاک کړي له کومو چې د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو او له هغو مخکې خلکو ته یو اړخیز معلومات خپرېدل.

له ورمانټ څخه ډیموکراټ سناتور پټریک لي وویل، له فیسبوک څخه ناوړه ګټه اخیستل اوس له امریکا څخه د باندې هم زیات شویدي چې په برما کې د روهینګا د لږکیو په وړاندې د فیسبوک له لیارې د کرکې او نفرت خپریدل يې یوه ښه بیلګه ده.
په فېسبوک تور دی چې په کال ۲۰۱۶ کې يي د ۸۷ ميلیونو کسانو شخصي معلومات د برتانیې کېمبرج اېنالېټيکا نومې کمپنۍ ته ورکړي وو؟

ولسمشر ډانلډ ټرمپ دغه کمپني د خپل صدارتي کمپاین لپاره نيولې وه چې د دده لپاره د پلويانو ملاتړ راخپل کړي.

د فېسبوک مشر زوکړ بړګ وايي، د فېس بک څه د پاسه دوه میلیاردو کارونکو د شخصي معلوماتو د پټ ساتلو لپاره به نوې تګلاره جوړوي.