ملاکنډ پلۍ سیمه کې د ترهګرو په ضد عملیاتو کې څلور وسله وال وژل شوي

سرچېنې وایي د ترهګرۍ ضد محکمې ځواکونو د خېبر پښتونخوا د ملاکنډ په پلۍ سیمه کې د ترهګرو په ضد عملیات کړي چې په دغه مهال شوې نښته کې څلور وسله وال وژل شوي.

د پاکستان بیلابیلو رسنیو د ترهګرۍ ضد محکمې سي ټي ډي د سرچېنو له خولې ویلي دا عملیات تېره ورځ د پلۍ په شاه کوټ سیمه کې شوي دي خو د پاکستان پوځ یا د پښتونخوا پولیسو لا په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

سرچینې وایي پلۍ کې د عملیاتو په مهال د امنیتي ځواکونو اؤ ترهګرو تر منځ یوه سخته نښته شوې چې تر څو ساعتو یې دوام درلودو.

د ترهګرۍ ضد محکمې سرچینو ویلي په دې نښته کې درې ترهګر په موقعه وژل شوي اؤ یو تښتېدلی ترهګر وروسته د لټونې د عملیاتو په مهال په غرونو کې وژل شوی.

په عملیاتو کې د وژل شوؤ ترهګرو بشپړه پېژندګلو مخې ته نه ده راغلې خو د ترهګرۍ ضد محکمې سرچینو مطبوعاتو ته ویلي چې هغوي د ترهګرۍ، وژنو اؤ قلنګ غوښتلو په یو شمیر پېښو کې لاس درلودو .

تر دې پېښې وړاندې د پاکستان پوځ دعوه کړې چې تېره ورځ یې په قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې د ترهګرو په ضد عملیات کړي چې پکې اته ترهګر وژل شوي اؤ شپږ نور ژوبل شوي دي.

پوځ د بلوچستان په کیچ ضلعه کې هم د عملیاتو په مهال د څلورو ترهګرو د وژلو دعوه کړې ده.

د پاکستان په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې په دې وروستیو کې په پولیسو، پوځ اؤ د ایف سي په ځواکونو د بریدونو لړۍ زیاته چټک شوې اؤ په دې بریدونو کې په سوونو امنیتي عسکر وژل شوي دي.

د پاکستان انسټیټیوټ فار کنفليکټ اينډ سيکيورټي سټډيز د رپورټ ترمخه تېره د اکتوبر په مياشت کې د پاکستان دننه ترهګریزو بریدونو کې 198 کسان وژل شوي چې پکې 98 ترهګر ، 62 امنيتي چارواکي او 38 عام وګړي وو.

د پېکس رپورټ وایي د اکتوبر میاشت کې په مجموعي حملو کې 87 فيصدي په خيبر پښتونخوا کې شوي دي چې پکې 117 کسان وژل شوي اؤ همدا شان په بلوچستان کې بیا په دې میاشت کې په 24 بريدونو کې 56 کسان وژل شوي دي.

د رپورټ له مخې په پنجاب صوبه کې په 6 پېښو کې 19 کسان وژل شوي چې ټول ترهګر وو.

د پاکستان د پوځ د ویاندې ادارې آي ایس پي ار هم تر دې وړاندې دعوه کړې وه چې سږکال پوځ په ګرد هیواد کې د ترهه ګرو په ضد دیارلسو زرو نه زیات واړه اؤ غټ عملیات کړې دي اؤ په دې کې 239 ترهه ګر وژل شوي دي.