کال نوی شو خو فاټا زړه په زړه

ځيني قبايلي، سياسي او مذهبي مشران يې 'ازاد قبايل' بولي خو د ۲۰۱۸م کال د لمر له را ختلو سره د فاټا اولس د انګرېز د ۱۹۰۱م تر تور قانون لاندې ۱۱۶ کاله ژوند وکړو.

په ځمکه يا رقبه د اسرايلو برابر او په ابادۍ کې په يورپ او يوريشيا کې د پرتو يو شمېر هېوادونو نه لويه فاټا کې، د نړۍ د منل شوو نزدې ۲۰۰ ملکونو نه د يو چا اساسي قانون هم په فاټا کې وجود نه لري.

پاکستان د نزدې ۱۰و ملينو پښتنو [حکومتي شمېره پينځه ملينه] کور فاټا، د انګرېز ميراث ګڼي. خو فاټا ته اساسي قانون نه ورکوي. د هغه وخت د هند واکمن فرنګي فاټا ته د نور هېواد نه جلا امتيازي او غير انساني قانون ورکړی وو. پاکستان تر اوسه د دغه قانون غېر انساني او د جبر ‌‌‌‌‌‌ډکې برخې پر ځايی ساتلي.

دلته 'ازاد قبايل' د يو حکومتي افسر، پوليټيکل اېجنټ، په مرضۍ ژوند کوي. چې هغه وايي اسمان شين دی نو شين او چې وايي ورېځ ده نو ورېځ.

د هغه فيصله اخري وي. او که وغواړي نو د يو تن د ګناه سزا د هغه ټولې قبيلې ته ورکولی شي. د دغه چارواکي په مقابل کې د فاټا سړي سره د وکيل، دليل او اپيل حق نشته.

دې نه به تېر شو چې د فاټا سره به په اينده کې څه اوشي؟ خو که يواځې دا پوښتنه اوشي چې که د فاټا اولس بله هره شپه او ورځ د غېر انساني تور قانون لاندې تېروي نو د اوږده خوبه را پاڅېدلي قبايل به د چا ګرېوان ته لاس اچوي؟

د قبايلو 'ازادي' د ۹/۱۱ د ترهګرۍ د پېښو وروسته لا نوره تر پښو لاندې شوه. د بهر نه ورغلو القاعده، حقاني ‌‌‌‌‌‌ډلې، ختيځ ترکستان تحريک، د ازبکو اسلامي تحريک، پنجابي او پښتنو طالبانو په ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډه زړه په فاټا کې ا‌‌‌‌‌‌ډې جوړې کړې. تر ننه پورې امريکا او افغانستان باور کوي چې دغه ‌‌‌‌‌‌ډلې د افغانستان پرضد د ترهګرۍ پلانونه جوړوي. دا هرڅه د قبايلو نه د پوښتنې بغېر کېږي او ځايي 'ازاد قبايل' يې په ورو ورو د کورونو نه بې کوره کړل.

د ۹/۱۱ وروسته په فاټا کې نوې لوبه جوړه شوه، جګړه د پېسو گټلو پلمه شوه. او د ترهګرو پر ضد د جګړې لپاره په زرګونو پاکستاني پوځيان فا ټا ته ورغلل. په ۲۰۱۵م کې د نومبر په مياشت کې د پاکستان د پوځ پخواني وياند لفټننټ جنرل عاصم باجوه واشنګټن کې وويل چې په ټوله نړۍ­­ کې د بل هرهېواد نه زيات د پاکستان پوځيان په فاټا کې د ترهګرو پر ضد جګړه کې بوخت دي. هغه وخت پوځي وياند په فاټا کې د پرځای کړل شوو ځواکونو شمېره ۱۸۷۰۰۰ ښودې وه.

د پوځ او ترهګرو تر منځ جګړه کې ازاد قبايل ترننه پورې لکه د پښو نه د تړل شوو چرګوټو په شان بې وسه دي او د هر ‌‌‌‌‌‌ډول بشري حقونو د سرغړونو ښکار شوي دي.

د وخت تېریدلو سره په فاټا کې پټې شوې ترهګرې ‌‌‌‌‌‌ډلې دومره پياوړې شوې چې نړۍ ترې خطر احساس کړو. د غېر دولتي ادارو د شمېرو تر مخه د ترهګرو پر ضد په فاټا کې د ۲۰۰۴م راسې ۳۰۰و نه زياتې د ‌‌‌‌‌‌ډرون حملې شوي خو د 'ازادو قبايلو' بېوسي هر چا ته معلومه ده. دا د نړۍ په کومه يوه سيمه کې تر ټولو زياتې د ‌‌‌‌‌‌ډرون حملې دي.

د فاټا د اولس د ازادۍ يو بل اړخ— د فاټا نه منتخب د پاکستان پارلماني غړي د نور هېواد په اړه قانون سازي کولی شي خو د خپلو خلکو لپاره يې لاسونه تړل شوي دي.

د فاټا اوسنی قانون، اېف. سي. ار، خپله هم د پښتون فطرت پر ضد دی. دا قانون په پښتنو کې د امتياز او تبعيض په اساس ولاړ دی. د کلي ملک صېب ځان ازاد ګڼي او په قانوني پنجره کې ګېر نور د کمترۍ احساس کوي. دا د ازادۍ نخښه نه ده.

قبايلو ته دغه په نامه ازادي هغه وخت نوره هم ښه ورمالومه شي کله چې د ټانک نه واڼا او يا د بنو نه ميرام شاه ته ځي. هر تن د ۱۰ن نه ۱۵و پوځي چېک پوسټو نه ورتېرېږي. خو بيا هم ځيني وايي چې قبايل ازاد دي.

کال ۲۰۱۷م په فاټا کې د سياسي فعاليتونو کال وو. اکثريتي سياسي ګوندونو غوښتل چې فاټا په څېرمه خېبر پښتونخوا کې ورګ‌‌‌‌‌‌ډه شي. د حکومتي اصلاحاتي کمېټۍ رپوټ هم ليکلي چې د فاټا اکثريت د خېبر پښتونخوا سره يو ځای کېدل غواړي. يواځې دوه ګوندونه، پښتونخوا ملي عوامي پارټي او مذهبي سياسي ګوند جميعت علما اسلام (ف) په فاټا کې اصلاحات غواړي خو د فاټا د راتلونکي په اړه غوښتنه کوي چې د فاټا د اولس څخه دې پوښتنه اوشي.

خو په ټول کال کې د دواړو خواو غوښتنو ته عملي شکل ورنه کړل شول.

کال تېر شو او د فاټا د راتلونکي په اړه برياله ‌‌‌‌‌‌ډله افسر شاهي (پوليټيکل اېجنټ) پاتې شوه. ترهګر په ځای پاتې شول، پوځ پر ځای پاتې دی. او تور قانون هم لا د فاټا د خلکو په مریو خپلې منګولې ښخې کړي دي.

دې نه به تېر شو چې د فاټا سره به په اينده کې څه اوشي؟ خو که يواځې دا پوښتنه اوشي چې که د فاټا اولس بله هره شپه او ورځ د غېر انساني تور قانون لاندې تېروي نو د اوږده خوبه را پاڅېدلي قبايل به د چا ګرېوان ته لاس اچوي؟

اخيري خبره: افغان چارواکو په دې ورستیو کې ويلي دي د فاټا د اولس فېصله به مني.