په بلوچستان کې يوه کورنۍ وايي چې د ظهير احمد په نوم د دوی یو تن له درو ورځو څخه بې درکه شوی دی. په ضلع کېچ کې هم له تېرو شپاړسو ورځو راهېسي پرلت روان دى چې په کې احتجاج کوونکي د بې درکه شوو کسانو د راخوشي کېدو غوښتنه کوي. نور حال له کوټې څخه د حميد سمسور په رپوټ کې:
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف ویلي، افغان طالبان چمتو نه دي چې د پاکستان د حکومت ضد وسله والو پر ضد اقدام وکړي. طالبانو یو ځل بیا ویلي چې که هر څوک په هره بهانه د افغانستان پر حریم تجاوز وکړی، د نتیجو مسولیت به یې پخپله غاړه وي. تفصیل د رابعه پیر په رپوټ کې:
د ګرمۍ په دې موسم کې د صوابۍ د سرو او خوږو هندوانو باغونه فصل اخېستو ته تيار شوي دي. دا فصل، د پنجاب د هندوانو نه ورستو تياريږي نو ځکه د صوبې سيمو او بيا تر پنډۍ او اسلام آباده پورې دا هندوانې ليږلی کيږي په کومو چي خرچي خو زياتې دي ولي نرخونه ئي هم لوړ دي. په دې اړه ګورو د ملک وقاص دا رپورټ.
د خیبرپښتونخوا په صوابۍ ضلعه کې د لوډشېډېنګ او د بجلۍ د قیمت په اړه احتجاجي هړتال شوی دی. دوی وايي، هغه بجلي چې پخپله د صوابۍ پیداوار دی، په ځایي خلکو په ګرانه خرڅيږي او دپاسه یې لوډشېډینګ هم ورباندې راځي. مدثرشاه هلته ورغلی او له احتجاج کوونکو سره یې خبرې کړې دي.
د قطر په پایتخت دوحه کې نن ماښام د افغانستان په تړاو درېمه نړېواله غونډه کیږي. په دې کې د افغان ښځو د استازو او مدني فعالانو د نه ګډون او په اېجېنډا يو شمېر افغان مېرمنو بې باوري څرګنده کړې ده. په دې حقله پېښور کې د ډيوه خبريال عبدالرزاق د افغان ښځو نظرونه راټول کړي دي:
په پاکستان کې د ممکنه پوځي اپرېشن عزمِ استحکام په هکله پښتنانه اندیښمن دي اؤ وایي تېرو اپرېشنونو کې چې دوي ته کوم زیان اوښتی تر اوسه د هغې معاوضه هم نه ده ورکړل شوې.څیړونکي وايي په پراخه کچه د پوځي عملیاتو پرځاې دې د معلوماتو په اساس د ترهګرو پرضد هدفي عملیات وشي.
د خېبر پښتونخوا کې کرونده ګر وايي حکومت په بجټ کې زمیدارو ته د اسانتیاو ورکولو په ځاې په زرعی سامانونو نور ټېکسونه لګولي. دوي ګیله کوي د نوي ټېکسونو سره د مالي چېلنجونو سره مخ کرونده ګرو ستونزې نورې هم زیاتې شي. نور حال د سیمې نه د ډیوه خبریال ملک وقاص په رپورټ کې.
د ملګرو ملتونو د عمومي مشر له خوا د افغانستان په اړه تيار شوي وروستي رپورټ ترمخه د دغه هېواد تجارتي کسر یا خساره 60 فيصده سېوا شوی. اقتصاد پوهان وايي د افغانستان اقتصاد ښه کولو او تجارتي پرمختګ دپاره به د صادراتو کچه لوړول او په وارداتو کې د خام مال مقدار سېوا کول وي چې صنعتونه وده ومومي.
د بلوچستان سرښار کوټه کې د موسمي بدلون د بدو اثراتو په اړه په خلکو کې د پوهه راوستو په اړه یوه غونډه/ سېمنار شوی. په غونډه کې د چاپیریال پوهانو ویلي، د موسمي بدلون بدې اغیزې نه یواځې انسانانو، د ځناورو او سادارو لپاره هم ژوند ګرانولی شي. د غونډې نور حال حمید سمسور وړاندې کوي.
د صوابۍ اېکشن کمېټۍ غړو د جون په ۳۰مه په ټوله صوابۍ کې د احتجاج اعلان کړی او غوښتنه یې کړې چې د کشمېر په رنګ صوابۍ ته دې هم د تربیلې ډیم بجلي په ارزان نرخ ورکړی شي. د کمېټۍ غړو دهړکه ورکړۍ که حکومت یې غوښتنې وه نه منلې نو احتجاج به نور هم زیاتوي. نور تفصیل په دې رپورټ کې.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ويلي، په عزم استحکام عملیاتو کې که ضرورت پېښ شو، د پولې پورې غاړې افغانستان کې هم د تحریک طالبان پاکستان پرضد عمليات کېدی شي. څیړونکي وايي دوي ګمان نه کوي د افغانستان دننه عملیات به د ټي ټي پي شبکه او وسله وال ختم کړي. نور تفصیل ارشد حسین وړاندې کوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) په پېښور کې د کډوالو نړيواله ورځ لمانځلې او په پاکستان او خېبرپښتونخوا کې مېشتو افغان کډوالو ته يې ډاډ ورکړی چې نړۍ ستاسو د ستونزو خبر او د حل لارې یې لټوي. د کډوالو ادارې لخوا شوې دستورې نور حال فرید شینواری وړاندې کوي.
نور کتل