وفاقي حکومت خېبرپښتونخوا ته ۱۹۹۲ راهسې د خپلې برخې ۳۰۰۰ بېلین روپۍ نه دي ورکړي

د خېبرپښتونخوا د خزانې پخواني نګران وزیر احمد رسول بنګش وي او ای ډيوه ته وویل وفاقي حکومت سره د صوبې د پاتې فنډونو زياته برخه د بجلۍ خالصه منافع ده چې هره مياشت نزدې درې بېلين روپۍ جوړيږي.

د خېبر پښتونخوا د پخواني نګران حکومت د خزانې وزیر احمد رسول بنګش ویلي وفاقي حکومت د ۱۹۹۲ نه راپديخوا خېبر پښتونخوا ته د بجلۍ خالصې منافعې په مد کې ۳۰۰۰ بيلين روپۍ نه دي ورکړي.

د خېبرپښتونخوا د خزانې پخواني نګران وزیر احمد رسول بنګش وي او ای ډيوه ته وویل وفاقي حکومت سره د صوبې د پاتې فنډونو زياته برخه د بجلۍ خالصه منافع ده چې هره مياشت نزدې درې بېلين روپۍ جوړيږي. د دې ترڅنګ هغه وویل د قبايلي ضلعو د روانو اخراجاتو او د اين ايف سي ايوارډ پورا برخه هم خېبرپښتونخوا ته نه ده ورکړی شوې۔

ښاغلي بنګش وویل په تېر يو نيم کال کې د صوبې نزدې دوه نيم سوه بيلين روپۍ وفاق ته پاتې دي۔

احمد رسول بنګش وویل "اين ايچ پي ته چې ځو نو د نورلس سوه ده نوي تر کال دو زره دولسم پورې يو اعشاريه پينځه ټريلينا روپۍ جوړېږي، بيا د کال دوه زره دولسم نه تر اوسه پورې يو اعشاريه پينځه ټريلينا نورې جوړيږي، نو دا خبره درې ټريلينا جوړېږي، دا زمونږ د صوبې حق دې او دې نو صوبه يو قدم هم شاته نه ځي."

احمد رسول بنګش زياته کړه چې د نګران حکومت په وخت وفاق د صوبې د ډيرو ضرورياتو پورا کولو کوښښ کړی و او کله چې د صوبې نګران حکومت ختمېدو نو په خزانه کې قریباً سل بيلين روپۍ پرتې وې. د خېبرپښتونخوا نوي اسمبلۍ د ګل، دوشنبې، په ورځ د يو مياشت د اخراجاتو دپاره د يو کهرب يو کم شپيته اربه روپو بجټ منظوري ورکړه۔

وي او ای ډیوه کوښښونه وکړل چې په وروستي کلونو کې د خېبر پښتونخوا د خزانې پخوانيو وزیرانو سراج الحق، تېمور سليم جهګړه او مظفر سېد سره د مرکزي حکومت سره د صوبې د فنډونو په اړه خبرې وکړي خو د ټېلفون او د وټس اېپ دلارې د رابطو جوابونه يې ترلاسه نه شول.

د خېبرپښتونخوا د نوي واکمن ګونډ د اسمبلۍ غړی امجد علي خان وايي وفاق نه د صوبې فنډونو ترلاسه کولو د پاره به هره ائيني لاره خپلوي۔

امجد علي خان وویل "رياست په قانون او په ائين چليږي، زمونږ چې ائيني او قانوني حقوق دي هغه به په هر حالت کې د مرکز نه اخلو، ائين او قانون چې مونږ له کوم اختيار راکوي هغه به مونږ کاروو، نو د هغې د پاره به مونږ صلاح مشورې کوو چې د هغه لارې مونږ خپل حق حاصل کړو."

د وي او ای ډیوه دپاره په سمدسي ډول ممکنه نه وه چې د خېبرپښتونخوا د فنډونو په اړه د وفاقي حکومت دریځ ترلاسه کړی شي.

څيړونکی او خبريال شاهد حميد وايي وفاقي حکومت د ډير وخت راهسې د مالي مشکلاتو سره مخامخ دی او هم دغه وجه ده چې د خېبر پښتونخوا او نورو صوبو ته هم خپل فنډونه پورا نه شي ورکولی. " وفاقي حکومت د مالي مشکلاتو سره مخ وي، دوي د ايي ايم ايف او نورو ادارو نه قرضې اخلي، د خېبر پښتونخوا ترڅنګ د نورو صوبو هم پېسې پاتې وي، نو دا د مالي مشکلاتو د وجې وي."

څيړونکي وايي چې کله صوبې د وفاق نه د خپلې برخې نه کمه برخه فنډونه ترلاسه کوي نو اثر يې په عام اولس پريوځي۔

خبریال محمد فهم وايي "که خېبر پښتونخوا ته خپل حق ورکړل شي هغه به د بجلۍ نوي پروجې شروع کړي، د تېلو به نوې فيکټريانې ولګوي، دلته به هم روزګار شروع شي په قبايلي ضلعو کې به سکولونه جوړ شي"

په خېبر پښتونخوا کې يو ځل بيا د پاکستان تحريک انصاف ګوند غړې چې اوس سني اتحاد کونسل کې شامل شوي په واک کې راغلي دي. پي ټي ايي د دې نه وړاندې هم دوه ځله په دې صوبه کې حکومت کړی دی او څېړونکي وايي تېر حکومت کې هم د پاکستان تحريک انصاف په وفاق کې هم په واک کې و خو بيا هم خېبرپښتونخوا ته پورا فنډونه ته نه وو ورکړل شوي.

څيړونکي وايي په خېبر پښتونخوا کې واکمند ګوند په قومي اسمبلۍ کې د وفاقي حکومت مخالفه پارټي ده. په نورو صوبو کې د هغه ګوندونو حکومتونه دي چې په وفاق کې هم په واک کې دي نو په راتلونکي کې به صوبې ته خپله پورا برخه ورکولو مسله نورا هم پيچيده وي۔

پوهان وايي د خېبر پښتنونخوا د بجټ د نوي فيصد نه زياته برخه وفاقي حکومت ورکوي او په داسې صورت کې چې په اسلام اباد کې د مخالف ګوند حکومت دی، خېبرپښتونخوا ته به په وخت فنډونه ترلاسه کول ګرانه وي.