د مارچ ۱۳مه نيټه، د ګردو یا پښتورګو نړېواله ورځ وه. په پاکستان کې د روغتيايي کارپوهانو له مخې، شاوخوا ۱۷ ميليونه کسان د ګردو په ناروغۍ اخته دي، او دا شمېره ورځ تر بلې زياتېږي. وقار احمد په دې اړه د ډاکټر فرخ عباس اعوان سره خبرې کړې دي:
د امریکې د صدر ډانلډ ټرمپ د خوا ایران سره د جوړجاړي د وړاندیز وروستو د ایران مزهبي مشر د امریکې سره خبرې رد کړی دي. صدر ټرمپ ویلي د ایران سره د فیصلې وخت راغلی. خو ایران وایي په دوي خپله خوښه ورتپلې کیږي. تفصیل د ارباب محمود علي په رپورټ کې:
پاکستان حکومت افغان کډوالو ته د روانې مارچ مياشتې د يو ديرشمې نېټې پورې د پاکستان نه د وتلو او خپل ھيواد ته دتلو امر کړی او د دې تر څنګ دکولې پہ درنګونو کې پرې د کار کولو بنديز هم اعلان شوی. نور تفصيل لہ کوټې څخہ د حميد سمسور په رپورټ کې
پاکستان پخپل ملک کې میشتو ټولو بې اسنادو او سیټزن کارډ لرونکو افغان وګړو تہ د یو دیرشم مارچ پوري د وتلو امر کړیدی، د حکومت د دې اعلان وروسته په پېښور کې مېشت افغان کډوالو کې د خپل راتلونکي پہ حقلہ اندیښني سیوا شویدي۔ عثمان خان د ځنې افغان سیټزن کارډ لرونکو نظر اغستی دی
د نیزدو ګاونډیانو او د سوداګریزه شراکتدارانو سره د امریکې د ماليې په حواله دا یوه ستونزمنه هفته وه. د صدر ډانلډ ټرمپ د خوا د کنېډا او میکسیکو په برامداتو پنځویشت في صده مالیه لګول، او بیا یوعارضي رعایت او د ځنډ اعلان ، مېکسیکو د غیریقینی صورتحال سره مخ ده. د ویرونېکا رپورټ ارباب محمود علي وړاندې کوي
د دې کال د ښځو د نړیوالې ورځې موضوع “عمل کې تیزي راولئ” دی چې د صنفی برابرۍ ترلاسه کولو لپاره د چټک او فیصله کن عمل کولو اهمیت ته اشاره کوي. خو په پښتونخوا کې په ښځو د جسماني، نفسیاتي او معاشي تشدد د مخنیوي لپاره قانون سازۍ کې ۲۲ کاله اولګېدل او تر اوسه پوره عملي نه دی. سعدیه قاسم شاه رپورټ کوي
په خیبر پښتونخوا کی مخ په زیاتي تشدد او ناامنۍ سیاسي ګوندونه هم اندیښمن کړي او وايي په صوبه کې حکومتي واک ختم شوی او د هیچا ژوند خوندي نه دی. خو صوبايي حکومت وايي ترهګري یوازې د صوبې نه بلکې قامي مسله ده او باید چې مرکزي حکومت سنجيده رویه اختیار کړي. نور تفصیل د ریاض حسین او ارشد مومند په رپوړټ کې
په سرښار اسلامآباد کې، د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت عورت مارچ د يو شمير خنډونو ترڅنګ وشو. ګډونوالو د ښځو د حقونو، د تاوتریخوالي د ختمولو، د اقلیم بدلون کې د ښځو د استازیتوب، او د روغتیا او تعلیم لپاره د پيسو د زیاتوالي غوښتنه وکړه. نور تفصیل له اسلامآباد نه د وقار احمد په رپورټ کې
بلوچستان کې ښځې په داسې حالاتو کې خپله عالمي وﺭځ لمانځي چې د شپې او وﺭځې د خپلو لادﺭکه کړل شوو خپلوانو د موندلو لپاﺭه د احتجاج په توګه پر سړکونو دي او لويې قامي لاﺭې يې بندې ساتلي دي. صوبائ حکومت دفعه ۱۴۴ لګولې ده .نوﺭ تفصیل د نعمت الله سرحدي په ﺭپوﺭټ کي
د امريکا په نيويارک ښار کې د روژې د راتلو سره سم ځايي خلکو د روژه ماتي تياريانې شروع کړي، وايي د تېر کال په پرتله دا ځل موسم ښه دی نو روژې هم اسانې دي۔ زیاتوي، که څه هم په امريکا کې هر رنګ اسانتيا او خوراکونه موجود دي خو بيا هم د کور او کلي احساس ورته ضرور کېږي.تفصیل د نيويارک نه فضل الله رپورټ کوي
د مارچ په اتمه په ګرده نړۍ کې د ښځو نړيواله ورځ د ښځو د ټولنيزو، اقتصادي، کلتوري او سياسي لاسته راوړنو د ستائنې دپاره په داسې حال کې لمانځل کېږي چې د افغان ښځو په وېنا افغانستان کې مېرمنې لا هم د خپلو بشري حقونو څخه بې برخې دي او په ټولنه کې خپل مهم کردار نشي لوبولی۔ تفصيل د عبدالرزاق په رپورټ کې
په بلوچستان صوبه کې په دې ورستيو کې د نا امنۍ په پېښو کې زياتوالی راغلی، تيره شپه يوې ښځينه بلوڅې پر ايف سي ځواک ځانمرګی بريد کړی، حکومت په صوبه کې د حالاتو د ښه کېدو دعوې کوي خو شنونکي وايي چې حالت د صوبې په تاريخ کې تر ټولو زياته ترينګلي يا خراب شوي دي. تفصیل د حفیظ الله ستوری شیراني رپورټ کئ
نور کتل