سرتاج عزيز: فاټا په پښتونخوا کې ورگډول د پاکستان کورنۍ مسله ده، د افغانستان سره پکې د سلا حاجت نشته

د فاټا اصلاحاتي کمیټۍ مشر سر تاج عزیز ويلي دي فاټا په پښتونخوا کې ورگډول د پاکستان کورنۍ مسله ده، د افغانستان سره پکې د سلا حاجت نشته. ښاغلي عزيز وي او ای ډیوه ته په یوه مرکه کې وویل:

"زما په خیال دا زمونږ اندروني(کورنۍ) معامله ده، دې کې د سلا مشورې ضرورت خو نشته"

هغه دا هم وویل چې که په فاټا کې امن وي نو دا د افغانستان هم په گټه تمامېږي: "که هلته حالات ټیک نه وي نو د افغانستان د پاره هم ښه نه ده"

ښاغلي غزيز وویل چې افغانستان غواړي چې د دلته(پاکستان) نه هلته( افغانستان) دراندازي ونه شي:
"نو دا که هغويي په دې سوچ وکړي نو هغه به کنوینس (پوهه) شي چې دا کار مونږ کړی دی نو ډیر ښه دی"

پاکستان د فاټا قبايلي سېمې په خېبر پښتونخوا صوبه کې د ورگډلو قانون منظور کړی دی، ښاغلي غزيز وویل فاټا وس خېبر پښتونخوا ده.

تېره ورځ د افغانستان صدارتي ماڼۍ په یو بیان کې ويلي وو د قبایلي سیمو ادغام د ١٩٢١ میلادي د هوکړې خلاف دی.

د افغانستان جمهوري ریاست ویلي چې په قبایلي سیمو کې د پاکستان له لورې سیاسي او نظامي اقدامات د برتانوي هند او افغانستان ترمنځ د ١٩٢١ د لوظنامې خلاف عمل دی.

ارگ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو او په ځانگړي ډول په قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځي مداخلو او هلته د میشتو قبایلو د سیاسي وضعیت د بدلیدو په هدف د پاکستان د یو اړخیزو اقداماتو په اړه یې تل خپلې اندېښنې له سفارتي لارو له پاکستان او نړیوالې ټولنې سره شریکې کړې دي.

ارگ وایي "په دغو سیمو کې مو سیاسي او نظامي اقدامات بې له دې څخه چې د دواړو لوریو په مشوره وشي، د بریتانوي هند او افغانستان ترمنځ په (۱۹۲۱) میلادي کال کې د شویو هوکړو خلاف عمل بللی دی."

د ښاغلي سرتاج غزيز سره مرکه د وي او ای ډیوه په واشنگټن کې خبریال رحمان بونيري کړې ده، تاسو یې په لانديني لینک اوریلی شئ

Your browser doesn’t support HTML5

سرتاج غزيز: فاټا په پښتونخوا کې ورگډول د پاکستان کورنۍ مسله ده، د افغانستان سره پکې د سلا حاجت نشته