د گلونو ښار باجوړ ته د پښتنو ځلمیو جنازې ولې روانې دي؟  

د پاکستان قبایلي سېمې باجوړ ته په تېرو څلوېښتو ورځو کې د پينځه پښتنو ځلمیو جنازې وړل شوي دي.

د سيمې یو مخکښ پوهنتون نور خان دراني وي او ای ډیوه ته وویل چې ځمونږ بچي مزدورو پسې ووځي خو کورونو ته یې جنازې راشي، هغه وویل:

"مونږ غوښتنه کوو چې انصاف دې اوشي، د پردویو په شان سلوک دې بند شي"

ښاغلي دراني تپوس اوکړو "ولې زه پاکستانی نه یم، ولې زه ددې خاورې نه یم، ولې زه پښتون نه یم"

د ښاغلي دراني ددغه تپوسونو سم ځواب به څوک ورکړي که نه خو د دغه پینځه وژل شوو ځلمیو د وژلو نه خو تر اوسه څه علت معلوم شوی دی او نه یې د وژنې زمواري چا منلی ده.

احسان الله د فبرورۍ په ٢٣ مه نیټه د خېبر پښتونخوا د تخت باي په سیمه کې ووژل شو. د احسان یو خپلوان عبدالوهاب وي او ډیوه ته وویل هغه په سیاسي علومو کې د ماسټرۍ ډگري اخستې وه او پایه تخت اسلام اباد ته د نوکرۍ په لټون د کوره وتلې وو:

" مونږ نه یو خبر چې هغه د اسلام اباد نه تخت باي ته چا بوتلو او چا ووژلو"

ښاغلي وهاب وویل چې پولیسو ورته ويلي دي احسان نامعلومو کسانو د شا د خوا نه څلور ډزې ویشتې شوې وو.

په کراچۍ کې مېشت یو ملت پال پښتون مشر قاسم جان په خپل فیس بک پاڼه د یو ماشوم عکس ورکړي دی او لیکي" د باجوړ شهيد احسان الدين زوی او زما نمسی ریحان الدين"

احمد شاه د پاکستان د ستر صنعتي ښار کراچۍ په سهراب گوټ علاقه کې د فبرورۍ په ١٨ مه نیټه وژل شوې وو. په کراچۍ کې پوليس چارواکو ډیوه ته ويلي وو د شاه په سر گوذار شوې وو او د شپې وژل شوې وو. احمد شاه په کراچۍ پوهنتون کې د زوالوجي (علومِ حېوانات) محاصل وو.

سید عظیم خان په لندن کې د جنورۍ په ٢۴ مه نیټه بې درکه شوې وو او بیا یې مړی وموندل شو. هغه د څو کالو راهسې په لندن کې مېشت وو او د ملت پال عوامي نېشنل گوند سره یې تعلق وو. دهغه مړی د فبرورۍ په ٢١ مه په باجوړ کې خارو ته سپارل شوې وو. دلندن پولیسو تر اوسه د ښاغلی خان د وژنې د پلټنو په حقله رپورټ نه دی خپور کړی.

ضیاالرحمان او اول خان د جنورۍ په دولسمه د پاکستان په لاهور ښار کې وژل شوي وو. د لاهور یو اخبار پاکستان ټو ډی د پولیس چارواکو له خلې ليکلي دي چې دواڼه کسان د پير مکي سړک په بټي گیټ کې نامعلومو موټر سایکل سوارو ووژل.

ښاغلي دراني ډیوه ریډیو ته وویل په دغه موقع موجودو کسانو ورته ويلي وو چې حمله کونکو اول کنځل وکړل او بیا یې ورباندې ډزې شورو کړې. دواړه وژل شوو کسانو به په لاهور کې د پلاسټيک پېزارونه خرسول.

ښاغلي دراني وویل چې د ضیالرحمان وړه لور اوس اکثره په کور کې تپوس کوي چې پلار ورله چا او ولې وژلو.