فېصل اباد: د دوو “بېګناه طالبعلمانو” په وژنه عدالت څلورو پولیسو ته د تېزندۍ سزا اورولې ده

د پاکستان د پنجاب ایالت فیصل اباد سیمې ځایي عدالت د دوؤ “بېګناه طالبعلمانو” په وژنه څلورو پولیس عسکرو ته د تېزندۍ سزا اورولې ده.

پاکستاني مطبوعات وایي چې دغو پولیسو په کال 2018م کې د فیصل اباد په ملت ټاؤن سیمه کې دوه طالبعلمان په یوه جعلي پولیس مقابله کې وژلي وؤ.

ددغه مقدمې فیصله د ګل- دوشنبې په ورځ د فیصل اباد د ضلعي عدالت ایډيشنل سیشن ججې سجیده اختر اورولې ده اؤ د پېښې په تړاؤ نیول شوي پولیس حوالدار اصغر علي،فلک شیر، فیصل اؤ وقاص یې د تېزندۍ په سزا محکوم کړي دي.

عدالت دغو تورنو پولیسو ته د جرم په ثابتېدو د تېزندۍ تر څنګ د لسو،لسو لکو روپو د جرمانې سزا هم اورولې اؤ په پېښه کې تورن یو پولیس افسر جاوید اختر یې له مقدمې بری کړی دی.

دا پېښه په اتم اګست کال 2018م کې د ملت ټاؤن تاڼې په سیمه باغ والي پلي کې هغه مهال رامنځته شوې وه چې د ارسلان اؤ عثمان په نومونو دوه طالبعلمان په بازار کې له شوارما خوړلو وروسته کور ته روان وؤ اؤ پولیسو پرې ډزې کړې وې.

د پولیسو په ډزو کې دغه دواړه طالبعلمان وژل شوي وؤ چې له هغې وروسته پولیس دې پېښې ته د پولیس مقابلې نوم ورکړی ؤ.

خو مطبوعات وایي چې وروسته په پلټنو کې ثابته شوه چې وژل شوؤ طالبعلمانو هیڅ جرم نه ؤ کړی اؤ پولیسو هغوي باندې هیڅ بېڅه ډزې کړې اؤ وژلي یې وؤ.

په پاکستان کې اکثره په جعلي پولیس مقابلو کې د عدالت ترشا خلک وژل کیږي چې وخت د بشري حقونو تنظیمونو اؤ مدني ټولنې ددې په ضد احتجاجونه هم کړي دي.

څېړونکي وایي چې تر اوسه په دې جعلي مقابلو کې ډيرو پولیسو، د ایف سي اؤ رینجرز عسکرو ته د عدالتونو لخوا د تېزندیو سزاګانې اورول شوي خو وایي په دې سزاګانو بیا وروسته عمل ځکه ونه شي چې یا خو اعلا عدالتونه د هغوي سزاګانې ختمې کړي اؤ یا بیا د وژل شوؤ کسانو کورنۍ د پولیسو سره راضي نامې وکړي اؤ هغوي له سزاګانو بچ پاتي شي.