د خېبر پښتونخوا حکومتي ویاند بیرسټر سیف پخپل یو بیان کې ویلي چې د اپیکس کمیټې د پرېکړې په رڼا کې به ټوله کورمه له وسلو پاکولی شي.

Your browser doesn’t support HTML5

په کورمه کې د وروستیو خونړیو پېښو وروستو چې اپېکس کمېټې په سیمه کې د خلکو نه د وسلو راغونډولو کومه پرېکړه کړې ده، دې ته ځایي اوسېدونکو کلک غبرګون ښودلی دی. وايي که امنيت ساتونکو ادارو په وخت ګامونه اوچت کړي وای، نو دلته به امنيتي وضع دومره نه خرابېده. تفصیل فريد شينواری وړاندې کوي.